مهم ترین های امروز سه شنبه
🖌️: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا (چهارشنبه) په بامیان، پکتیکا، خوست، سمنګان، سرپل، فاریاب، بغلان، تخار، بدخشان او ننګرهار ولایتونو کې د تېز باران ورېدو، د تالندې او برېښنا پېښېدو او د سېلابونو د راتلو اټکل کړی دی. یاد ریاست له خلکو غوښتي چې د سیندونو غاړو او هغو سیمو ته چې د سیلاب خطر پهکې شتون لري، له نږدې کېدو ډډه وکړي.
🖌️: ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خوړو او درملو د پلاوي غونډه د ریاستالوزراء د اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي، په مشرۍ ترسره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د پلاوي غړو د خپلو سپارل شویو دندو او فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل او د اړتیا وړ درملو د مجاز لېست د بشپړولو، د بېکیفیته درملو د وارداتو د مخنیوي او د هېواد د درملو د تنظیم د سیستم د معیاري کېدو په اړه بحث او ارزونه وشوه.
ارګ زیاتوي چې د غونډې په پای کې څارونکو ټیمونو ته دنده وسپارل شوه څو په بازارونو کې د بېکیفیته او تاریختېرو خوړو او درملو د پېر او پلور مخه ونیسي.
🖌️: ایرانۍ رسنیو ویلي چې د هلمند ولایت د مرستیال والي، رحیمالله محمود په مشرۍ یو پلاوی د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه د ایران خراسان جنوبي ولایت ته سفر کړی دی.
د راپورونو له مخې، د هلمند پلاوی د خراسان جنوبي د صنعتي، کانونو، کرنې، روغتیا او پوههبنسټه شرکتونو له ظرفیتونو لیدنه کوي او له دولتي چارواکو او خصوصي سکټور استازو سره به د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
د هلمند مرستیال والي ویلي، د دغه سفر موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د هلمند او خراسان جنوبي ترمنځ د همکاریو پراخول دي.
🖌️: د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې کمیسیون وایي، د دوشنبې (د غبرګولي ۲۵مې) په ورځ له ایران او پاکستانه ۴۷۲ افغان کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۲ زره او ۵۲۳ تنو ته رسیږي، هېواد ته راستنې شوې دي. دغه کورنۍ د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د نیمروز د ورېښمو لارې او د هرات د اسلامکلا بندر له لارې هېواد ته راغلې دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، د یکشنبې په ورځ هم له ایران او پاکستانه ۵۳۵ افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوې وې.
🖌️: نشست ویژه کمیسیون اقتصادی به ریاست ملا عبدالغنی برادر، معاون اقتصادی ریاستالوزرا، امروز (سهشنبه) در کابل برگزار شد.
بر اساس خبرنامه ریاستالوزرا، در این نشست موضوعات مطرحشده از سوی والیان هفت زون کشور مورد بررسی قرار گرفت. همچنان درباره کاهش میزان بیکاری، تطبیق بهتر و بهموقع پروژههای اقتصادی، فراهمسازی سهولتها برای صادرات و واردات، تصفیه مواد نفتی خام، گسترش فهرست اقلام مجاز دواهای وارداتی، تسریع روند ویزه نقشههای ساحات صنعتی، تنظیم و هماهنگی روند اجاره زمینهای امارتی، افزایش صادرات و توسعه تجارت، و شماری از موضوعات دیگر بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
🖌️: تختروانچی: قالیباف و ونس در مراسم امضای یادداشت تفاهم ایران و آمریکا حضور دارند.
مجید تختروانچی، معاون وزیر امور خارجه ایران در جمع خبرنگاران با تشریح جزئیات این یادداشت تفاهم گفت: در این نشست به سفرا درباره مفاد توافق توضیح داده شده و تأکید شده است که جنگ در تمامی جبههها پایان یافته است؛ در روز امضای این توافق، محمدباقر قالیباف از طرف ایران و جیدی ونس از طرف آمریکا حضور خواهند داشت.
🖌️: بازگشت تردد از تنگه هرمز به شرایط عادی ممکن است ماهها طول بکشد.
در پی اعلام اخبار مرتبط با توافق اولیه میان آمریکا و ایران، ابهام درباره زمان و چگونگی بازگشایی کامل تنگه هرمز همچنان ادامه دارد و کارشناسان پیشبینی میکنند عادیشدن تردد کشتیها از این آبراهه چند ماه زمان ببرد.
🖌️: آمریکا درخواست اسرائیل برای دیدن متن توافق حاصل شده با ایران را رد کرد
به گزارش شبکه 12 تلویزیون اسرائیل، ایالات متحده درخواست تلآویو برای دیدن متن توافق حاصل شده با ایران را رد کرده است.
🖌️: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لبنان کې د اسرائیلو د روانو بریدونو پر دوام نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دغه نښتې تر اړتیا ډېرې اوږدې شوي او درنده مرګ او ژوبله یې اړولې ده.
هغه پر استوګنیزو ودانیو د اسرائیلو بریدونه هم وغندل او څرګندوي، چې د دغو ودانیو ټول اوسېدونکي د حزبالله غړي نهدي.
د امریکا ولسمشر همدارنګه ویلي: له اسرائیلو یې غوښتي، چې سوریې ته له حزب الله سره د جګړې اجازه ورکړي.
هغه زیاته کړې: «زما پر اند سوریه به پهدې برخه کې ښه کار وکړي.»
ټرمپ ټینګار کړی، چې که دی نه وای؛ اسرائیل به هم نهوای.
🖌️: د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، که پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د حل او په سیمه کې د سولې د ټینګښت هڅې کوي، نو "ولې ورته تګلاره د افغانستان پر وړاندې نه غوره کوي؟"
مولانا فضل الرحمن د پاکستان پارلمان ته په خبرو کې د دغه هېواد پر حکومت غږ کړی چې افغانستان کې د ترهګرو د شتون په پلمه د هوايي بریدونو پر تګلارې بیا غور وکړي.
هغه دغه راز ویلي چې افغانستان ثبات او پاکستان هم یو باثباته ګاونډي ته اړتیا لري.
تر دې وړاندې د پاکستان د ملي شورا غړي اسد قیصر هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سوداګریزو محدودیتونو نیوکه کړې وه او ویلي یې و چې د لارو دوامداره تړل کېدل به د پېښور اقتصاد او صنعت له جدي ناورین سره مخ کړي.
🖌️: د امریکا بي-۵۲ بم غورځوونکې الوتکه په کالیفورنیا کې تر الوتنې لږ وروسته راغورځېدلې ده.
سيانان د لومړنیو مالوماتو پر بنسټ راپور ورکړی چې په الوتکه کې سپاره ټول اته کسان مړه شوي دي.
راپور کې راغلي چې بېړنۍ مرستندویه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې دي او وضعیت تر ارزونې لاندې دی.
🖌️: د ایران د پارلمان رییس، محمد باقر قالیباف ویلي چې د ایران د خلکو د مقاومت او د امنیتي او پوځي ځواکونو د مېړانې په پایله کې، هېواد یې د بري پر لور یو مهم ګام اخیستی دی.
قالیباف په اېکس کې لیکلي، هغو کسانو چې غوښتل یې ایران کمزوری او تسلیم کړي، خپلې موخې ته ونه رسېدل.
🖌️: په قزاقستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ لیکلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، اېډوارډس سټیپرایس، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ګیل برتران او د اروپايي کمېسیون د څانګې مشرې، شارلوټ اډرین په الماتا ښار کې د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا د ځانګړو استازو او استول شویو استازو په اتمه غونډه کې ګډون کړی دی.
د استازولۍ په وینا، په دې غونډه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو او ملګرو ملتونو استازو د افغانستان وروستي وضعیت او پر سیمې یې د اغېزو په اړه نظرونه تبادله کړل.
په غونډه کې د افغانستان اقتصادي، ټولنیز او بشري وضعیت، د اوبو مدیریت او اقلیمي بدلون، بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه، او همدارنګه سوداګري، نښلونې او سیمهییزې همکارۍ وڅېړل شوې.
🖌️: چینایي رسنیو لیکلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) له غړو غوښتي چې په نننۍ نړۍ کې د ثبات، رغنده همکارۍ او پرمختګ د ځواک په توګه لا غوره رول ولوبوي.
وانګ يي په بېجینګ کې د شانګهای همکاریو سازمان د جوړېدو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت مراسمو کې ویلي، دغه سازمان باید د سولې، پرمختګ او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاریو په پراختیا کې بېلګه واوسي.
هغه همداراز د ګډ، هر اړخیز او دوامداره امنیت پر ټینګښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د منځني ختیځ د سولې او ثبات ترڅنګ باید د افغانستان د بیارغونې او پراختیا ملاتړ هم وشي.
🖌️: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، دغه هېواد لپاره د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال او د بشري چارو همغږي کوونکی برونو لمارکي کابل ته رارسېدلی او نن یې خپله دنده پیل کړه. لمارکي داسې مهال کابل ته رارسیږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ د یوناما ماموریت د یو کال لپاره تمدید کړ.
هغه چې د اندریکا راټواټه ځای ناستی دی په افغانستان کې به د پراختیایي څانګې مشري هم پر غاړه ولري.
🖌️: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، ایران سره د لاسلیک شوې هوکړې بشپړ متن به په یوه خبري کنفرانس کې "کلمه په کلمه" ولولي څو یې رسنۍ په دقیق او عادلانه ډول خپور کړي.
ټرمپ د دې هوکړې اهمیت ته په اشارې سره ویلي چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د اټومي تړون (JCPOA) برعکس، د ده هوکړه ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لاره نه پرانیزي.
هغه زیاته کړې: «د اوباما تړون د اټومي وسلې پر لور یوه لاره وه، خو زما هوکړه د اټومي وسلو پر وړاندې یو دیوال دی.»
ټرمپ دا څرګندونې په داسې مهال کوي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د احتمالي نوي هوکړې د جزییاتو په اړه په نړۍواله کچه پاملرنه زیاته شوې ده.
🖌️: ریچارد لیندزی، نماینده ویژه بریتانیا برای افغانستان، از تمدید ماموریت دفتر هیأت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما) برای یک سال دیگر استقبال کرده است.
او گفته است که یوناما در کنار شرکای ملی و بینالمللی، نقش مهمی در پشتیبانی از رساندن کمکهای بریتانیا به مردم افغانستان و نیز هماهنگی تلاشهای گسترده جامعه جهانی در این کشور ایفا میکند.