مهم ترین های امروز یکشنبه
🖌️: د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د اسلامي امارت کمیسیون وايي، د تېرې جمعې په ورځ له پاکستان او ایرانه یو زر او ۴۲ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۵ زره او ۵۱۳ تنو ته رسیږي، راستنې شوې دي.
دغه کورنۍ د ننګرهار له تورخم، د کندهار له سپین بولدک، د نیمروز د ورېښمو لارې او د هرات د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راغلي دي. تر دې وړاندې، د پنجشنبې په ورځ هم له ایران او پاکستانه یو زر او ۱۵ کورنۍ راستنې شوې وې.
🖌️: هدایتالله همدرد، رییس آمادگی مبارزه با رویدادهای طبیعی بغلان، اعلام کرد که در پی سرازیر شدن سیلاب در ناوقت شب گذشته و صبح امروز (یکشنبه)، شاهراه کابل-بغلان در ولسوالی دوشی مسدود شده است.
به گفته او، جاده ولسوالی خنجان به سه ولسوالی اندرابها نیز در منطقه «باجگاه» بسته شده و سیلاب همچنین سبب تخریب خانههای مسکونی و زمینهای زراعتی گردیده است. تلاشها برای بازگشایی مسیرهای مسدود شده جریان دارد.
🖌️: رییس آمادگی مبارزه با رویدادهای طبیعی بغلان، میگوید مسیر شاهراه کابل-بغلان که در نتیجه سرازیر شدن سیلاب مسدود شده بود، دوباره باز شده است.
🖌️: د بغلان امنیه قومنداني وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بغلان - کابل پر لویه لاره، د دغه ولایت په خنجان او دوشي ولسواليو کې د بېلابېلو ټرافیکو پېښو له امله ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
🖌️: د خوست له ولایت مقام خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه ولایت د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو ۸۲۹ بېلابېل ډوله هغه وسایل او توکي راټول او سوځولي چې له «شرعي اصولو سره په ټکر» کې وو.
په دغو توکو کې قلیون، د موسیقۍ وسایل او هغه پردې شاملې وې چې د روحلرونکو موجوداتو عکسونه پرې چاپ شوي وو.
🖌️: یک مهاجر افغان که بهتازگی از پاکستان بازگشته و در شهر جلالآباد، مرکز ولایت ننگرهار، ساکن شده است، میگوید با مشکلات جدی معیشتی روبهرو است.
این مرد که «ثمین» نام دارد، میافزاید یکی از پسرانش دارای معلولیت است و پسر دیگرش با مشکلات روانی دستوپنجه نرم میکند؛ موضوعی که زندگی روزمره آنان را با دشواریهای فراوان همراه ساخته است.
🖌️: د کور او ښار جوړونې وزارت په کابل کې د ټرافیکي ګڼهګوڼې د کمولو لپاره د حل لارو په اړه د بحث لپاره د یوې غونډې اعلان وکړ.
په دې غونډه کې، چې بېلابېلو ادارو په کې ګډون کړی و؛ د حل لارو په توګه په څو پوړیزو ودانیو کې د ځمکې لاندې پر پارکینګ ځایونو جوړولو ټینګار وشو.
همدارنګه د ښار له مرکز څخه د منډوي لېږدولو په اړه غور کول، د ښار په څنډو کې د سوداګریزو سیمو پراختیا او د معیاري بس سټیشنونو جوړول د پرېکړې نور وړاندیزونه دي.
🖌️: ریچارد بنت، گزارشگر ویژه سازمان ملل در مورد وضعیت حقوق بشر افغانستان، در بیانیهای که به مناسبت روز جهانی آزادی مطبوعات منتشر کرده گفته است، مقامات افغان باید همه خبرنگاران زندانی را بدون قید و شرط آزاد کنند. بنت از حکومت خواسته است اطمینان دهد که کارکنان رسانهها میتوانند بدون انتقام، آزار و اذیت یا دستگیرشدن، به کار خود ادامه دهند.
🖌️: ایراني رسنۍ وایي، دغه هېواد قطر کې د امریکا پر یوه پوځي اډه برید کړی.
د راپورونو له مخې د ایران له دې برید وروسته په سیمه کې د مېشتو امریکایي پوځیانو ترمنځ ګډوډي رامنځته شوې ده.
🖌️: د راپورنو له مخې، د روسیې په تومسک سیمه کې د تېزو بادونو او توفان له امله ځنګلي اورلګېدنه په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او تر اوسه یې ۱۶ کورونه ویجاړ کړي.
چارواکو ویلي، پېښه تر اوسه ځاني تلفات نهلري.
🖌️: د چین هېواد سوداګرۍ وزارت وايي، چین د امریکا له خوا یو طرفه بندیزونه په رسمیت نه پېژني.
د امریکا متحده ایالتونو د چین پر پنځو تېل تصفیه کوونکو شرکتونو له ایران څخه د نفتو واردولو له امله بندیزونه لګولي.
د چین سوداګرۍ وزارت دغو شرکتونو ته امر کړی چې د امریکا له بندیزونو پیروي ونه کړي. په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دغه امر د چین له ملي حاکمیت، امنیت، ګټو او د خپلو خلکو له مشروع حقونو څخه د ساتنې په موخه ورکړل شوی.
🖌️: د هسپانیې بهرنیو چارو وزارت له اسراییلو څخه غوښتي چې غزې ته د ورتلونکي بشرپاله کاروان یوې بېړۍ کې د نیول شوي فلسطین الاصله هسپانوي نیول ناقانونه بللي او د نوموړي ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې. د یاد وزارت معلوماتو له مخې د اسراییلو یوې محکمې د نوموړي بند موده دوه ورځې نوره هم غځولې.
🖌️: دونالد ترمپ، رئیسجمهور امریکا، در یک گردهمایی در فلوریدا بار دیگر از جاگذاشتن تجهیزات نظامی در افغانستان در دوره حکومت جو بایدن انتقاد کرده و گفته است که این کار «احمقان» امریکا را شرمسار کرد.
🖌️: د الجزیرې خبري شبکې له «فلایټ رادار ۲۴» اوبپاڼې د معلوماتو له مخې راپور ورکړی، چې له اروپا څخه منځني ختیځ ته د امریکا د پوځي الوتکو الوتنې د پام وړ ډېرې شوي، چې په ټوله کې د ټرانسپورټ او تېلو ډکولو الوتکې رانغاړي.
سیمې ته لېږل شوې ډېری الوتکې C-17A ګلوب ماسټر III پوځي کارګو الوتکې وې، چې هره یوه یې شاوخوا ۷۷ ټنه تجهیزاتو او شاوخوا ۱۰۰ کسانو د لېږدولو وړتیا لري.
د راپور له مخې؛ لږ تر لږه ۱۲ ټرانسپورټي الوتکې منځني ختیځ ته روانې وې، چې ځینې یې له جرمني څخه الوتنې کړې دي.
🖌️: د پاکستان د اپوزېسیون مشر، محمودخان اڅکزي ویلي، افغانستان د برېټانیوي هند او پخواني شوروي هدیره ګرځېدلې او امریکا هم په دغه هېواد کې له کړاوونو سره مخ شوې وه.
هغه ویلي، د افغانستان نیول ښایي د ګاونډیانو لپاره اسانه وي خو ساتل یې سخت کار دی. اڅکزي زیاته کړې چې دا ډول «شوق» د پاکستان لپاره ډېر خطرناک دی او اجازه باید ورنکړ شي چې دغه هېواد د پاکستان پر هدیرې هم بدل شي.
دغه پښتون سیاستوال ویلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي په مشرۍ دې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو په ګډون د پاکستان او افغانستان ترمنځ مخامخ خبرې وشي او ستونزې دې د خبرو له لارې حل شي.
🖌️: افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لینډزي پر اېکس لیکلي چې د مې درېمې د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت غواړي د بیان د ازادۍ پر اهمیټ ټینګار وکړي.
هغه لیکلي: «د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت، غواړم د بیان د ازادۍ پر اهمیت ټینګار وکړم. تېره اوونۍ مې له افغان خبریالانو سره ولیدل چې په سختو شرایطو کې خپل مهم کار ته دوام ورکوي.»
د نوموړي په خبره، افغان خبریالان د خپلو خلکو، اندېښنو، غوښتنو او غږ ته انعکاس ورکوي.
🖌️: قرار است فردا (دوشنبه، ۴ می) دادگاه محلی در سیدنی آسترالیا جلسهای را برای بررسی پرونده بن رابرت اسمیت، افسر پیشین نیروهای ویژه این کشور که به ارتکاب جنایت جنگی در افغانستان متهم است، برگزار کند.
دفتر دادستانی جرمهای عمومی در این جلسه، میزان دسترسی عمومی به اطلاعات پرونده و هویت شاهدان رویداد را بررسی میکند.
هدف این نشست، ارزیابی نهایی درخواست «عدم نشر» است؛ درخواستی که پیشتر بهگونه موقت صادر شده و اکنون دادگاه باید درباره تمدید یا لغو آن تصمیمگیری کند.
🖌️: سازمان عفو بینالملل به مناسبت روز جهانی آزادی مطبوعات اعلام کرده است که سال ۲۰۲۵ «مرگبارترین سال ثبتشده» برای خبرنگاران در سراسر جهان بوده؛ سالی که در آن ۱۲۹ خبرنگار کشته شدهاند.
در خبرنامه این سازمان، به نقل از گزارش کمیته حفاظت از خبرنگاران آمده که دو سوم این کشتهها به اسراییل نسبت داده شده و نوار غزه مرگبارترین مکان برای گزارشدهی بوده است.
🖌️: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، ډېر ژر به د ایران له لوري د جګړې پایته رسولو لپاره نوې طرحه وڅېړي خو په خبره یې: «فکر نه کوم چې د منلو وي.»
تر دې وړاندې ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې تهران د جګړې پایته رسولو لپاره واشنګټن ته ۱۴ مادهییزه طرحه استولې ده.
ایران په دې طرحه کې د بیاځلي برید د نه ترسره کولو د تضمین، د ایران له شاوخوا سیمو د امریکایي ځواکونو د وتلو، د سمندري محاصرې د پایته رسولو، د ایران د شتمنیو ازادولو، د بندیزونو د له منځه وړلو او د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړې د پایته رسولو غوښتنه کړې ده.
🖌️: الجزیرې راپور ورکړی چې حزبالله له تېرې ورځې راهیسې لبنان کې پر اسراییلي ځواکونو ډرون او توغندیز بریدونه پیل کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې اسراییل هم د لبنان په سویل کې پراخ بریدونه کړي، چې په تازه هغو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي.
🖌️: د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې تهران د واشنګټن د ۹ مادهییز وړاندیز په ځواب کې دغه هېواد ته د مذاکراتو لپاره خپله ۱۴ مادهییزه طرحه استولې، چې پکې د لنډمهالي اوربند پر ځای د جګړې پر پایته رسولو ټینګار شوی دی.
راپور کې راغلي چې ایران په دې طرحه کې د بیاځلي برید د نه ترسره کولو د تضمین، د ایران له شاوخوا سیمو د امریکایي ځواکونو د وتلو، د سمندري محاصرې د پایته رسولو، د ایران د شتمنیو ازادولو، د بندیزونو د له منځه وړلو او د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړې د پایته رسولو غوښتنه کړې ده.