مهم ترین های امروز چهارشنبه

جولای 8, 2026 - 17:07
 0  0
مهم ترین های امروز چهارشنبه

🖌️: ‏د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنر برهام صالح چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، له سکای نیوز سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ باید ژر حل شي او دواړه ګاونډیان دې وضعیت ارام کړي.

‏هغه ټینګار کړی چې شته چوکاټونه، لکه د افغانستان، پاکستان او ایران درې‌اړخیز جوړښت، د دوحې بهیر او د افغان کډوالو لپاره د سویس په منځګړیتوب سټراټیژیکه حل‌لار، باید بېرته فعال او پیاوړي شي.

‏برهام صالح خبرداری ورکړی چې افراطي او وسله‌والې ډلې ښایي له روان وضعیت ګټه واخلي او د سیمې او تر سیمې هاخوا د بې ثباتۍ لامل شي.

🖌️: ‏افغان کرېکټ بورډ طلوع‌نیوز ته ویلي، په پام کې ده چې د کرېکټ د پخواني ملي لوبغاړي، شاپور ځدراڼ جنازه سبا (پنجشنبه) سهار ۱۰ بجې په عیدګاه جومات کې ادا شي.

‏کرېکټ بورډ زیاته کړې چې، د جنازې له ادا کېدو وروسته به هغه د کابل په نادرخان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

🖌️: ‏په قزاقستان کې د افغانستان سفارت لیکلي، په استانه کې د اسلامي امارت سفارت چارسمبالي، محمدالرحمن، د سیکا کنفرانس له عمومي منشي، کایرت ساریبای، سره کتلي دي.

‏د سفارت په وینا، په دغه کتنه کې د سیکا په سازمان کې د افغانستان د دایمي غړیتوب، د دغه سازمان په غونډو کې د افغانستان د فعال ګډون، د سیمې په کچه د افغانستان د رول، د بدیل معیشت د ملاتړ او د افغان دولتي کارکوونکو لپاره د لنډمهالو روزنیزو پروګرامونو په اړه خبرې شوې دي.

🖌️: مولوي عبدالکبیر له برهام صالح او الکساندر ډي کرو سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې وکړې.

‏د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې، مولوي عبدالکبیر، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر، برهام صالح او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر، الکساندر ډي کرو سره کتلي دي.

🖌️: کورنیو چارو وزارت کې د DNA د چټکې پېژندنې سیسټم فعال شو.

‏کورنیو چارو وزارت ویلي، د لومړي ځل لپاره د جنايي تخنیک ریاست اړوند بیولوژیکي لابراتوار کې د DNA د چټکې پېژندنې سیسټم فعال او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

‏د وزارت په وینا، دغه سیسټم د جرمونو په کشف، د مجرمینو په پېژندنه، د بې‌ګناه کسانو په ملاتړ او عدلي او قضايي مراجعو ته د علمي او باوري شواهدو په وړاندې کولو کې مهم رول لري.

🖌️: ‏د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، په کابل کې د متحده عربي اماراتو له سفیر، سیف الکتبي، سره کتلي دي.

‏په دې کتنه کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، د همکاریو د پراختیا او یو شمېر سیمه‌ییزو موضوعاتو خبرې شوې دي.

‏امیرخان متقي له اماراتو سره د افغانستان اړیکې مخ پر ودې بللې او د اماراتو سفیر هم ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د نږدې او دوامدارو همکاریو پراختیا ته ژمن دی.

🖌️: ‏د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت لیکلي، د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر، برهام صالح، سره کتلي دي.

‏د خبرپاڼې له مخې، په دغه کتنه کې د افغان کډوالو وضعیت، له راستنېدونکو سره بشري او پراختیايي مرستې او د راتلونکو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.

🖌️: ‏په بهرنیو چارو او ټوکر صنعت برخو کې د هند د دولت وزیر، پبیترا مارګریتا په نوي ډیلي کې د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزیر، عطاءالله عمري سره لیدلي دي.

‏مارګریتا پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، په دې لیدنه کې د هند او افغانستان پر دوه‌اړخیزو اړیکو او د افغانانو د هوساینې او پراختیا لپاره پر روانو همکاریو خبرې وشوې.

🖌️: ‏د روغتیا نړۍوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې رییسې، حنان بلخي ویلي، افغانستان ته د پولیو د څارنې بورډ د سفر پر مهال یې په کابل او کندهار کې له چارواکو سره د پولیو د له منځه وړلو او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په اړه مهمې خبرې کړې دي.

‏هغې پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، د پولیو د وحشي ویروس د لېږد د مخنیوي لپاره ټولو ماشومانو ته د واکسین رسولو، د ناروغۍ د څارنې پیاوړتیا او د عادي واکسیناسیون د پراخولو پر اړتیا ټینګار شوی دی.

🖌️: ‏د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج‌الدین حقاني، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له مشر، برهام صالح او په افغانستان کې د دې ادارې له استازي عرفات جمال او مل پلاوي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د کډوالو د ستونزو د حل، د راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ او د بشري مرستو د دوام په اړه خبرې شوې دي.

🖌️: ترامپ: به احتمال زیاد امشب حملات شدیدی به ‫ایران انجام خواهیم داد.

‏دونالد ترامپ، رئیس‌جمهور آمریکا و ولودیمیر زلنسکی، رئیس‌جمهور اوکراین، پس از سی‌وششمین اجلاس سران کشورهای عضو ناتو در آنکارا، به سوالات خبرنگاران پاسخ دادند. دونالد ترامپ اعلام کرد: به احتمال زیاد امشب حملات شدیدی به ایران انجام خواهیم داد.

🖌️: ‏اجلاس سران ‫ناتو در آنکارا؛ مرتس: ترکیه متحد استراتژیک و مهم برای آلمان است.

‏فریدریش مرتس، صدراعظم آلمان در نشست خبری که پس از پایان اجلاس سران ناتو در آنکارا برگزار کرد، با تقدیر از نقش ترکیه در حوزه سیاست خارجی و امنیتی، آنکارا را متحد استراتژیک و مهم برای آلمان توصیف کرد.

‏مرتسگفت: از نقش ترکیه در حوزه‌های سیاست خارجی و امنیتی تقدیر می‌کنم. ترکیه برای ما یک متحد استراتژیک و مهم است.

🖌️: ‏د امریکا مرکزي قوماندانۍ وايي له ۲۰ زیاتې جنګي بېړۍ د منځني ختیځ په اوبو کې د ګزمې په حال کې دي او د یادې قوماندانۍ ځواکونه د سیمې امنیت او ثبات پیاوړتیا ته دوام ورکوي.

‏سنټکام زیاتوي تېره میاشت د امریکا جنګي بېړیو او سمندري ځواکونو په عرب سمندرګي په همغږۍ د خپل پوځي ځواک ننداره وړاندې کړې وه.

🖌️: ‏د کرېکټ نړۍوالې شورا (ICC) مشر، جي شاه د افغانستان د کرېکټ د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د نوموړي یاد به د افغانستان د نړۍوال کرېکټ په پرمختګ کې د خپل مهم رول له امله تل ژوندی وي.

‏هغه د ۲۰۱۵ په نړۍوال جام کې د شاپور ځدراڼ د نه هېرېدونکې لوبې یادونه هم کړې ده.

🖌️: ‏د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ ویلي، له ایران سره د جګړې د پاېته رسولو لپاره لاسلیک شوې هوکړه نور پای ته رسېدلې او له تهران سره د تعامل یا خبرو اترو اراده نه لري.

‏ټرمپ، چې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې یې خبرې کولې، د ایران مشران «ناروغ خلک» بللي دي.

🖌️: ایران په بحرین او کوېټ کې پر امریکايي اډو غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي.

‏ایران د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې په بحرین او کوېټ کې پر امریکايي پوځي اډو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پراخ بریدونه پیل کړي دي.

‏د ایران د سپاه پاسداران ویلي، بریدونه د امریکا د پوځي اقدام په ځواب کې ترسره شوي دي.

🖌️: ‏د روغتیا نړۍوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې رییسې، حنان بلخي، پر اېکس لیکلي چې افغانستان ته یې د پولیو د څارنې بورډ د پلاوي په مشرۍ د سفر پر مهال له افغان چارواکو، روغتیايي کارکوونکو، د ملګرو ملتونو ادارو او شریکانو سره کتلي دي. هغې ویلي، د هر ماشوم واکسین ته لاسرسی باید د عادي واکسیناسیون، د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو د دوام او د یو پیاوړي او با ثباته روغتیايي سیسټم له جوړولو سره یو ځای پر مخ ولاړ شي.

‏حنان بلخي ټینګار کړی چې، سره له شته ننګونو، د افغان لوري ژمنتیا هیله‌بښونکې ده او په ګډو هڅو به افغانستان د پولیو له ناروغۍ پاک راتلونکی ولري.

🖌️: ‏ایرانۍ رسنۍ او الجزیره راپور ورکوي چې د ایران د پخواني مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه‌يي، تابوت د عراق نجف ښار ته لېږدول شوی دی.

‏د راپورونو له مخې، د جنازې په مراسمو کې د نجف ښار ګڼو اوسېدونکو او یو شمېر ایراني چارواکو ګډون کړی او وروستۍ درناوی یې ورته کړی دی.

🖌️: ‏پاکستاني چارواکي وایي، له شارجې کراچۍ ته روانه د K2 Airways  بوینګ ۷۳۷ باروړونکې الوتکه، چې د عملې پنځه غړي یې لېږدول، د کراچۍ له لوېدیځ د عرب سمندر پر سر له رادار او مخابراتي اړیکو ورکه شوې ده.

‏چارواکي وایي، الوتکې تر ورکېدو مخکې د تخنیکي ستونزې راپور ورکړی و.

‏د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې د الوتکې د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات پیل کړي دي.

🖌️: ‏ایالات متحده امریکا در واکنش به حمله به سه نفتکش در تنگه هرمز، موج تازه‌ای از حمله‌ها علیه ایران را آغاز کرده است.

‏فرماندهی مرکزی امریکا (سنتکام) اعلام کرده که این حمله‌ها با هدف تحمیل «هزینه‌های سنگین» به ایران انجام شده‌اند.

‏هم‌زمان، رسانه‌های ایرانی از وقوع انفجارهایی در سیریک، قشم و بندرعباس و هدف قرار گرفتن تأسیسات بندری خبر داده‌اند.

🖌️: ‏امریکا در واکنش به حمله به سه نفتکش در تنگه هرمز طی ۲۴ ساعت گذشته، مجوز عمومی صادرات نفت و محصولات پتروشیمی ایران را لغو کرد.

‏خبرگزاری رویترز به نقل از مقام‌های امریکایی گزارش داده که واشنگتن، افزون بر «غیرقابل‌قبول» خواندن اقدامات ایران در این آبراه راهبردی، هشدار داده که این حمله‌ها با پیامدهایی همراه خواهد بود.

🖌️: ‏قطر در پی هدف قرار گرفتن نفتکش «الرکیات» در نزدیکی تنگه هرمز، معاون سفیر ایران را احضار و یادداشت اعتراضی رسمی خود را به وی تسلیم کرد.

‏وزارت خارجه قطر در خبرنامه‌ای این حمله را نقض جدی امنیت کشتیرانی بین‌المللی، تهدیدی برای امنیت عرضه جهانی انرژی و تخطی آشکار از حقوق بین‌الملل توصیف کرده است.

‏این وزارت از ایران خواسته است فوراً هرگونه اقدامی را که امنیت منطقه، کشتیرانی بین‌المللی و عرضه جهانی انرژی را به خطر می‌اندازد، متوقف کند و درباره این حمله توضیح فوری ارایه دهد.