قامپرستان د رهبرۍ له خلاء سره مخ دي
د قامپرستانو لویه بدبختی دا ده چي د استاذ وحیدالله مصلح صاحب په قول: "دوی د رهبرۍ له خلاء سره مخ دي." دوی که له نورو سره اختلاف لري نو د هغه اختلاف د رهبري کولو لپاره آيډیال مشران نه لري؛ ځکه بیا د کمونیستانو (خلقیانو/پرچمیانو) مشران تر لمنو نیسي؛ بیا نو مجبور دي د هغوی ښکنځلو او کفریاتو ته هم توجیهات ولټوي، قاتل ته ئې اتل ووایي، وطن فروش ته ئې د وطن مدافع او مردار ته ئې شهید.
دوی ځکه هم له کمونیستانو او سیکولرانو سره یو نا اعلان سوی ائتلاف لري او دا ائتلاف ئې یو ناقص مثلث¹ جوړوي؛ دوی په گډه مذهبي ذهنیت، مذهبي مشران او د روسانو پر ضد مقدس جـ.هاد ښکنځي؛ د انتقاد محور ئې هم یوازي مجاهـ.دین وي؛ کمونیستانو ته کامل برائت ورکوي؛ آیا دا طبقه د هېواد او هېوادوالو خواخوږې کېدلی سي؟!
هغه څوک ول چي په لومړي ځل ئې ارگ وویشتی، ملي بیرغ ئې راکښته کړ، یو ولسمشر ئې له خپلي پوره کورنۍ سره ترور کړ، هېواد ته ئې سره فوځونه راوستل، په زندانونو کې د شاهي کورنۍ پر مېرمنو جنسي تېري وکړل، په زرگونو انسانان ئې ژوندي تر خاورو لاندي کړي؟! او...
د دې ټولو ظلمونو باوجود راځي مـ.جاهدینو ته د جلال آباد د سقوط کولو پېغور ورکوي؛ خپل د ارگ سقوط بیا مېړانه بولي! دا بې حیاء طبقه ده؛ خپل کړي مشران ئې تر دوی هم بې حیاء او د ناروغ ذهنیت څښتنان ول؛ الحمد لله کمبله ئې هم د ابد لپاره ټوله سوه. دلته هر څوک حکومت کولی سي دوی نه... بیا هم الحمد لله
¹(کمونیست+سیکولر او قامپرست)