د کتاب نړيواله ورځ او څو اړينې مشورې
نن د کتاب نړيواله ورځ ده ، هغه ورځ چې بايد په احترام ونمانځله شي . زه خپله له کتاب سره ډېره مينه لرم او کتاب مې د ژوند خوږ ملګری دی ، چې نه رانه ستړی کېږي او نه را باندې غمېږي ، زه په سفر او حضر دواړو کې کتاب له ځان سره ګرځوم او کله کله په موټر کې هم مقاله ليکم ، يوه ورځ مې له کوره تر ښاره يوه ښکلې لنډه کيسه وليکله چې د لوستونکو لخوا په خورا مينه استقبال شوه. خو يو شی چې يادونه يې اړينه ګڼم دادی چې بايد دکمزورو ليکوالو او نيمچه ملايانو په کتابونو څوک ځکه بوخت نه شي ، چې يو خو پرې وخت ضايع کېږي او بل يې په منځپانګه باور کول د بې لارۍ سبب ګرځي. ډېری کسان چې نن لېونۍ فتواوې صادروي ، يا خرافاتو ته علم وايي او/ یا هم ابتذال ته تسلیمېږي ، آر لامل يې د کم علمه علماوو او مبتذلو ليکوالانو د کتابونو لوستل دي !! يو شی بل هم بايد هېر نه کړو چې هر کتاب بويه په ژوره توګه ولوستل شي او مضمرات يې د عقل په تله وتلل شي ، نه دا چې له تعمق پرته ولوستل شي او په ناقصو محتوياتو يې بې تامله باور وشي. ياد مو وي چې په ابتذال ککړو ليکوالانو کتابونه به تاسو ته ابتذال ډالۍ کړي ، او د تکفير په روحيه سنبال آثار به له تاسو نه تکفيريان جوړوي ؛ ځکه خو اړينه ده چې د کتاب په انتخاب کې له ژورتيا نه کار واخيستل شي .
« هم نشینی به از کتاب مخواه
که مصاحب بود گه وبیگاه
اینچنین همدم لطیف که دید
که نه رنجید و هم نرنجانید.»