له سیاسیونو سره اختلاف پر خپل ځای خو د سعودي مقدسه زمکه باید د دفاع په تړاو خپلواکه او ځواکمنه وي
د ټرمپ ادارې له سعودي عربستان سره د اټومي همکارۍ د یوه تړون مسوده چمتو کړې چي له مخي به ئې سعودي ته اجازه ورکړل سي څو د خپل ملکي اټومي پروگرام لپاره یورانیم بډایه (غني) کړي. دا تړون بشپړ سوی؛ خو تر اوسه نه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا لاسلیک پرې سوی او نه هم کانگرس ته استول سوی دئ.
دغه وړاندیز ځکه جنجالي بلل کېږي چي له سعودي څخه د International Atomic Energy Agency د تر ټولو سختو تفتیشي معیارونو Additional Protocol د منلو غوښتنه نه کوي بلکي پر ځای ئې د امریکا او سعودي تر منځ پر جلا Safeguards تړون تکیه کوي.
منتقدین خبرداری ورکوي چي دا چاره ښايي په راتلونکي کي د سعودي لپاره د اټومي وسلو د جوړولو وړتیا ترلاسه کول اسانه کړي. سرچینه: CNN
سعودي چارواکو بار بار ویلي چي که احیاناً ایران اټومي سلاح ته لاسرسی پیدا کوي نو دوی به مجبوراً ورته کار کوي؛ اصلاً دا د سعودي حق جوړېږي چي د اټومي ایران په مقابل کي اټومي سعودي هېواد موجود وي؛ د حرمینو مقدسه زمکه باید تر بل هر هېواد وړاندي دې سلاح ته لاسرسی ولري؛ له سیاسیونو سره اختلاف پر خپل ځای خو د سعودي مقدسه زمکه باید د دفاع په تړاو خپلواکه او ځواکمنه وي؛ پر نورو ئې تکیه مناسبه نه ده.
بل باید دا اعتراف وکړو چي نه ایران او نه حوثیان په هیڅ صورت دا جواز پیدا کولی سي چي سعودي په نښه کړي... هر کله چي ئې داسي کړني کړي هغه ستر ظلم او نامردي ده... دا خاوره باید د امن خاوره وي او څوک چي هر نوع تېری ورباندي کوي هغه باید محکوم او ورټل سي...