مهم ترین های امروز سه شنبه

جولای 7, 2026 - 17:08
 0  0
مهم ترین های امروز سه شنبه

🖌️: د افغانستان کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی او چټک توپ اچوونکی، شاپور ځدراڼ په هند کې د ورپېښې ناروغۍ له امله تېره شپه ساه ورکړې ده.

‏هېواد ته د هغه د جنازې د رالېږدولو د کره وخت په اړه تر اوسه جزییات نه دي ورکړ شوي.

🖌️: ‏له پولیو پاک افغانستان پر اېکس لیکلي چې د پولیو (ګوزڼ) ضد واکسین کمپاین نن (سې‌شنبه) د کندهار ښار او د هلمند په لښکرګاه، نهر سراج، موسی‌کلا، واشېر او نادعلي/مارجې ولسوالیو کې ترسره کېږي.

‏له کورنیو غوښتل شوي چې خپل له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.

‏تر اوسه د عامې روغتیا وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

🖌️: ‏د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عطاءالله عمري، د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ د کرنې او مالدارۍ په برخو کې له هند سره د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه دغه هېواد ته تللی دی.

‏د وزارت په وینا، په دې سفر کې به د کرنیزو اړیکو، د تجربو د تبادلې، عصري ټکنالوژۍ او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو د پراختیا په اړه خبرې وشي.

🖌️: ‏د رییس الوزرا اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د برېښنا انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان د اسلامي امارت د رهبر له لوري منظور شوی دی.

‏په دغه پلان کې د اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو له سرچینو د برېښنا تولید، د لېږد مزو، سب‌سټېشنونو او توزیع لسګونه پروژې شاملې دي. د خبرپاڼې له مخې، د دې پلان پلي کېدل به پر وارداتي برېښنا اتکا کمه او د انرژۍ سکټور رول پیاوړی کړي.

🖌️: ‏د کرنې او مالدارۍ خونې ویلي چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو خونې، د هند د شمالي تخمونو ټولنې او د افغانستان نړۍوال نندارتون مرکز ترمنځ درې‌اړخیز تړون لاسلیک شوی دی.

‏دغه تړون به په راتلونکو کرنیزو نندارتونونو کې د هندي تولیدونکو ګډون اسانه او له منځنۍ آسیا سره سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.

🖌️: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د پخواني چټک توپ‌اچوونکي شاپور ځدراڼ پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

‏حامد کرزي پر اېکس لیکلي، شا‌پور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ له لومړنیو ستورو و او د ملي لوبډلې د پیاوړتیا او نړۍوال ځلاند حضور لپاره یې نه هېرېدونکې هڅې کړې وې.

‏هغه د شا‌پور ځدراڼ کورنۍ، دوستانو او ټولو هېوادوالو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي او نوموړي ته یې د جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر دعا کړې ده.

🖌️: ‏د کرېکټ د پخواني ملي لوبغاړي، شاپور ځدراڼ جنازه سبا مازیګر ۴ نیمې بجې کابل ته را رسیږي.

‏په پام کې ده چې د هغه جنازه د پنجشنبې پر ورځ د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شي.

🖌️: ‏د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له رییس الکساندر ډي کرو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر برهم احمد صالح سره کتلي دي.

‏بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان او ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو تر منځ د همکاریو پر پیاوړتیا، د افغان کډوالو پر وضعیت، بشري او پراختیايي مرستو، د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو، بدیل معیشت او د دوامدارو پراختیايي پروګرامونو په اړه خبرې شوې.

🖌️: ‏د خصوصي روغتونونو مسوولان دې له حزبي فعالیتونو ډډه وکړي - د عدلیې وزیر.

‏د اسلامي امارت عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د خصوصي روغتونونو له یو شمېر مسوولانو او ډاکټرانو سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې د خصوصي روغتونونو مسوولان باید له هر ډول حزبي فعالیتونو او حزبي اړیکو څخه ډډه وکړي.

‏د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا کتنه د دوشنبې پر ورځ( د چنګاښ پېنځلسمه ) د دغه وزارت په مقر کې ترسره شوې ده.

‏عبدالحکیم شرعي ویلي، چې ډاکټران د انسانیت او ټولنې د خدمت په برخه کې لوړ مقام لري او باید خپل مسوولیت پر رښتینولۍ ترسره کړي.

🖌️: ‏د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترکیې ته د سفر پرمهال څرګنده کړې چې له ناټو زیات ناهیلی شوی او که دغه ناسته ترکیه کې نه ترسره کېدای ممکن پکې ګډون به یې نه وای کړی.

‏ټرمپ اردوغان ستایلی او هغه یې ځواکمن مشر او پياوړی شخصیت بللی دی او وېنا یې ترکیه په پوځي لحاظ په ډېر ځواکمن هېواد بدل شوی دی.

🖌️: ‏په خوست کې ۱۴۰ کلنه دښمني پر دوستۍ بدله شوه.

‏د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سیمه‌ییزې ادارې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو د پرله‌پسې هڅو له لارې د دغه ولایت د تڼۍ ولسوالۍ اړوند د سنګیو په کلي کې د دوه کورنیو ۱۴۰ کلنه دښمني پر روغه جوړه او ورورولۍ بدله کړه.