مهم ترین های امروز شنبه
🖌️: علی بلال، ستاره پرورشاندام افغانستان، موفق شد عنوان قهرمانی رقابتهای «نیویورک پرو» در ایالات متحده امریکا را از آن خود کند.
او در رقابتی نفسگیر، با شکست رقیبان قدرتمندش، بهویژه ادوان پالمیرا از برازیل، برای دومینبار قهرمان این رویداد معتبر جهانی شد.
در پایان این رقابتها، علی بلال مقام نخست را کسب کرد، ادوان پالمیرا از برازیل دوم شد و ایسای کسیک از اندونیزیا در جایگاه سوم قرار گرفت.
🖌️: د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د معلوماتو لهمخې، تېره ورځ (جمعه) له پاکستان او ایرانه د تورخم، سپينبولدک، ورېښمو لار، او اسلامکلا له لارو هېواد ته ۸۷۹ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي. یاد شمېر کورنیو کې ۶۷۷ یې د تورخم له لارې له پاکستان او کوزې پښتونخوا هېواد ته راستنې شوې چې ډېر شمېر یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې، نغدي مرستې ورسره شوې، روغتیايي خدمات ورته وړاندې شوي، خوراکي توکي او سیمکارتونه هم ورکول شوي دي.
🖌️: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګهونې خونې مشر، سید کریم هاشمي په کابل کې د ترکیې سفارت له شارژدافیر، ادین اییلدیز سره لیدلي او د سوداګرۍ پراختیا، ګډو پانګهونو، صادراتو او د ګډې سوداګریزې شورا د جوړېدو په اړه یې خبرې کړې دي.
له یادې خونې خپاره شوي خبر کې راغلي، دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا او د سوداګریزو اړیکو پر پراخېدو ټینګار کړی دی.
🖌️: د ملي بس امارتي شرکت مسوولانو ویلي، کابل ښاریانو ته د ترانسپورټي خدمتونو او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له ده دانا سیمې څخه تر سینمای پامیر پورې د ملي بس ترانسپورټي خدمات پيل شوي دي.
مسوولانو ویلي، هڅه کوي ښاریانو ته خوندي، منظم او پر وخت ترانسپورټي خدمتونه وړاندې کړي.
🖌️: د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي پر اېکس لیکلي پر افغانستان وروستیو تېریو په لړ کې د پاکستان له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر مېشتو سیمو او اوسېدونکو یې پوځي او اقتصادي فشارونه زیات شوي دي.
هغه ویلي، د دغه وضعیت په پایله کې، د کرښې د دواړو غاړو د ځیني قومي مشرانو ترمنځ د ’’امن د هوکړې‘‘ په نوم اسناد لاسلیک شوي چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له خوا د دغو هوکړو رسمي تایید او هرکلی هم شوی دی.
ښاغلي کرزي لیکلي، دا د پاکستان له خوا د ډیورند فرضي کرښې ته د رسمیت ورکولو یو ډول هڅه او د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف عمل بلل کېږي. هغه پر مسوولو چارواکو غږ کړی چې د دغه سند په اړه ولس ته وضاحت ورکړي.
🖌️: هیات عالیرتبه دولتی و سکتور خصوصی اوزبیکستان به رهبری امانبای اورینبایوف، رییس مجلس عالی قارهقلپاقستان اوزبیکستان، پس از چاشت امروز وارد کابل شد.
قرار است این هیات با وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان بهمنظور گسترش روابط تجارتی و اقتصادی گفتوگو کند.
وزارت صنعت و تجارت در خبرنامهای میگوید که این هیات به ولایت بلخ نیز سفر خواهد کرد تا در نشست تواصل تجارتی اشتراک کرده و نمایشگاه تولیدات داخلی اوزبیکستان را افتتاح کند.
🖌️: مسئولان محلی در بدخشان میگویند که در جریان اعتراضها علیه تخریب مزارع کوکنار در ولسوالی ارگوی این ولایت، دو تن کشته شدهاند.
به گفته این مسئولان، روز گذشته (جمعه) قطعه مبارزه با مواد مخدر برای تخریب مزارع خشخاش به ساحه آتنجلو در ولسوالی ارگو اعزام شد، اما شماری از دهقانان و باشندگان محل به تحریک قاچاقبران مواد مخدر و افراد «خلافکار»، تلاش کردند مانع اجرای این روند شوند.
مسئولان میافزایند که در پی تنشهای روز گذشته، یک کودک جان باخت و امروز نیز در ادامه اعتراضها و ناآرامیها در همان ساحه، یک تن دیگر کشته شده است.
به گفته آنان، معترضان برای مدتی شاهراه کشم–فیضآباد را نیز به روی رفتوآمد مسدود کردند، اما این مسیر پس از تلاش مسئولان امنیتی، علمای دینی و متنفذان قومی دوباره بازگشایی شد.
🖌️: د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، دغه پلاوی د قرهقلپاقستان د عالي شورا د رییس،امانبای اورینبایوف په مشرۍ کابل ته راغلی او ټاکل شوې د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي. د معلوماتو له مخې، پلاوی به د سوداګریزو ناستو او د سوداګرۍ د پراختیاپه غونډو کې هم ګډون وکړي.
ټاکل شوې دغه پلاوی بلخ ولایت ته هم سفر وکړي او هلته په سوداګریزو غونډو کې د برخې اخیستو ترڅنګد اوزبیکستان د کورنیو تولیداتو نندارتون پرانیزي.
🖌️: شمار جانباختگان حملات اسرائیل به غزه به 72 هزار و 736 نفر رسید.
وزارت بهداشت فلسطین از افزایش شمار قربانیان حملات اسرائیل به نوار غزه به 72 هزار و 736 نفر خبر داد.
🖌️: د امریکا د انرژۍ وزارت اړوند د ملي اټومي امنیت ادارې (NNSA) اعلان کړی چې له وینزویلا څخه یې ټول پاتې غني شوي یورانیم وړي دي. دا هغه مواد چې د اټومي وسلو په جوړولو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.
د امریکايي چارواکو په خبره، ۱۳.۵ کیلوګرامه لوړ غني شوي یورانیم د وینزویلا له یوه پخواني څېړنیز ریکټور څخه راایستل شوي او د سمندر او ځمکې له لارې امریکا ته لېږدول شوی دی. دغه عملیات د امریکا، بریټانیا، وینزویلا او د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې (IAEA) په همکارۍ ترسره شوي دي.
امریکا ویلي، دا ګام د اټومي «ترهګرۍ» د خطر کمولو او د نړۍ د امنیت د پیاوړتیا لپاره مهم بلل کېږي. یاد یورانیم اوس د امریکا د ساوانا ریور مرکز ته لېږدول شوی څو پروسس او بیا وکارول شي.
🖌️: د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، اسلاماباد هڅه کوي له افغانستان، چین، بنګلهدېش او نورو هېوادونو سره درېاړخیزې او سیمهییزې همکارۍ پراخې کړي.
هغه چې تېره شپه (جمعه) یې په لاهور کې د جنوبي اسیا د حسابدارۍ فدراسیون (SAFA) کنفرانس ته وینا کوله ویلي، نور نشي کولی په انزوا کې پاتې شي.
نوموړي ویلي، د جنوبي اسیا هېوادونه د اقتصادي همکاریو له لارې سترې ګټې ترلاسه کولی شي او ټینګار یې کړی چې د سیمې ثبات او همکاري د ټولو هېوادونو په ګټه ده.
🖌️: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر، فیصل بن فرحان آل سعود د ټیلیفوني خبرو پر مهال د هرمز تنګي او شاوخوا سیمو پر وضعیت خبرې کړې دي.
دواړو لوریو د تاوتریخوالي د بیا زیاتېدو د مخنیوي او د روانو ډیپلوماتیکو اړیکو د دوام ملاتړ کړی څو د کړکېچ د حل لپاره ژر تر ژره یوه دوامداره او اوږدمهاله هوکړه رامنځته شي. د روسیې له بهرنیو چارو وزارت خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو ټينګار کړی چې د ایران او عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو هڅې باید بیا پیل شي.
روسیې ویلي، د ټولو ښکېلو خواوو د ګټو په پام کې نیولو سره د دغو هڅو د پرمختګ لپاره همکارۍ ته چمتو ده.
🖌️: د رابعه نسیمي په نوم یوه افغانه مېرمن د بریټانیا د کارګر ګوند له لوري د لندن په لوېدیځ کې د «ایسټ اکتون» د سیمهییزې شورا په ټاکنو کې بریالۍ شوې ده. هغې د کارګر ګوند د درېیو بریالیو نوماندانو ترمنځ دویم مقام خپل کړی دی.
رابعه نسیمي په ۱۹۹۹ کال کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه بریټانیا ته تللې او د ټولنپوهنې په برخه کې یې تر دوکتورا پورې زدهکړې کړې دي.
🖌️: د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشر له مرستیال، جي ډي وینس سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د قطر او امریکا پر ستراتیژیکو اړیکو، د سیمې پر وروستیو حالاتو او د پاکستان په منځګړیتوب د ایران او امریکا د مذاکراتو په اړه خبرې شوې دي.
دواړو لوریو د تاوتریخوالي د کمېدو او د سیمې د امنیت او ثبات پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
🖌️: نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې ایران او امریکا به راتلونکې اوونۍ په اسلاماباد کې مذاکرات بېرته پیل کړي.
په راپور کې راغلي چې تهران او واشنګټن دا مهال د منځګړو هېوادونو په همکارۍ د جګړې د پایته رسولو لپاره پر یوې ۱۴ مادهییزې طرحې کار کوي.
په دغې طرحه کې د درېیم هېواد له لوري د ایران د غني شویو یورانیمو مدیریت، په هرمز تنګي کې د ترینګلتیاو کمول، د بندیزونو لرې کول او ورته نور موضوعات شامل دي.
🖌️: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، روسیې په دویمه نړۍواله جګړه کې د جرمني د نازي ځواکونو پر وړاندې د شوروي اتحاد د بریا ورځې د نمانځنې په مناسبت له اوکراین سره د روانې مې میاشتې له ۹مې تر ۱۱مې درې ورځنی اوربند اعلان کړ.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې تر دې وړاندې ویلي و، یوازې د مې په ۸مه او ۹مه به له اوکراین سره اوربند وکړي.
ټرمپ دغه راز ویلي، د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرې روانې دي او په خبره یې، دواړه لوري د هرې ورځې په تېرېدو هوکړې ته نږدې کیږي.
🖌️: د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، واشنګټن به د روانې مې میاشتې په ۱۴مه او ۱۵مه د لبنان او اسراییل ترمنځ د اوږدمهاله اوربند لپاره د بېروت او تلابیب د پلاویو کوربتوب وکړي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د مذاکراتو تمرکز به پر اوږدمهاله اوربند، د لبنان پر سرحدونو د دغه هېواد د حکومت بشپړ کنټرول، بشردوستانه مرستو او د لبنان پر بیارغونې وي. په خبرپاڼه کې راغلي چې لبنان او اسراییل په دغو مذاکراتو کې د ګډون هوکړه کړې ده.
که څه هم د تېرې اپرېل میاشتې په ۱۷مه د امریکا په منځګړیتوب د لبنان او اسراییل ترمنځ لنډمهالی اوربند اعلان شوی و، خو اسراییل تر اوربند وروسته هم د لبنان په سویل کې وخت ناوخته بریدونه کوي.