هغه امتیازات چې اشرف غني پاکستان ته ورکړي، په تاریخ کې هېچانه دي ورکړي!
خبریال سلیم صافی وایي:
هغه امتیازات چې اشرف غني پاکستان ته ورکړي، په تاریخ کې هېچانه دي ورکړي!
انوارالحق احدي د پخواني جمهوريت د مالیې وزیر وایي:
زه په خپله له اشرف غني سره د پاکستان پوځ مرکزي قوماندانۍ ته تللی یم؛ غني غوښتل له پوځ او د پاکستان له استخباراتي ادارې سره مزبوتې اړیکې جوړې کړي ؛ خو له دې
سره سره ؛ پاکستان ورسره اړیکه ټینګه نه کړه.
تر دې وړاندې او وروسته هم ، اشرف غني اتلس ځله په پټه د پاکستان پوځ مرکزي قوماندانۍ ته سفرونه کړي وو، چې د خپل حکومت د پايښت لپاره له پوځ څخه تضمین ترلاسه کړي ؛
خو د پوځ موخه او اجنډا بل څه وه.
سليم صافی د احدي له قوله وايي:
اشرف غني د پاکستان د خوشحالولو لپاره هغه ځینې سوداګریز تړونونه هم لغوه کړل چې له هند سره یې لاسلیک کړي وو.
دسلیم صافي په وينا:
اشرف غني د پاکستان د راضي کولو لپاره داسې اقدامات ترسره کړل چې حتا یعقوب خان، عبدالرحمن خان او شاه شجاع هم په نه وو ترسره کړ ي ؛ لا چې د هغوی نیمګړې برخه یې بشپړه کړه !
هغه د ډیورنډ پر فرضي کرښه په رسمي ډول د اغزن مزي غځول ومنل او لګښت یې هم د امریکایانو په مرسته پاکستان ته ورکړ!! .
د معارف او اوبو او برېښنا پخواني وزیر ( فاروق وردګ )په وینا؛ اشرف غني پر ډېورنډ د اغزن مزي غځولو په بدل کې له پاکستانه ۱۷ میلیونه ترلاسه کړل.
اشرف غني د ياد فرضي کرښې په امتداد د تګ راتګ ټولې رسمي لارې له پاکستان سره ومنلې، او حتی د تورخم دروازې د پرانیستې لپاره یې د جلالآباد د هغه وخت والي شاه محمود میاخیل هم ور واستاؤ !.
په دې سربېره اشرف غني د خپلې پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال له پاکستان سره په رسمي ډول ویزه او پاسپورټ ومنل، چې د کرښې دواړو غاړو ته يې سلګونه زره پښتانه له لویو ستونزو سره مخ کړل، او په عملي ډول یې په دې سیمه کې د پاکستان حاکمیت تایید او ټینګ کړ.
د محمد ګل خطاب له دري متن څخه ژباړه