مهم ترین های امروز چهارشنبه
🖌️: د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، خلیفه سراجالدین حقاني، د فوټبال لوبډلې له روزونکو او لوبغاړو سره لیدلي او د زونونو په کچه سیالیو کې یې د لومړي مقام ګټلو مبارکي ورکړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، هغه لوبغاړي لا ډېرو تمرینونو، د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتنې او د ورورولۍ او ملي یووالي د پیغام پر خپرولو ټینګار کړی دی.
🖌️: د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) ویاند، جلال الدین شمس وايي، له سیمکارټونو چې د مخابراتو ۱۰ سلنې مالیه اخیستل کیږي، بهیر یې په رڼه توګه پر مخ ځي. ښاغلي شمس و ویل، له دغې مالیې اوس مهال په کلني ډول ۵ نیم میلیارده افغانۍ د حکومت بودجې ته ځي.
دغه بهیر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، اترا ادارې او مالیې وزارت د ګډ پلاوي تر څار لاندې دوام لري.
عام هېواد وال وایي چې د مخابراتي کمپنیو مالیات شته، د اړیکو او انټرنټ بیې یې لوړې خو خدمات او کیفیت یې له صفر سره برابر دي.
🖌️: د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مولوي امیرخان متقي او مل پلاوي په دوحه کې د قطر د پخواني امیر، شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني، د مړینې له امله د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.
د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي متقي د قطر له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر، د دفاع وزیر او د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر سره هم جلا جلا لیدنې وکړې او هغوی ته یې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.
🖌️: د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو په اړه د یونیسف تازه راپور په غبرګون کې ویلي، د دا ډول خطرونو د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د ټولو هلکانو او نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره شي.
ښاغلي کرزي پر اړوندو ادرسونو او نړیوالو بنسټونو غږ کړی چې د دې خطر د زیاتېدو په مخنیوي کې جدي هڅې وکړي.
یونیسف له دې مخکې په یو راپور کې ویلي و چې شاوخوا ۳ اعشاریه ۷ میلیونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.
🖌️: نشست نوبتی کمیسیون مرکزی امور امنیتی و تصفیه به ریاست مولوی محمدیعقوب مجاهد، وزیر دفاع امارتاسلامی، برگزار شد.
بربنیاد خبرنامه این کمیسیون، در این نشست، وضعیت امنیتی کشور بررسی شد و بر تقویت هماهنگی از بهر تامین امنیت سراسری برای شهروندان تاکید شد.
🖌️: یک منبع آگاه به طلوعنیوز تایید میکند که امارت اسلامی و شماری از کشورهای اروپایی بر سر پذیرش دیپلوماتهای امارت اسلامی به تفاهم رسیدهاند.
به گفته این منبع، قرار است شش دیپلومات در روزهای آینده برای آغاز ماموریت به سفارتهای افغانستان در کشورهای اروپایی اعزام شوند.
🖌️: د ویزو نه غځېدا په پاکستان کې د افغان زدهکړیالانو لویه ستونزه ده – عبدالجبار تخاری.
په کراچۍ کې د افغانستان سرقونسل عبدالجبار تخاري ويلي: هغه افغان زدهکړیالان، چې د پاکستان د سند ایالت په پوهنتونونو کې زدهکړې کوي؛ تر اوسه له جدي ستونزو سره نهدي مخ شوي، خو د دوی د ویزو له پای ته رسېدا سره د نوو ویزو د ورکړې بهیر درېدلی دی.
🖌️: د بدخشان ولایت د پامیر اوسېدونکو له حکومت غوښتي، چې د دې سیمې د ماشومانو د غوره زدهکړو لپاره دې د لیلیې له آسانتیاوو سره یوه معیاري لیسه جوړه شي.
هغو ويلي؛ سره له دې، چې په وروستیو کلونو کې د پامیر سیمو ته ډېره پاملرنه شوې او یو شمېر پراختیايي پروژې پلې شوې دي؛ خو د شپېتېرولو له آسانتیاوو سره د یوه سمبال ښوونیز مرکز نشتوالی د خلکو یوه بنسټیزه ستونزه ده.
د پامیر یو شمېر اوسېدونکي وايي، د استوګنې سیمو او ښوونځیو ترمنځ اوږده واټنونه، د تګ راتګ د لارو ستونزې او د جهیلونو د اوبو لوړېدل د دې لامل شوي، چې ډېر ماشومان په منظم ډول زدهکړو ته لاسرسی ونهلري.
د پامیر د وړې وخچیر درې یوه اوسېدونکي ویلي، چې د ځینو شوراګانو او استوګنیزو سیمو ترمنځ واټن شاوخوا څلور ساعته د آس مزل دی، چې د زدهکوونکو تګ راتګ یې ستونزمن کړی دی.
🖌️: نخستوزیر مالزی: شهروندان اسرائیلی را اخراج میکنیم.
نخستوزیر مالزی اعلام کرد که شهروندان اسرائیلی از کشورش اخراج خواهند شد.
🖌️: د قزاقستان د صنعت او ودانیزو چارو وزیر یرسعین ناګاسپایوف ویلي، چې هېواد یې د فلزاتو د ویلې کولو فابریکو او فلزي صنعتونو د اړتیا وړ اومه توکو د برابرولو لپاره له افغانستان او قرغزستان سره هوکړې کړې دي.
د قازاینفورم خبري آژانس د راپور له مخې؛ ناګاسپایوف د قزاقستان د دولت په غونډه کې ویل، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د دغه هېواد د فلزي صنعت تولید ۹۷.۳ سلنې ته رسېدلی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې برخه کې د تولید نسبي کمښت د ځینو صنعتي ودانیو د پلان شویو رغنیزو او د کورنیو معدني زېرمو د تدریجي کمېدا له کبله رامنځته شوی دی.
🖌️: همزمان با ادامه درگیریهای نظامی میان ایران و ایالات متحده، کشورهای حوزه خلیج نسبت به حملات روزانه ایران و گسترش ناامنی در منطقه ابراز نگرانی و نارضایتی کردهاند.
بر اساس گزارشها، شامگاه سهشنبه دو نفتکش بزرگ امارات متحده عربی در تنگه هرمز هدف حمله قرار گرفتند که در نتیجه آن دو تن از خدمه این کشتیها زخمی شده و شماری از خدمه کشتی نیز همچنان ناپدید هستند.
🖌️: د ایران سپاه پاسداران ویلي، چې د «نصر ۲» عملیاتو په لړ کې یې د اردن د ازرق د سیمې د امریکا پوځي اډه پر نښه کړې او د اردن او کویټ له خلکو یې غوښتي، چې په خپلو هېوادونو کې د امریکایي ځواکونو د شتون پر وړاندې ودرېږي.
سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د دغو عملیاتو په شپږمه څپه کې یې د ازرق په امریکایي اډه کې د «اف-۱۵»، «اف-۱۶» او «اف-۳۵» جنګي الوتکو تمځایونه او څو بېپیلوټه الوتکې پر نښه او ویجاړې کړې دي.
دغه بنسټ د خپلې خبرپاڼې په یوه برخه کې د اردن له خلکو غوښتي، چې په خپل هېواد کې د امریکا پوځي شتون ته د پای ټکی کېدي او پرې نږدي، چې د اردن خاوره د اسلامي هېوادونو پر ضد د بریدونو د پيل مرکز وګرځي. سپاه پاسداران همداراز له اردنیانو غوښتي، چې د امریکایي ځواکونو د ایستلو او د امریکا د پوځي تاسیساتو پر ضد د اقدام لپاره له هر فرصت څخه ګټه واخلي.