مهم ترین های امروز سه شنبه
🖌️: د امو دریا حوزه کې له ۵ نوو څاهګانو د نفتو را ایستنه پیل شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وایي، د امو دریا نفتي حوزې اړوند د زمرد سای په سیمه کې له پنځو نوو کیندل شویو څاهګانو د نفتو استخراج پیل شوی دی. د هغه په وینا، له دغو څاهګانو به د نفتو ورځنۍ د استخراج کچه شاوخوا ۵۰۰ متره مکعب وي.
🖌️: دو ملیپوش کشتی افغانستان در ادامه بازیهای آسیایی ساحلی در چین، موفق شدند حریفان خود از بنگلهدیش و بحرین را شکست دهند.
این رقابتها بامداد امروز (سهشنبه) به وقت کابل در شهر سانیا برگزار شد؛ جایی که احمد فرخ شریفی توانست حریف بنگلهدیشی خود را با نتیجه یک بر صفر مغلوب کند. همچنان شهرام مهربان در وزن ۷۰ کیلوگرام با عملکرد درخشان، نماینده بحرین را شکست داد.
🖌️: ضیا احمد تکل، رییس روابط عامه وزارت خارجه امارت اسلامی، به طلوعنیوز تایید کرد که ضمیر کابلوف، نماینده خاص رییسجمهور روسیه برای افغانستان، به کابل سفر کرده است.
آقای تکل افزوده است که او قرار است امروز (سهشنبه) با امیرخان متقی، وزیر خارجه امارت اسلامی، دیدار کند.
🖌️: عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د مبلغینو لپاره جوړ شوی قانون د اسلامي امارت د رهبر، شیخ هبت الله اخندزاده له لوري توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو. د مبلغینو قانون چې له دوو فصلونو او ۱۷ مادو جوړ دی د پلیتابه ځای یې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت دی.
په دغه قانون کې د یوه دعوت کوونکي (مبلغ) شرطونه، د دعوت طریقې، د دعوت وسایل، د دعوت کوونکي اداب مکلفیتونه ذکر شوي او حکمونه یې وړاندې شوي دي.
🖌️: د کورنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې لیکلي، خلیفه سراجالدین حقاني د ايران سفارت له سرپرست، عليرضا بيکدلي سره کتلي دي. د وزارت په وینا په دغه کتنه کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړوند په یو لړ موضوعاتو خبرې شوې دي.
🖌️: نن د غويي ۸مه د افغان مجاهدینو د بریالیتوب د ورځې په توګه نمانځل کیږي.
۳۳ کاله وړاندې په دغه ورځ مجاهدینو د ډاکټر نجیب الله حکومت نسکور کړ او د دوو میاشتو لپاره یې صبغت الله مجددي ولسمشر کړ. دغه ورځې ته ځینې کسان افغانستان کې د یوې اوږدې جګړې پای وايي خو نور یې بیا د یوې بلې کورنۍ جګړې پیل بولي.
اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې دغه ورځ د بري ورځ یاده کړې او زیاته کړې یې ده چې افغان مجاهدینو ۱۴ کلونه د دغې ورځې لپاره مبارزه وکړه.
🖌️: بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني احضار کړی او د کونړ مرکز کې پر پوهنتون سربېره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر ملکي موخو او عامه ځایونو د ترسره شویو بریدونو په تړاو یې خپل اعتراض لیک ور سپارلی دی. په همدې تړاو اعلامیه کې راغلي، د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د هوايي حریم نقض او د ملکي وګړو پر وړاندې بریدونه په کلکه غندلي او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا څرګند نقض یې د نړیوالو اصولو خلاف او پاروونکی عمل بللی دی.
د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان هغه ادعاوې چې ګواکې تاوتریخوالی د افغانستان له لورې رامنځته شوی، هم رد کړي او څرګندوي چې د وضعیت ریښې باید په دقت وڅېړل شي.
د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان اسلامي امارت د خپلې خاورې او خلکو د دفاع مشروع حق محفوظ بولي او له پاکستاني لوري غواړي چې له ورته کړنو ډډه وکړي او ور یادوې چې د ورته بېمسوولیته کړنو دوام به ناوړه عواقب ولري.