د نړيوالو خبرونو څو سرټکي

جوونی 18, 2026 - 17:11
 0  1
د نړيوالو خبرونو څو سرټکي

محمد هاشم شاهین

 

 

  عاجل | د هرزلستان د بهرنیو چارو وزیر: موږ به د اروپايي ټولني له هغې (د بهرني سیاست) مسؤلي سره اړیکي پرې کړو چي هرزلستان ئې د سوېلي افریقا د پخواني نژادي بېلتون (اپارتاید) له نظام سره پرتله کړی دئ.

  عاجل | د امریکا د دفاع وزیر: په منځني ختیځ کي زموږ حضور د ایران د غبرگون او د تفاهم‌ لیک د ژمنو د عملي کولو له کچي سره تړاو لري.

  عاجل | د امریکا د دفاع وزیر: هیله لرو چي هغه هېوادونه چي د هرمز تنگي څخه گټه اخلي؛ د دې تنگي د پرانیستلو لپاره اقدامات وکړي.

  عاجل | د امریکا د دفاع وزیر: ناټو د اوږدې مودې لپاره یوازي یو "کاغذي پړانگ" او یو طرفه لاره وه؛ خو دا وضعیت اوس پای ته رسېدلی دئ.

  عاجل | د رویټرز د راپور له مخي د نتنــیاهو یوه نږدې چارواکي ویلي: هرزلستان په جنوبي لبنان کي د خپل حضور په اړه له واشنگټن سره پېچلي خبري اتري کوي.

  عاجل | د اکسیوس د راپور له مخي د نتنــیاهو یوه سلاکار ویلي: هرزلستان ځان د تفاهم‌ لیک د هغې برخي پابند نه گڼي چي د لبنان په اړه ده.

  عاجل |  ډونالډ ټرمپ: که موږ جگړه نه وای درولې نو نږدې په څلورو اوونیو کي به زموږ د تېلو زېرمي ختمي سوي وې.

  عاجل | د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عرقچي: له امریکا سره د سولي په تړون کي د لبنان دننه اوربند تر ټولو مهم ټکی دئ. زموږ له نظره د دې تړون دوه اړخونه دي: په یوه لوري کې امریکا او هرزلستان دي او په بل لوري کې ایران او حـ.زب‌ الله.

  عاجل | ایرانی ولسمشر مسعود پزشکیان: هرزلستان د کلابندي سیمي، لبنان او ایران خلکو ته گاښونه کوي، هغوی وژني او بیا امریکا او هرزلستان پر ایران تور لگوي چي گواکي دا د 'ترهگرو ځاله' ده. موږ کله څوک وژلي دي؟!"

  عاجل | نړئوال خبریال مهدي حسن: "که څه هم زه د دې په لیدلو خوښ یم چي د ایران د موضوع په اړه د ټرمپ او نتنــیاهو تر منځ اختلافات سته؛ خو موږ باید دا بې‌ ځایه ادعا ونه کړو چي: "دا ځل هر څه پای ته ورسېدل." ما په تېره یوه لسیزه کي څو ځله د ټرمپ او نتــنی اهو ترمنځ اختلافات لیدلي دي؛ ټرمپ یو ډېر نه اټکل کېدونکی او بې‌ثباته شخصیت دئ.

  عاجل | د ایراني پارلمان د ملي امنیت کمیټې مشر ابراهیم عزیزي: د ایران مقاومت امریکا دې ته اړه کړې چي د ایران په شرطونو له هغه سره د خبرو مېز ته کښېني. اوس امریکا باید د لبنان پر ضد جگړه پای ته ورسوي او د تړون هره ماده عملي کړي؛ د هر ډول سرغړوني په صورت کي به سخت ځواب ورکړل سي