د څېړني پر ځای سزا!
مسعود ابدالي
ژباړه: محمد هاشم شاهين
د ملگرو ملتونو په تازه راپور کي د هرزلستان امنیتي ادارې د لومړي ځل لپاره د هغو اړخونو په لیست کی شاملي سوي دي چي د وسله والو شخړو پر مهال پرې د جنسي تاوتریخوالي د باور وړ تورونه لگېدلي دي.
په دې راپور کي له ۲۰۲۳م کال څخه تر ۲۰۲۵م کال پوري د مظلوم قام له بندیانو سره د جنسي تاوتریخوالي، جبري بربنډولو، سپکاوي ډوله چلن او د جنسي تېري گڼ شمېر تائید سوي پېښي یادي سوي دي.
دا تورونه یوازي تر یوه راپور پوري محدود نه دي.
تېر کال د ملگرو ملتونو د څېړني کمېسیون او ځانگړو کارپوهانو هم د مظلومو بندیانو پر ضد د جنسي او جنسیتي تاوتریخوالي د منظم کارولو په اړه جدي اندېښنې څرگندي کړي وې.
بل لور ته د "صـ.مود کاروان" گڼو فعالانو هم تر خوشي کېدو وروسته ادعاوي کړي چي د هرزلستان په توقیفي مرکزونو کي له دوی سره جنسي تاوتریخوالی او ډېر بد چلن سوی دئ. د دې دعوو د خپلواکو څېړنو غوښتنه پر خپل ځای موجوده ده خو پوښتنه دا ده چي دا څېړني به څوک کوي او ایا اصلاً وبه سي او که نه؟!
د اندېښنې وړ ټکی دا هم دئ چي د دغو تورونو د بې طرفه څېړنو پر ځای هرزلستان د ملگرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو گوترېش سره د اړیکو پرې کولو اعلان کړی؛ په داسي حال کي چي امریکا او هرزلستان له وړاندي لا د نړئوالي جزایي محکمې، د ملگرو ملتونو ځانگړو استازو او نورو نړئوالو ادارو پر وړاندي د فشار او تعزیري اقداماتو تگلاره خپله کړې ده.
د نیویارک ټایمز پر ضد قضیه، د هغه دفتر مخي ته مظاهرې او د دې ډول نورو کمپاینونو له لاري د رسنیو د چوپولو هڅي ئې هم رواني ساتلي دي.
که تورونه بې اساسه وي نو دوی له خپلواکو څېړنو ولي ویره لري؟! او که څېړونکي ادارې هم د سزا هدف گرځول کېږي نو بیا عدالت چېري پاته کېدلی سي؟!
د بشري حقونو اصلي ازموینه همدا ده چي قانون د ملگرو او مخالفینو پر وړاندي یو شان تطبیق کړي. دلته خو داسي ښکاري چي د جرم پر ځای هغه څوک په کتــار کي درول کېږي چي د جرم یادونه کوي.