مهم ترین های امروز چهارشنبه

جوونی 17, 2026 - 17:14
 0  1
مهم ترین های امروز چهارشنبه

🖌️: ‏د افغانستان بانک اعلام کرده است که وارد کردن ارزهای کشورهای منطقه به افغانستان ممنوع است و از بازرگانان، صرافان، شرکت‌های ترانسپورتی و مسافران خواسته تا از انجام این کار خودداری کنند.

‏این بانک همچنین از شهروندان خواسته است در معاملات روزمره از پول افغانی استفاده کنند.

🖌️: ‏د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج‌الدین حقاني، د یاد وزارت د رهبرۍ په غونډه کې د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت پر لا ټینګښت او د ولس د باور د پیاوړتیا لپاره د پولیسو پر جدي هڅو ټینګار کړی دی.

‏خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله راغلي، ټول امنیتي ځواکونه باید د خلکو د ریښتیني خدمت له لارې له ولس سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي، څو د ولس او امنیتي بنسټونو په همغږۍ ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

‏حقاني همداراز د اسلامي امارت د رهبر له لوري د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوي توشیح شوي قانون د عملي کېدو او د محرم الحرام میاشتې پر مهال د امنیتي تدابیرو د نیولو پر اړتیا ټینګار کړی.

🖌️: ‏د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز لیکلي، د افغانستان–منځنۍ آسیا د څېړنیزو مرکزونو د ګډې غونډ په دوېیمه برخه کې د «سیمه‌ییز ثبات، نښلون او اقتصادي همکاري» تر سرلیک لاندې څېړنیز بحث و شو.

‏په دې پینلي بحث کې د افغانستان، اوزبېکستان، ترکمنستان، تاجېکستان، قزاقستان او قرغیزستان څېړونکو او متخصصینو ګډون کړی و.

‏د مرکز په وینا، دا بحثونه به د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او عملي همکاریو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

🖌️: ‏د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع طلوع‌نیوز ته تایید کړه چې تر دې وروسته د پاکستان لاس یا د افغانستان خلاف لاس موټرو ته په هیڅ ډول پلیټ نه ورکول کیږي.

‏هغه زیاته کړه چې تر دې مخکې هم چې کومو خلاف لاس موټرو ته په کابل کې د ګرځېدو اجازه ورکړ شوې، هغوی به هم له کابله وباسي.

🖌️: ‏د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د افغان انوېسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره وکتل.

‏د اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي، د یاد شرکت مسوولینو دغې کتنه کې ویلي چې د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ د برېښنا لین غځولو او د الوان دښتې د سب‌سټېشن د پراختیا چارې بشپړېدو ته نږدې شوې چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

🖌️: ‏د امریکا متحده ایالاتو په ټیکزاس کې یوه کوچنۍ الوتکه رانسکوره شوې.

‏د امریکايي رسنیو راپورونو پر بنسټ په ټیکزاس کې یوه کوچنۍ الوتکه رانسکورېدو وروسته اور اخېستی چې له امله یې ۱ تن ژوند بایللی دی.

‏د راپورونو له مخې مرستندویان او لارویان په چټکۍ د پېښې ځای  ته رسېدلي دي.

🖌️: ‏خبرگزاری رویترز گزارش داده است که دست‌کم چهار نفر در پی حمله‌های هوایی اسراییل به جنوب لبنان کشته و چندین تن دیگر زخمی شده‌اند.

‏این حمله‌ها در حالی انجام شده که با وجود کاهش درگیری‌ها پس از اعلام توافق موقت میان ایران و ایالات متحده، تنش‌ها میان اسراییل و حزب‌الله لبنان همچنان ادامه دارد.

🖌️: امریکايي لیکوال او رسنیز فعال، جرمي سکېهل له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، وروسته له هغې چې د ټرمپ ادارې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړي په توګه د عمان رول کمزوری کړ او پاکستان هم د تهران د باور وړ پایلې ورنه کړې، ایران د منځګړیتوب لپاره قطر ته مخه کړه.

‏د هغه په وینا، ایران باور درلود چې قطر د غزې د اوربند په خبرو کې د خپل رول له امله د ټرمپ پر ادارې او شخصاً پر ټرمپ ډېر اغېز لري.

🖌️: ‏امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې فدرالي څارنوالانو د رحمان‌الله لکڼوال پر وړاندې د وژنو او وسلو کارولو په ګډون نوي تورونه ثبت کړي دي.

‏د راپورونو له مخې، د امریکا عدلیې وزارت اوس ارزوي چې ایا د هغه پر ضد د اعدام سزا وغواړي که نه.

‏لکڼوال د واشنګټن ډي سي په یوه پېښه کې د ملي ګارد د یوې غړې د وژنې او د بلې د ټپي کولو په تور محاکمه کېږي، خو هغه پر ټولو تورونو کې خپله بې‌ګناهي څرګنده کړې ده.

🖌️: شوکت میرضیایف، رییس جمهور اوزبیکستان در مراسم افتتاحیه رسمی پنجمین فورم بین المللی تاشکند می‌گوید که برای دست یابی به آب های جنوبی روی کریدور ترانس- افغان به شدت کار می کنند.

‏آقای میرضایف در این برنامه پافشاری کرد که با این عمل‌کرد به شبکه ترانسپورتی که آسیا و اروپا را با هم وصل می‌کند دست خواهند یافت.

‏این درحالی‌ست که مراسم افتتاحیه این فورم که با سخنرانی رییس جمهور اوزبیکستان آغاز شد در آن هئیت امارت‌اسلامی افغانستان نیز اشتراک کرده است.