د الجزيرې بنسټگر او مؤسس

جولای 20, 2026 - 16:32
جولای 20, 2026 - 16:51
 0  9
د الجزيرې بنسټگر او مؤسس

مستند فلم "الجزیرہ او بنسټگر" د قطر د پخواني امیر ارواښاد شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني رحمه الله هغه رول مستندوي چي د الجزیرې شبکې په بنسټ اېښودلو او د هغې د سیمه‌ ییزو بریاوو او نړئوال مخکښتوب په رامنځته کولو کي ئې ادا کړی وو.

 

په دې مستند کي احمد منصور له الجزیرې د شاوخوا شلو بنسټگرو او مخکښو څېرو سره یو ځای د ارواښاد امیر هغه لیدلوری بیانوي چي غوښتل ئې عربانو ته یو پیاوړی رسنیز بنسټ جوړ کړي او عرب انسان د لوېدیځو رسنیو له انحصار او تعصب څخه راوباسي؛ تر څو عرب ملتونه خپلي قضيې او شاوخوا نړۍ د خپلو سترگو (شعور) له لاري وویني؛ نه د نورو له لیدلوري.

 

د الجزیرې مخکښو څېرو څرگنده کړې چي ارواښاد امیر ژمنه کړې وه د الجزیرې ادارې او کارکوونکو ته به د کورنیو او بهرنیو فشارونو پر وړاندي بشپړ ملاتړ او خوندیتوب برابروي. هغوی د هغه د دې سیاسي پرېکړي ستاینه وکړه چي د شبکې خپلواکي ئې تضمین کړه او د دولت له لاسوهني ئې وساتله؛ په دې شرط چې چېنل د دقت، امانتدارۍ، باور وړتیا او بې‌ طرفۍ اصول مراعات کړي.

 

دوی همداراز ویلي چي د قطر حکومت، لومړی وزیر او وزیران هم د الجزیرې پر پرده د نیوکي څخه خوندي نه وو؛ بلکي د هر بل عرب او نړئوال چارواکي په څېر چلن ورسره کېده.

 

د سیمې او نړۍ د مهمو موضوعاتو په اړه د الجزیرې زړور پوښښ پراخ غبرگونونه راوپارول. د مستند په وینا د بریتانیا ډېلي مېل ورځپاڼي راپور ورکړی وو چي د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش په ۲۰۰۴م کال کي ان تر دې بریده فکر کړی وو چي په قطر کي د الجزیرې پر مرکزي دفتر برید وکړي او فعالیت ئې په زور پای ته ورسوي.

 

ارواښاد امیر ویلي وو چي الجزیرې قاتلان له خپلو جرمونو د پټېدو او ناکام کسان له خپلو ناکامیو د پټولو بې‌ برخي کړل. هغه زیاته کړې وه چي الجزیره د حق او انسانیت تر څنگ ودرېده؛ د "نظر او بل نظر" تر شعار لاندي ئې توازن وساته او رسنۍ ئې د بېلابېلو لورو تر منځ په انساني خبرو اترو بدلي کړې؛ نه دا چي یو لوری پر نورو خپل نظر وتپي.

 

د قطر پخواني امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د ۱۹۹۵م او ۲۰۱۳م کلونو تر منځ د خپلي واکمنۍ پر مهال د کورنیو او بهرنیو چارو په ډگر کي گڼ شمېر مهم پرمختگونه ترسره کړل؛ خو د هغه تر ټولو ستر او تاریخي میراث د الجزیرې شبکه گڼل کېږي.

 

مستند د بنسټگر په دې سپارښتنه پای ته رسېږي چي د الجزیرې کارکوونکي دي تل د انسانیت تر څنگ ودرېږي؛ خپله سپېڅلی رسالـت دي روان وساتي، د حق شاهدان او د رښتینولۍ ږغ دې وي او د نړئوال وجدان پر وړاندي دي خپل دلیل او حجت وړاندي کړي.

 

کاپي او ژباړه: د مشهور خبریال احمد منصور له X نه...

د ویډیو لینک:

 

https://youtu.be/ceIIBx3MfTg?si=rX222E-AaZTVY_Y0

 

د الجزیرې رسنیزي شبکې د مدیریت پلاوي رئیس شیخ حمد بن ثامر د مرحوم شیخ حمد بن خلیفه د مړیني په مناسبت لیکي: "حمد بن خلیفه به تلویزیوني شبکې ته راتلی؛ خو تر هغه چي هر څه د مسلکي ژورنالیزم له اصولو سره سم روان وو هیڅکله ئې د کوم خبر، راپور یا پروگرام په محتویٰ کي لاسوهنه نه کوله. همدا کار د ټولو همکارانو د دې پروژې سره تړاو لا پیاوړی کړ او دا باور ئې ټینگ کړ چي الجزیره د یوه بشپړ امت پروژه ده؛ موخه ئې دا ده چي حقیقت د انځور او تورو له لاري له عام ډگر څخه خلکو ته ورسوي؛ ولو که هر څو په دې لاره کي ستونزي او قربانۍ هم وي."

 

مرحوم شیخ حمد بن خلیفه وايي: "الجزیرې قاتلان له دې بې‌ برخي کړل چي خپل قتلونه پټ کړي، ناکام انسانان ئې له دې محروم کړل چي خپله ناکامي پټه کړي او تل د حقیقت او انسانیت تر څنگ ودرېدله." محمد المختار الشنقیطي See less