تاسي توبې وباسئ! تاسي گناهکار یاست!!
تاسي توبې وباسئ! تاسي گناهکار یاست!! فرعون ته تاسي سجده کړې بلکي د سجدې نوعیت مو هم بدل کړی؛ د ټرمپ په قول چي بوینه ئې ښکلوئ!!!
دا همغه جنابان دي چي سید قطب ته ئې د اعدام پر وخت د کلمې تلقین کاوه؛ په داسي حال کي چي هغه پر همدې کلمه اعدام کېدی او جنابِ قاضي معاش ورباندي ترلاسه کاوه. نن هم دوی له امتــه لاره بېـله کړې!
د توبې ارزښت او ماهیت پر خپل ځای؛ خو دا چي دوی د: وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ… پر ځای او محل یوازي د يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا… تلقین درته کوي؛ همدا رانگ نمبرز دي...
دا دوه مبارک آیتونه یقیناً سره ټکر نه دي؛ هم توبه مهمه ده او هم د ظالم په مقابل کي د ځواک چمتو کول؛ د قرآن لارښووني یو اړخیزي نه دي بلکي د انسان باطن (توبه، اصلاح) او ظاهر (تدبیر، چمتووالی) دواړه سموي. کله چي یو آیت له خپل ځای او سیاق څخه جلا کېږي او یوازي هماغه تکرارېږي نو توازن له منځه ځي.
کوم دین چي وايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا… همدا دین دا امر هم کوي چي: وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ… دا دواړي سپارښتني یو مکمل فکر جوړوي: توبه زړه اصلاح کوي، نیت صفا کوي او انسان له گناه څخه راگرځوي؛ دوهم امر بیا د ژوند په چارو کي د چمتوالي او مسئولیت اخیستلو همداسي د ځان او امت پر ساتني ټینگار کوي. که یوازي توبه وي او عمل نه وي؛ نو کمزوري راځي؛ ممکن د هغې توبې ارزښت هم ډېر کم وي یا اصلاً نه وي. برعکس که بیا یوازي ځواک وي او اخلاق/تقویٰ نه وي؛ نو ظلم ته لاره هواریږي؛ لکه نن چې موږ شاهدان یو.
د قرآن توازن داسي دئ: ایمان + توبه + عمل + تدبیر + ځواک = سالمه ټولنه
هغه فکر چي خلک یوازي دعا او توبې ته راوبولي خو له مسئولیته، تدبیره او د ظالم پر وړاندي له مشروع دریځه ئې لیري کوي؛ په حقیقت کي نیمه نسخه وړاندي کوي؛ نیم حقیقت بیا اکثره وخت د حق خلاف نتیجه ورکوي. لکه موږ چي ولیدل چي دا رانگ نمبر د فرعون په صف کي ودرېدئ او پر یوه منتخب نظام ئې کودتا ته د مشروعیت ورکولو پوره ملاتړ وکړ. اسلام نه یوازي "ژړا" غواړي او نه یوازي "جگړه" بلکي بصیرت، اصلاح او متوازن اقدام غواړي.