د یحییٰ عیاش ځایناستی! - عبدالله البرغوثي
لیکوال: عبدالسلام خلیل
ژباړه: محمد هاشم شاهین
په موږ کي به څوک وي چي د انجنیر یحییٰ عیاش (المهندس) نوم ئې نه وي اورېدلی؟! هغه شخصیت چي د نوم له یادېدو سره ئې هغه مشهوره جمله هم ذهن ته راځي: "یو فلسطیني انجنیر چي د جبري مېشتو سویو یهودانو بسونه به ئې د خپل مسیر پر ځای دوزخ ته لېږل."
فلسطینیان هر کال د جنورۍ پر پنځمه د هغه د شهادت کلیزه لمانځي او د هغه د پېچلیو عملیاتو یادونه کوي؛ دا چي اشغالگر ئې څنفه له سختو گوزارونو سره مخ کړل او څنگه د اشغال د استخباراتي ادارو لومړی مطلوب او تر ټولو ستونزمن هدف وو.
یحییٰ عیاش ویلي وو: "یهودان ښايي زما جسد له فلسطین څخه وباسي، خو زه غواړم د خپل ولس په زړونو کي داسي څه وکرم چي هغوی ئې هېڅکله ونه سي ایستلی."
هماغه څه وو چي عیاش وکرل او هماغه ئې د خپل ځایناستي عبدالله البرغوثي په زړه کي ځای پر ځای کړل. عبدالله د عیاش لار خپله کړه؛ په پوره باور ئې درک کړه چي همدا د حق او سمون لاره ده. هغه د عیاش پر پلونو روان سو او په دې توگه یو نوی یحییٰ، یو نوی انجنیر او یو داسي مبارز را پیدا سو چي اشغالگرو ته ئې د سختو کړاوونو خوند ور وڅکی.
انجنیر عبدالله البرغوثي په خپل کتاب "أمیر الظل" کي لیکي: "فلسطین؛ له اقصیٰ څخه تر قدسه پوري؛ د هر هغه څه وړ دئ چي د هغه لپاره ما ترسره کړي دي. الله شاهد دئ تر څو چي زما په بدن کي یوه ساه پاته وي؛ زه به ئېله خپل اشغال سوي وطنه ونه سپموم."
عبدالله البرغوثي له کویټه اردن ته ولاړی؛ بیا سویلي کوریا ته لاړ او هلته ئې د برېښنايي انجینرۍ زده کړي وکړې. وروسته چي کله فلسطین ته راستون سو نو د یحییٰ عیاش د مقاومت لاره ئې خپله کړه. د "سپارو" تر عملیاتو چي د هغه د مبارزې لومړۍ جرقه وه؛ نیولې تر عبري پوهنتون عملیاتو پوري؛ د "مومنت" کافـه برید او د تل ابیب تر څنگ د "ریشون لتسیون" په ښارگوټي کي پر شپني کلب تر برید پوري؛ هغه عملیات چي شاوخوا ۳۵ اسرائیلیان پکښې ووژل سول او ۳۷۰ نور ټپیان سول.
خو لکه څنگه چس اتلان او مبارزین سته؛ همداسي داسي کسان هم پیدا کېږي چي له خپل وطن سره خیانت کوي او فلسطین په ارزانه بیه پلوري.
څلور کاله وروسته تر هغه چي اسحاق رابین د قسامي قوماندان یحییٰ عیاش د ترور دوسیه د خپل حکومت د سیاسي او امنیتي لومړیتوبونو په سر کي کېښوده؛ د "شاباک" استخباراتو د هغه لپاره په یوه گرځنده ټیلیفون کي ۵۰ گرامه چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړل.
دا ټیلیفون عیاش د خپل ملگري اسامه څخه اخیستی و او اسامه دا ټیلیفون له خپل ماما څخه تر لاسه کړی وو. همدا ماما ئې یوازینی کس وو چي خبرېدی به چي عیاش د اسامه په کور کي کله کله پناه اخلي. عیاش به ټیلیفون له اسامه اخیستی او بېرته به ئې ورته سپاره.
یحییٰ عیاش د ۱۹۹۶م کال د جنورۍ د پنځمي د جمعې ورځي په سهار د خپل پلار د ټیلیفوني اړیکي په تمه وو چي له لیري واټنه د یوې الوتکي له لاري چي په هماغه وخت کي په فضاء کي گرځېده؛ ټیلیفون ته چاودنه ورکول سوه. د چاودني له امله د هغه د مخ ښۍ برخه وشلېده او غاړه ئې پرې سوه. الله دي پرې ورحمېږي.
خو د هغه د ځایناستي عبدالله البرغوثي کیسه بیا بل ډول وه. دی هم لکه د همدې لاري نور مبارزین د شهادت ارمان ئې درلودو؛ خو د الله تعالی پرېکړه دا وه چي هغه د اسارت ژوند ته غوره کړي.
کله چي عبدالله د اوسېدو لپاره د یوې کرایي کور په لټه کي وو؛ د یوه جاسوس له خوا وپېژندل سو؛ هغه جاسوس د کورونو د کرایې دفتر درلود. که څه هم عبدالله مستعار نوم کاراوه خو جاسوس ئې له څېرې وپېژاند. هغه د خپل دفتر د امنیتي کامرې اخیستل سوی انځور "شاباک" ته وسپاره. هغوی دوه کسان وپېژندل او وروسته ئې عبدالله د یوه داسي ملاقات په پلمه راوغوښت چي گواکي د البیره ښاروالۍ تر څنگ به یو کور ورته وښيي.
د نیول کېدو ورځ:
د ۲۰۰۳م کال د مارچ په پنځمه سهار عبدالله خپله لور تالا د سترگو ډاکټر ته د درملني لپاره بوتله؛ ځکه د هغې مور ناروغه او پر بستر پرته وه. د هغه ټول ملگري د اشغالگرو له لوري مطلوب ول نو ځکه دی خپله اړ سو خپله لور پخپله روغتون ته یوسي.
کله چي روغتون ته ورسېدی؛ ورته وویل سول چي ډاکټر به یو ساعت یا تر هغه څه وروسته راسي. له دې امله چي هغه د کور د کرایې له دفتر سره هم وخت ټاکلی وو نو خپله لور ئې له ځان سره د هماغه ملاقات ځای ته بوتله؛ په دې هیله چي کور به وگوري او بېرته به د سترگو روغتون ته راستانه سي.
کله چي د البیره ښاروالۍ تمځای ته ورسېدب او لور ئې په غېږ کي وه چي ناڅاپه پرې دوه پولیسي سپي ور خوشي سول. عبدالله سمدستي خپله لور موټر ته وغورځوله او دروازه ئې ورباندي وتړله تر څو خوندي پاته سي. بیا ئې هڅه وکړه د سپیو مخه ونیسي خو یو سپي ئې پښه چیچله او بل ئې د ژمي اغوستی واسکټ څيرلو.
تر دې مخکي چي ځان ترې خلاص کړي د اشغالگرو یو شمېر فوځیان ورباندي راوگرځېدل؛ ټوپکونه ئې ورباندي برابر کړل، زمکي ته ئې وغورځاوه، لاسونه ئې وتړل او هغه موټر ته ئې پورته کړ چي د همدې عملیاتو لپاره چمتو ولاړ وو.
یحییٰ عیاش او د هغه ځایناستي عبدالله البرغوثي دواړو د شهادت هیله لرله. الله تعالی یحییٰ عیاش ته د شهادت ویاړ ورکړ او عبدالله البرغوثي ته ئې د فلسطین په تاریخ کي د تر ټولو ستر بندي حکم عزت ور په برخه کړ.
د ۲۰۰۳م کال د نومبر په ۳۰مه د اسرائیلو فوځي محکمې پر عبدالله البرغوثي ۶۷ ځله د عمر بند او پر دې سربېره د ۵۲۰۰ کاله بند حکم صادر کړ.
عبدالله البرغوثي په خپل کتاب "أمیر الظل" کي لیکي: "فلسطین؛ له اقصیٰ څخه تر قدسه پوري؛ د هر هغه څه وړ دئ چي د هغه لپاره ما ترسره کړي دي. الله شاهد دئ تر څو چي زما په بدن کي یوه ساه پاته وي؛ زه به ئېله خپل اشغال سوي وطنه ونه سپموم."
فک الله اسرّه