ډېپرېشن‌ څه شئ دی؟

مۍ 27, 2025 - 04:57
سپتمبر 5, 2025 - 05:06
 0  2
ډېپرېشن‌ څه شئ دی؟

عبد الرحمن سلیم

 

یو وخت مې په آزادي رادیو هفته نامه یا اخبار کې لوستي ؤ چې ۹۰ فیصده افغانان رواني ستونزي لري. هغه وخت فکر کوم د ۹ صنف متعلم ؤ، او د آزادي رادیو دغه راپور مې خندلي ؤ چې دا دروغ دي. دا خندل او نه منل ځکه ؤ چې هغه وخت ما فکر کوو چې یواځې هغه لیونیان چې خپل کمیس په سر تړي، هغه رواني او عصبي مریضان دي، خو د طب فاکلتې په دوران کې پوه شم چې هغه وخت آزادي رادیو په هغه راپور کې احتیاط شوی ؤ او ممکن د رواني ناروغانو فیصدي په افغانستان کې تر هغه هم زیاد وي، ځکه چې شرایط ورته مساعد دي. 

دې ورځو کې د افغان مهاجرینو له لورې په میزبان هیوادونو کې  د رواني ستونزو له امله د اخ و ډب مسایل ګرم دي. په دې کې بیا عام افغانان یواځې دماغي انحطاط یا ډېپرېشن پیژني، خو نور تکلیفونه او حالتونه نه پیژني او هر رواني ستونزې ته دوی ډېپرېشن وایي.  ډېپرېشن څه دي او څنګه تشخیص کیږي ؟  لاندې یې ولولئ ! 

 
ډېپرېشن یو عام خو جدي رواني اختلال دی چې د دوامداره خفګان، نااميدي، او په تفریحي کارونو کې د عدم علاقې له لارې تشخیص کیدی شي. دا حالت د انسان پر احساساتو، افکارو، او ورځني ژوند باندې جدي اغېز کوي.

د رواني اختلالاتو د تشخیص لارښود یا DSM-5 له مخې
مهم یا اصلي ډېپرېشن اختلال (Major Depressive Disorder) هغه  حالت ته وایي چې لاندې علایمو څخه ۵ علایم  لږ تر لږه ۲ هفتې دوام وکړي او په لاندې علایمو کې یو یې خامخا خفه، یا غمګین اوسیدل او ورځني یا تفریحي کارونو کې عدم علاقه وي. 

د پورته دوه علایمو څخه باید یو او پاته نور علایم دغه دي؛ 

۳- د وزن او اشتها کموالۍ یا زیاتوالۍ
۴- بیخوبي یا هم ډېر خوب کول
۵- ستړیا یا هم د انرژي نشتوالۍ
۶- د ګناه احساس یا ځان بې ارزښته ګڼل
۷- د فکري تمرکز نشتوالۍ
۸- د ځان وژنې افکار  ذهن ته راتلل

کله چې دغه پورته نښې موجودې وي او دا د دې باعث شي چې د انسان په ورځني، مسلکي ، او ټولنیز ژوند کې بدلون راولي یا یې هم مختل کړي،  او دا حالت د کوم بلې ناروغي ، موسم،  د مور او پلار یا خپل خپلوان د لاسه ورکولو له امله یا هم د مواد مخدر له امله نه وي،  نو اصلي یا مهم ډېپرېشن ګڼل کیږي.  البته  که د موسم، د خپلوانو د مرګ یا حادثې له امله هم څوک هغه پورته نښې د دوه هفتو څخه د زیاد وخت لپاره لري، هغه هم ډېپرېشن دی، خو هغه اکثریت مطلق وخت تداوي ته ضرورت نه لري او مؤقتي وي، خو د هغه پرته باید تداوي شي. 

که څوک دغه نښې لري، نو هیله ده چې د رواني امراضو متخصص سره دې مشوره وکړي او خپل غم دې وخوري.  البته زه د دواړو، دوایي معالجې او د مشاورو طرفدار یم او د هغه نظر مطلق مخالف یم چې څوک وایي رواني امراض دوا ته ضرورت نه لري.  زمونږ وطن کې ځینو روانشناسانو د سوشل میډیا او نورو پلټفارمونو له لارې دغه ذهنیت ترویجولو هڅه کړې ده چې رواني امراض باید یواځې د مشاورو له لارې معالجه شي او تداوي  یا د دوا تطبیق ته ضرورت نشته دی، خو دا د مریض وضعیت او د هغه رواني تکلیف پورې ده او عمومي حکم کول ناسم دي.  دوی ډاکټران متهم کوي چې خلک په دوا روږدي کوي  خو دا فقط او فقط د داکترانو تخریب او د خپل ځان لپاره مارکیټ جوړونه ده. 

از ما باز هم یک گفتن بود، نور مسؤلیت او خوښه ستاسې خپله ده، څوک مو زوره جنت ته هم نه شي وړلئ.