له عام مرشد (امام حسن البناء رحمه الله) سره سفر!

دسمبر 6, 2025 - 20:09
 0  10
له عام مرشد (امام حسن البناء رحمه الله) سره سفر!

لیکوال: حامد ابونصر (د اخوان المسلمین څلورم عام مرشد)

ژباړه: محمد هاشم شاهین

 

ما ته د عام مرشد شهید امام حسن البناء سره مختلفو کلیو او ښارونو ته د تللو چانسونه راپه برخه سوي، لوړو سیمو ته د امام هغه سفرونه تر اوسه د خلکو په یاد دي، ما هم د امام مرحوم سره د اوږدو سفرونو ملگرتیا کړې ده او دې ته ورته سفرونه مي د امام مرحوم سره د اطرافي او ساحلي سیمو پر لور هم ترسره کړي دي؛ په دغو سفرونو کي مي د ډېرو ایمان ځلوونکو پېښو او مشاهداتو تجربه ترلاسه کړې ده.

 

د مختلفو شخصیتونو او کورنیو سره مو وپېژندل؛ د دغو مخلصو او مېړنیو خلکو پر نهضت (اخوان المسلمین) باندي دا حق دئ چي باید تل یاد وساتل سي؛ دوی خپل ځانونه، آرمانونه او مالونه په دې لاره کي قربان کړل. نهضت دوی ته شعور او جذبه ورکړه او د دوی ویده ایمانونه ئې را ويښ کړل. د اسلامي نهضت پر تاریخ باندي قلم اوچت کوونکی مؤرخ به کله هم دوی هېر نکړي؛ د ډېرو ورکو سویو ملگرو په زحمت لا هم د دې تحریک نوم ژوندی او ځلاند پاته دئ. دوی چي د کوم ذات لپاره قربانۍ ورکړي هغه علیم خبیر ذات دئ او د دوی اجر ساتل سوی او محفوظ دئ. پر کومه زمکه چي دوی د وفا عهد وکړ هغه زمکه به هم د دوی په حق کي د خیر شاهدي ورکوي.

 

د ۲۰ شلمي پېړۍ په ۳-درېیمه لسیزه (۱۹۲۸ع کال) کي د اخوان المسلمین بنیاد کېښودل سو؛ په څلورمه لسیزه کي ئې د غټي درختي شکل غوره کړی او د امام حسن البناء شهید شخصیت پر مصري ټولنه خپور سوی وو؛ د نورو سیاسي گوندونو د مشرانو د دورو او سفرونو رنگ به له دې نه بالکل جلا وو؛ د هغوی په وړاندي زینت او نمائش اصل کار وو. د دوی په غونډو کي به پوسټران او بېنران لگېدل، آرائشي محرابونه به جوړېدل، د غونډي ځای به ښائیسته کېدی، د کوچنیو گروپانو قطارونه به ځوړند کېدل، سرې غالۍ به هوارېدلې، نعرې او شعارونه به ورکول کېدل، بلنــلیکونه به وېشل او تصویرونه به ویستل کېدل. د دې برعکس به د امام شهید په راتلو هر شی همغسي ساده او له خلوص نه ډک ښکارېدو، نه تکلّف، نه تصنّع، د ښه راغلاست لپاره به راتلونکي خلک په مینه کي غرق ول، اورېدونکي او مخاطبین به مکمل متوجه ول، خبري به له زړه راوتلې او زړونو ته به کښته کېدلې، خلک به پر زمکو ناست ول خو افکار به ئې د آسمان کنگرو ته ورسېدلي وو، امام حسن البناء پر هره سطح او له هر ډول بې ځایه لگښتونو او مصارفو سره سخت مخالف وو؛ د اسلامي تحریک همدا رنگ به دی په هر میدان کي له نورو نه ممتاز کاوه.

 

   د صحـرا یوه یادگاره شپه:

 

امام شهید چي به کله زموږ د سیمي د لیدلو اراده وکړه نو ما ته به ئې خط را استوی؛ ما به د پرورگرام مطابق کله په "جیزه" او کله په "بني سویف" کي د هغه هرکلی کاوه او بیا به هر کلي ته د امام د سفر ملگری وم.

 

د همدې سفرونو پر وخت موږ یو ځل "حجازه" کلي ته ولاړو؛ هملته مو شپه تېره کړه؛ د دې کلي خلکو چي مو څومره په مینه هرکلی ووایه هغه به مي هېر نسي؛ د دوی زړونه د میني او محبت نه ډک او څېرو ئې بیا د خلوص او وفا ښکارندویي کوله؛ نه کومه ریا او نه تصنّع/نمائشي حرکات. سپوږمۍ ځلېدله او خلکو په صحرا کي پر رېگو باندي فرشونه غوړولي وو او موږ ته منتظر ول. ټولنه مطمـئنه او فضاء خاموشه وه؛ د شپې سکون را پورته سوی وو او شپه په خنکۍ کي غرقه وه. بشپړ کلی صحرا ته راوتلی وو. څنگه چي مېلمانه د تکلّف او نمائش نه پاک ول همغسي کوربه وو هم د زړه له کومي د میني او الفت گلونه شیندل.

 

په دې ایمان ځلوونکې ټولنه او د شپې په سکون کي د امام شهید وینا هم د ماحول مطابق وه؛ د امام له خولې راوتونکی هر توری د خلکو زړونو ته ننوتی. د کليوال اسلوب په مناسبت ده په ډېر ساده او عام فهمه انداز کي دعوت وکړ. خلکو بار بار په گرمو شعارونو او تودو اوښکو د خپل زړه د جذباتو اظهار وکړ. چي کله وینا ختمه سوه نو هر فرد به د امام خواوشا ته د بورا په شان را گرځېدو؛ دوی په دې شپه ډېر څه موندلي وو. د خلکو تر رخصتولو وروسته موږ هغه ساده اطاق ته راغلو چي هلته مو د شپې تېرولو اراده کړې وه؛ د خاورو او خټو دا اطاق مو ډېر خوښ سو. دا اطاق د خلوص ښکلي بوی او بې ریا میني معطر کړی وو؛ دلته نه ښکلي مېزونه او کرسۍ پرتې وې او نه غالۍ او قندیلونه موجود ول؛ خو بیا هم تر ننه د دې اطاق انځور زما په سترگو کي موجود دئ. ملگرو د شپې د ډوډۍ لپاره دسترخوان وغوړوی، لوښي ډېر پاک، ځلېدونکي او ښکلي ول؛ د کلیوالو خلکو دغه عام خواړه ډېر خوندور ول. هغه شپه مي کله هم نه هیریږي. قرآنِ مجید د حضوؐر او د ده د لارویانو منصب داسي ښیي:

 

قُلْ هٰذِهِۦ سَبِيلِىٓ أَدْعُوٓا إِلَى اللَّهِ ۚ عَلٰى بَصِيرَةٍ أَنَا۠ وَمَنِ اتَّبَعَنِى ۖ وَسُبْحٰنَ اللَّهِ وَمَآ أَنَا۠ مِنَ الْمُشْرِكِينَ.

ژباړه: ته دوى ته په ډاگه ووايه: زما لاره خو دغه ده، زه د الله لوري ته دعوت كوم. زه پخپله په پوره رڼا کي خپله لاره وينم او زما ملگري هم؛ او الله پاک دئ. او له مشركانو سره زما څه اړیکه نسته. (سُوۡرَةُ یُوسُف: ۱۰۸)

 

   د اسکندریــې سفر:

 

امام شهید یوه ورځ زه د ځان سره اسکندریې ته د سفر لپاره دعوت کړم. ما دا خپل نېکبختي وبلله چي د حسن البناء په ملگرتیا کي د یوه بل سفر موقع راپه برخه سوه. د اورگاډي له سټېشن نه موږ په یوه موټر کي سپاره سوو؛ چي کله خپل پر څوکیو کښېنستلو نو تر مختصرو خبرو وروسته عام مرشد (شهید امام حسن البناء) د یوه کوچني سفري بکس نه د قرآن مجید یوه وړه نسخه را وایستله او په تلاوت مصروف سو. د امام حسن البناء دا تقریباً مستقل معمول وو چي په سفر کي به ئې قرآن له ځان سره ساته او په سفر و حضر کي به ئې روزانه د قرآن په تلاوت باندي ډېر وخت تېراوه. د اخوان ډېرو ملگرو هم د امام دا تگلاره خپله کړې ده او زه هم پرلپسې عمل پرې کوم.

 

د خدیو اسماعیل د اورگاډي پر سټېشن موږ له اورگاډي کښته سولو او د عوامو د معیار مطابق مو په یوه واړه هوټل کي قیام وکړ. هوټل ته تر ورسېدلو وروسته مو تر هر څه مخکي د ماپښین لمونځ ادا کړ؛ تر لمانځه وروسته قدرمن مرشد د خوراک خواهش څرگند کړ؛ په دې هوټل کي یوازي د قیام انتظام وو د خوړو اهتمام پکې نه وو. نو ما عرض وکړ: تاسي په خوراک کي څه شی خوښوئ؟! ده په ځواب کي وویل: "بس ډوډۍ، پنیر او انگور راوړئ!" د شیانو تر چمتو کولو وروسته مو ډوډۍ وخوړله او تر خوراک وروسته مو د مختصر وخت لپاره قیلوله (غرمنی سنت خوب) وکړه او د مازدیگر د اذان پر وخت را پورته سوو. د مازدیگر تر لمونځ اداء کولو وروسته د ټرانسپورټ په بس کي سپاره سوو او "قباري" ته ورسېدلو؛ دلته د پروگرام مطابق امام حسن البناء شهید د مازدیگر تر لمانځه وروسته د قرآن درس ورکاوه. موږ پر مناسب وخت ټاکل سوي ځای ته ورسېدلو؛ د جومات امام عام مرشد ته د وینا کولو دعوت ورکړ؛ امام حسن البناء ډېره ایماني وینا واوروله او تر دې وروسته مو د سیمه اییزو خلکو نه اجازه واخیسته او روان سولو.

 

د دې سفر پر وخت یوه جالبه کیسه پېښه سوه چي ظاهراً خو کوچنۍ غوندي ده خو د خپل اهمیت له مخي د دې وړ ده چي یادونه ئې وسي؛ په ترمینل کي خلک موټرونو ته ورپورته کېدل او بیا به د ټکټونو جمع کوونکی راتلو او کرایه به ئې ټولوله او د سټېشن ټیکټ به ئې جاري کاوه؛ البته د دې سفر په وخت کي نه ټکټ ټولونکی زموږ خواته راغی او نه هم زموږ ټکټ وسو.

 

تر کښته کېدلو مخکي امام شهید زما نه وپوښتل: "تا ټکټونه ترلاسه کړي دي؟!" ما وویل: "نه ټکټ ټولوونکی زموږ خوا ته نه دئ راغلی!" ده وویل: "که هغه نه دئ راغلی نو دا زموږ دنده ده چي موږ ئې راوغواړو او ټکټونه ترلاسه کړو!!" ما وویل: "ممکن هغه تاسي پېژندلي یاست او قصداً کرایه ونه غواړي." ده تر کښته کېدلو مخکي راته وویل: "وروره! دئ څه حق لري؟ دا ټرانسپورټ خو د ده شخصي مِلکیت نه دئ؛ دا خو د هغه شرکت مال دئ چي چلوي ئې؛ که کوم سړی غواړي چا ته گټه ور ورسوي یا ئې مرسته وکړي نو باید له خپله جېبه مصرف وکړي نه دا چي د نورو خلکو په مال کي په تصرف کولو سره داسي کوم کار ترسره کړي."

 

ما ټکټ ټولونکي ته ور ږغ کړه؛ چي کله راغی نو ټکټ مي ترې وغوښتی؛ ده وویل: "محترمه! ما تاسي ولیدلئ! تاسي ټکټ مه کوئ!! دا بهرنی ټرانسپورټي شرکت دئ." امام هم دا خبري اورېدلې؛ وئې خندل او وئې فرمایل: "داخلي دئ او که بهرنی؛ هیڅوک ئې نباید له حق نه محروم کړی سي؛ الله تعالی دي تا ته هدایت او اجر درکړي؛ د دوو ټکټونو پیسې واخله او ټکټونه راکړه." ما هغه ته کرایه ورکړه او ده ټکټونه.

امام شهید به تل د کرايې تر اداء کولو وروسته د ټکټ غوښتنه کوله.

 

د دې عظیم انسان په روزنه کي زما څو کلونه تېر سول؛ همدې روزني زه له انسانیت سره آشنا کړم؛ د دې عظیم مربي سالم زړه د رُشد و هدایت سرچینه وو. ده په خپل عمل سره دا خبره را زده کړه چي د انسانانو تر منځ عدل و انصاف قائمول د اسلام اساسي غوښتنه ده. د یو انسان چي دین او ملّیت هر څه وي خو د یوه انسان په حیث دا د ده حق دئ چي عدل ورسره وسي. د قرآن حکیم د دې آیت ژوندی مثال د امام حسن البناء په ژوند کي کتلی سو:

 

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا كُونُوا قَوّٰمِينَ لِلَّهِ شُهَدَآءَ بِالْقِسْطِ ۖ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَـَٔانُ قَوْمٍ عَلٰىٓ أَلَّا تَعْدِلُوا ۚ اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوٰى ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ

ژباړه: اې مؤمنانو! د الله لپاره پر رښتينولۍ ولاړ او د عدل شاهدان اوسئ! د کومي ډلي دښمني دي تاسي دومره را ونه پاروي چي له عدالت څخه واوړئ. عدالت وکړئ! دا له پرهېږگارۍ سره نږدې اړیکه لري. د الله له وېري سره كار كوئ، هر څه چي تاسي كوئ، الله پرې پوره خبر دئ. (سُوۡرَةُ المَائدة : ۸)

 

   د یوه په زړه پوري سفــر کیسه:

 

موږ ته یو ځل قدرمن ورور العیلي مرحوم د وینا بلنه راکړه؛ ده په خپله دعوت پاڼه کي لیکلي وو: "د ماښام او ماخستن د لمونځونو تر منځ به په یوه جومات کي د عوامو په حضور کي د اسلام دعوت وړاندي کړئ او بیا به د شپې ډوډۍ او قیام هملته وکړئ!"

دا غونډه د "منـیا" ښار په یوه کلي کي ترتیب سوې وه؛ امام شهید بلني ته لبیک ووایه او زما سره په سفر روان سو.

 

زموږ کوربه د اورگاډي پر سټېشن زموږ تر هرکلي کولو وروسته موږ سیده جومات ته بوتلو؛ د ماښام تر لمانځه وروسته امام حسن البناء په ډېر عجز او فصاحت سره ډېره منظمه وینا وکړه چي عنوان ئې وو: "د الله تعالی اطاعت او له حرامو ځان ساتنه."

په همدې تقریر کي امام شهید د اسلامي دعوت د احیاء او د هغه سره د زړه لگولو اړتیا او ارزښت بیان کړ. ده د خلکو په اذهانو کي دا خبره کښېنوله چي د بریا لاره یوه ده؛ په دنیا کي هم او په آخرت کي هم او هغه د حق د کلمې د سرلوړۍ رښتینې لاره ده.

 

چي څنگه وینا پای ته ورسېدله نو خلک د امام شهید سره د ملاقات لپاره را ولاړ سول؛ هر سړی د دې عظیم مېلمه لپاره د احترام مجسمه نښه وگرځېده او د ده سره د روغبړ کولو او سینې سره لگولو لپاره ئې د خپل نوبت په انتظار ودرېدل. د خلکو جذبات، احترامات او مینه به د دوی له څېرو نه له ورایه ښکارېده؛ خلکو د امام لاسونه او تندی ښکلاوه او د تحریک د بریا لپاره ئې دعاوي ورته کولې. دلته د ماخستن تر لمانځه وروسته د شپې تېرولو لپاره موږ د خپل کوربه سره مېلمستون ته ولاړو.

 

په کوم مېلمستون کي چي زموږ قیام وو هغه د دې کلي د خلکو تر تصرف لاندي وو؛ زموږ کوربه راته وویل چي د سیمي مشر به په مېلمستون کي زموږ سره وگوري؛ خو د نوموړي دلته هیڅ پته نه وه. موږ د دې مېلمستون د خوب اطاق ته ورغلو چي دوه کټونه پکې پراته ول. زموږ ملگري زموږ نه اجازه واخیسته چي زه ځم د کلي مشر ته ستاسي د راتلو خبر ورکوم؛ دی ولاړی او موږ تر نیمي شپې پوري د ده په انتظار کښېنستو؛ د انتظار دا اوږدې شېبې ډېري غمونکي وې.

 

امام شهید په ډېره دردونکې لهجه د قرآن حکیم تلاوت پیل کړ؛ دی به د تلاوت پر وخت د هغه په تورو او ژباړه کي غرق سو؛ بیا ئې د مسلمانانو پر ځورونکي حالت د حسرت و تأسف اشعار وویل. په دغو اشعارو کي د امت له دین نه لري والی او د دین د داعیانو سره د بې رُخـۍ مضمون په ډېر دردناک انداز کي انځور سوی وو. په لږ وخت کي امام شهید زما د زړه کیفیت درک کړ چي هسي نه ملگری ئې (زه) د نا امیدۍ او غم ښکار نسي او حوصله له لاسه ورنکړي نو د خپل ږغ جهت ته ئې تغییر ورکړ او د هیلو او امیدونو وَر ئې پرانیستی.

 

اوس ئې د قرآن هغه آیتونه تلاوت کول چي د فتحي او بریا زېري پکې اورول سوي وو او د حق د پلویانو دبریاوو یادوني پکې ذکر سوي وې. په همدې مناسبت ده داسي اشعار انتخاب کړل چي بزدلانو ته ئې د مېړاني لار ور ښودله او نا هیلو زړونو ته ئې د رڼا څرک ښکاره کاوه.

په همدې وخت کي زموږ ملگری د کلي د مشر سره تر ملاقات وروسته را ستون سو او په بخښني غوښتلو سره ئې وویل: "ما د کلي مشر د سیند پر غاړه په یوه کلب کي ولیدی چي هلته د یوه دولتي افسر سره په ټوکو لگـیا وو. ما ده ته ستاسي د را رسېدلو خبر ورکړ؛ خو هغه د سلام په رالېږلو سره له ملاقاته معذرت وکړ."

 

زموږ کوربه خپله هم ډېر پښېمانه او خفه وو خو بېچاره څه کولی سول. موږ ته تر خبر را رسولو سمدستي وروسته خپل کورته ولاړی او زموږ لپاره ئې ډوډۍ راوړه. موږ په ډېر شوق سره ډوډۍ وخوړله او د خپل کوربه ملگري نه مو مننه وکړه؛ شپه خو تېره سوه مگر تر شا ئې د عبرت او درس یادونه پرېښودل. دا خو بس یوه شپه وه. داسي نوري ډېري شپې په نورو ښارونو او کلیو کي دې ته په ورته حالاتو کي د امام شهید تر څنگ د تېرولو مواقع راپه برخه سوي دي. الله تعالی د ځینو خلکو حالت په قرآن مجید کي داسي بیان کړی دئ:

 

وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ ءَامَنُوا قَالُوٓا ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلٰى شَيٰطِينِهِمْ قَالُوٓا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِءُونَ. اللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِى طُغْيٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ. أُولٰٓئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلٰلَةَ بِالْهُدٰى فَمَا رَبِحَت تِّجٰرَتُهُمْ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ

ژباړه: كله چي دوى له مؤمنانو سره يو ځاى سي نو وايي چي: "موږ ايمان راوړی دئ." – او كله چي په گوښه ځاى كي له خپلو شيطانانو سره يو ځاى سي نو وايي چي: "په اصل كي خو موږ له تاسي سره يو او په دې خلكو ملنډي وهو." الله په دوی ملنډي وهي (سزا وركوي) او دوى ته په خپله سركښي کي داسي مهلت ورکوي چي حیران پاته وي. دا هغه كسان دي چي د هدايت په بدل كي ئې گمراهي اخیستې ده. خو دا تجارت د دوی لپاره گټور نه دئ او دوى هيڅکله پر سمه لاره نه دي. (سُوۡرَةُ البَقَرَة: ۱۴-۱۶)

 

   حالات څنگــه بدلیږي؟!

 

د امام شهید د کوم سفر یادونه چي همدا اوس وسوه هغه د اخوان تر تأسیس څو کلونو وروسته پېښه سوې واقعه وه؛ تاسي ولیدل چي د دې کلي د نفوذ او قوت خاوندانو د امام سره د لیدني او د هغه د مېلمه پالني نه عذر وکړ؛ د اخوان قافله د لوړو ژورو تر تېرولو وروسته د خپل منزل په لور همداسي روانه وه.

 

د ۱۹۴۹ع کال د فرورۍ پر ۱۲ مه امام په شـهادت ورسول سو خو د تحریک کار پرلپسې په خپرېدلو وو. د استعماري قوتونو نانځکه شاه فاروق واکمن وو چي له ده نه د ژغورني په موخه د ۱۹۵۲ع په جولای میاشت کي د اخوان په بشپړ ملاتړ او مرسته فوځي انقلاب راغلی وو. که د اخوان اثرات او نفوذ د انقلاب تر شا نه وی نو دا انقلاب به کله هم بریالی سوی نه وو؛ مصریان د شاه فاروق د بدکردارۍ او ظلم او جبر نه په تنگ سوي وو؛ د دوی سترگي د اخوان المسلمین په لور اوښتي وې چي کله انقلاب راغی نو په پیل کي ئې ټول مصري ملت د هوساکۍ ساه وایستله او د اخوان د تعریف او تحسین شور گډ سو؛ هغه وخت جناب حسن الهـضیبي رحمه الله د اخوان عام مرشد وو؛ د منیا ښار یوه کلي ته دوهم عام مرشد (حسن الهضیبي) په کومه غونډه کي د گډون په موخه تشریف یووړ خو اوس صورتحال او بشپړه فضا بالکل بدله سوې وه. د دې سیمي یو مشهور سیاسي شخصیت چي څو ځله په ټاکنو کي بریالی سوی وو او د خپل اخوان دښمنۍ په تړاؤ په بشپړه سیمه کي ډېر مشهور هم وو د عام مرشد په خدمت کي حاضر سو. دې سیاسي مشر په ډېر ټینگار، عاجزۍ او چاپلوسۍ سره له عام مرشد نه غوښتنه وکړه چي: که زما غرېب خانې ته د څو شېبو لپاره راسئ او ما ته عزت را وبخښئ نو

شیخ الهضیبي خاموش طبیعته سړی وو؛ هغه وفرمايل: "موږ چي کله کومي سیمي ته ورځو نو زموږ بشپړ پروگرام زموږ سیمه اییز مسئولین مرتب کوي؛ تاسي له هغوی سره خبره وکړئ!."

 

په دې ډول مي ولیدل چي ۲۰-کلونه مخکي چي کومو خلکو د اخوان د مشرانو سره په لیدنو کي خپل سپکاوی احساساوه اوس لاس تړلي د عام مرشد په خدمت کي حاضرۍ ورکوي؛ چي کله پروگرام ترتیب سو نو عام مرشد د پنځه/لس دقیقو لپاره د دې "سیاسي سړي" محل ته تشریف یووړ او د یوې پیالې چای تر څښلو وروسته بیرته راستون سو. په دې وخت کي د سیمي ټول سیاسي مشران، مذهبي لارښوونکي، علماء، مشایخ او پانگوال لاس پر نامه د امام هرکلي ته ولاړ ول. د عوامو یو ستر شمېر هم دلته موجود وو؛ شعارونه ورکول سول، هوائي ډزي وسوې او "سیاسي مشر" ډېر خوشاله سو چي د ده عزت او وقار اضافه سو. په حقیقت کي د را پورته کېدونکي لمر معبودینو گمان کاوه چي اوس اقتدار د اخوان په لاس کي دئ؛ دوی تل خپله قبله د قدرت د خاوندانو پر لور سموي.

 

حالاتو بل جهت ونیوی او اخوان د تکالیفو د سخت ترین دوران سره لاس گرېوان سو؛ خو د دې پېښي په یادولو سره زه فکر کوم چي څنفه کمزورو او بې آسرې خلکو ته الله تعالی قوت او همت ورپه برخه کوي. الله تعالی په قرآن کي فرمایي:

 

وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِى الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوٰرِثِينَ. وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِى الْأَرْضِ وَنُرِىَ فِرْعَوْنَ وَهٰمٰنَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُم مَّا كَانُوا يَحْذَرُونَ

ژباړه: او موږ دا اراده درلوده چي پر هغو خلكو چي په زمکه کي ذليل گرځول سوي ول مهرباني وکړو، رهبران ئې وگرځوو او همغوی وارثان وگرځوو. او په زمکه کي حكومت ورکړو او له هغو څخه به فرعون، هامان او د هغو لښكرو ته همغه څه وروښيو چي له هغو سره ئې وېره وه. (سُوۡرَةُ القَصَص: ۵-۶)