مهم ترین های امروز شنبه

جولای 18, 2026 - 16:15
 0  0
مهم ترین های امروز شنبه

🖌️: رییس اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان با سفیر هند، در باره‌ی تقویت روابط بازرگانی و سرمایه‌گذاری میان دو کشور گفت‌وگو کرده است.

اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان، امروز در حساب کاربری اکس خود نوشته که دو طرف توافق کرده‌ نمایش‌گاه‌های مشترک، هیئت‌های تجاری و مشارکت‌های بلندمدت بخش خصوصی را توسعه دهند.

به گفته‌ی این نهاد، در این دیدار در باره‌ی گسترش صادرات افغانستان به هند، بهبود روندهای تسهیل تجارت، آسان‌سازی صدور ویزای تجاری، ارتقای خدمات لجستیکی و تقویت هم‌کاری‌ها در بخش‌های کشاورزی، معدن و صنایع دستی نیز بحث شده است.

🖌️: ‏د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ په ۲۶ د سردار محمد داوود خان له لوري تر کودتا وروسته شاهي نظام له منځه ولاړ او پر ځای یې جمهوریت رامنځته شو.

‏سردار محمد داوود خان د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون لغوه کړ او د حکومت نوی جوړښت یې جوړ کړ چې له مخې یې ډېره واکمني د ولسمشر په واک کې شوه.

🖌️: ‏سرمایه‌گذاری ۸۰ میلیون دالری برای ایجاد کارخانه نساجی در کابل.

‏یک صنعت‌کار افغان با سرمایه‌گذاری بیش از ۸۰ میلیون دالر امریکایی، در حال ساخت یک کارخانه بزرگ نساجی در کابل است که قرار است به‌زودی تولید پارچه را آغاز کند. مسئول این کارخانه می‌گوید با آغاز فعالیت آن، برای ۱۲ هزار نفر در سه شیفت کاری زمینه اشتغال مستقیم فراهم خواهد شد. کار ساخت این کارخانه در زمینی به مساحت نزدیک به ۴۰ جریب، حدود ۹۰ درصد پیشرفت کرده است.

🖌️: ‏د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې پر بحرین، کویټ او اردن د ایران بریدونه په شدیدو ټکو غندلي او د یاد هېوادونو حاکمیت څخه یې ښکاره سرغړونه او د امنیت او ثبات لپاره ګواښ بللی دی.

‏خبرپاڼه کې راغلي متحده عربي امارات له بحرین، کویټ او اردن سره بشپړ همغږي لري او د ټولو هغو ګامونو ملاتړ کوي چې د دغو هېوادونو امنیت او ثبات لپاره اخېستل کېږي.

🖌️: ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف مسکو کې د اذربایجان بهرنیو چارو وزیر جیحون بایراموف سره د لېدنې پرمهال ویلي له اذربایجان سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو پراختیا لپاره ګډ کار ته دوام ورکوي.

‏نوموړي دغه راز زیاته کړې د مسکو او باکو ترمنځ د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د مسکو اعلامیې بشپړ عملي کېدا، سویلي قفقاز سولې او ۳+۳ سیمه‌ییزې همکارۍ چوکاټ پياوړتیا په اړه یې له خپل اذربایجاني سیال سره خبرې کړي.

🖌️: ‏زرګونه کسانو د یمن په پلازمېنه صنعا ښار کې د حوثیانو په ملاتړ لاریون کې د سعودي عربستان پر ضد شعارونه ورکړل.

‏د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د جګړې د پراخېدو اندېښنې د صنعا پر نړۍوال هوایي ډګر تر برید وروسته زیاتې شوې، چې وروسته یې حوثیانو پر سعودي عربستان بریدونه وکړل.

‏پاکستان هم، چې له سعودي عربستان سره یې دفاعي تړون لاسلیک کړی، ښایي دغو بریدونه یې په سیمه‌ییزه جګړه کې د ښکېلتیا ګواښ زیات کړي.

🖌️: ‏د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) وایي، د ایران پر پوځي تاسیساتو یې د اوومې پرله‌پسې شپې لپاره هوايي بریدونه کړي دي.

‏ایراني رسنیو هم د دغه هېواد په سیریک ښار کې د چاودنو خبر ورکړی دی.

‏د ایران سپاه پاسدارانو بیا ویلي چې په بحرین کې یې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو تاسیسات او د بحرین د مصنوعي ځیرکتیا مرکز، چې د امریکا له لوري د عملیاتو لپاره کارول کېده، په نښه کړی دی.

🖌️: ‏د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي، اصلي پوښتنه دا نه ده چې مصنوعي ځیرکتیا به نړۍ بدله کړي که نه؛ بلکې دا ده چې دا بدلون به نابرابرۍ راکمې کړي او که لا به یې پیاوړې کړي.

‏ګوترش ټینګار کړی چې باید مصنوعي ځیرکتیا د ټولو لپاره د انساني کرامت، فرصتونو او دوامدار پرمختګ وسیله وګرځي.

‏هغه همداراز ویلي، هغه هېوادونه چې د اقلیمي ناورینونو له ستر ګواښ سره مخ دي، د وختي خبرداري سیسټمونو ته تر ټولو لږ لاسرسی لري.

🖌️: ‏ایراني رسنیو د سپاه پاسداران له قوله لیکلي، که امریکا د ایران پلونه او ټرانسپورټي زیربناوې په نښه کړي، نو ایران به د امریکایي ونډه‌لرونکو اړوند مهم صنعتي، معلوماتي ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا مرکزونه په نښه کړي.

‏د سپاه پاسداران په وینا، د امریکا تر ټولو ارزښتمنې شتمنۍ او تاسیسات به په سیمه کې له منځه یوسي او له خاورې سره به یې برابر کړي.

🖌️: ‏ملګري ملتونه وایي، د جولای ۱۸مې د منډېلا نړیواله ورځ د نېلسن مانډیلا د ازادۍ، عدالت او برابرۍ لپاره د تلپاتې مبارزې د درناوي فرصت دی.

‏د ملګرو ملتونو په وینا، هر څوک کولای شي د منډیلا له میراثه الهام واخلي او د ټولو لپاره د یوې ښې او عادلانه راتلونکې د جوړولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

🖌️: ‏د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد چارو د سرمنشي سرپرست مرستیال الکساندر زویف، له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ادعا کړې چې د القاعده ډلې فعالیتونه په افغانستان کې کم شوي، خو دغه ډله لا هم په دې هېواد کې حضور لري.

‏رویف ویلي: «په افغانستان کې د څو لسیزو راهیسې بېلابېلې ترهګرې ډلې فعالیت کوي. القاعده اوس مهال هلته پراخ فعالیت نه لري، خو لا هم په افغانستان کې حضور ساتي.» د ملګرو ملتونو دغه چارواکي همداراز ادعا کړې چې په افغانستان کې نورې ډلې هم فعالې دي.

🖌️: ‏چین او روسیې ویلي چې د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او امنیت د ټینګښت ملاتړ کوي او په دې برخه کې به خپلې همغږۍ ته په دوه‌اړخیزه او څو اړخیزه کچه دوام ورکړي.

‏د چین او روسیې دغه ګډه اعلامیه چې په پاکستان کې د چین له سفارت خپره شوې په‌کې راغلي، د افغانستان د سیاسي وضعیت د حل لپاره د سیمه‌ییزو چوکاټونو رول مهم دی.

‏اعلامیه زیاتوي چې چین او روسیه چمتو دي له پاکستان او افغانستان سره مرسته وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسني اختلافونه د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو ژر تر ژره حل شي.

🖌️: ‏د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) ویلي، په افغانستان کې د ښځو په نوم د سوداګریزو جوازونو شمېر د تېرو پنځو کلونو په پرتله لس برابره ډېر شوی او دا مهال له لس زرو ډېرې ښځې رسمي سوداګریز جوازونه لري.

‏د یون‌ډي‌پي په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې د شمېرو له مخې، پر دې سربېره شاوخوا ۱۲۰ زره نورې ښځې هم له رسمي جواز پرته سوداګریز فعالیتونه کوي.

🖌️: سپاه پاسداران ایران، به کشورهای میزبان نیروهای امریکا هشدار داده است که آماده‌ی پاسخ متناسب باشند.

سپاه، امروز (شنبه، ۲۷ سرطان) با پخش اطلاعیه‌ای از کشورهای میزبان نیروهای امریکا خواسته که واحدهای دفاع غیرنظامی شان را برای حفظ سلامت شهروندان و دورکردن آن‌ها از اهداف احتمالی فعال کنند.

به گفته‌ی سپاه پاسداران، از خاک این کشورها برای حمله به ایران استفاده می‌شود و هیچ نهاد بین‌المللی نیز برای پیش‌گیری از این حمله‌ها وجود ندارد.

🖌️: د الجزیرې خبري شبکې نن شنبه، جولای ۱۸مه راپور ورکړی چې د غزې ښار د الزیتون پر سیمه د اسراییلو د هوايي برید له امله لږترلږه درې فلسطینیان وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د امبولانس او بیړنیو خدمتونو یوې سرچینې ویلي، ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. تراوسه د برید په اړه د اسراییلو پوځ رسمي څرګندونې نه دي کړي.

🖌️: د روسیې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، د اوکراین د ډرونونو په پرله‌پسې بریدونو کې د مسکو په شاوخوا سیمو او تامبوف ولایت کې لږترلږه اووه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د تامبوف والي یوګیني پرویشوف ویلي، د روسیې د ستر انلاین پلورنځي Wildberries  پر یوه ګودام د ډرون برید له امله اووه کارکوونکي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

د هغه په وینا، روسي هوايي دفاع ۲۸ ډرونونه هم نسکور کړي دي.

بل‌خوا، د مسکو د سیمې والي اندري وروبیوف ویلي، د الکتروستال ښار په بل ګودام د ډرون برید کې ۲۴ کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د نوګینسک ښار کې د ډرون د پاتې شونو له امله د تېلو په یوه زېرمتون کې اور لګېدلی، دوه کسان ټپیان شوي او نږدې د ولادي روغتون هم تخلیه شوی دی.

🖌️: د ایران د روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د روان کال د جولای له شپږمې نېټې راهیسې د امریکا په بریدونو کې لږترلږه ۵۰ کسان وژل شوي او تر ۵۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

د دغه وزارت په وینا، د بریدونو قربانیان ملکي وګړي او نور کسان دي چې په بېلابېلو سیمو کې د هوايي بریدونو له امله زیانمن شوي دي.

تراوسه د امریکا حکومت د ایران د روغتیا وزارت د دغو شمېرو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او دا ادعاوې په خپلواکه توګه هم نه دي تایید شوي.

🖌️: د ایران د هرمزګان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مشر ویلي، د امریکا د تېرې شپې بریدونو له امله د دغه ولایت په بندرعباس او حاجي‌اباد سیمو کې مخابراتي خدمتونه زیانمن شوي دي.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، په بریدونو کې ۱۱۶ مخابراتي برجونه له فعالیته لوېدلي چې له امله یې په ځینو شمالي سیمو کې د ثابتو ټیلیفونونو، ګرځنده شبکو او انټرنېټي خدمتونو فعالیت له خنډ سره مخ شوی دی.

ایراني چارواکي وايي، د مخابراتي شبکو د بېرته فعالولو هڅې روانې دي.

تراوسه د امریکا له لوري د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.