د «خر» انتقال پر ملال !!
له لوړ سرليک يا عنوان څخه به ډېری لوستونکي د څلور بول انتباه واخلي ، او فکر به وکړي چې پر څلور بول مې بحث کړی !!
نه، هيڅکله نه ؛ زما بحث پر څلور بول نه ؛ بلکې پر يوه داسې انسان دی چې په سيمه کې يې په « خر » شهرت موندلی ؤ !! هغه د نورو کمونيستانو په څېر افتخاراً ځانته « خر » تخلص غوره کړی ؤ !! « خر » څلور بول نه ؤ چې په ساختاري لحاظ يې څلور پښې لرلې وي ؛ بلکې انسان ؤ ؛ خو عقل يې دا ايجابوله چې « خر » ورته وويل شي ؛ دا د هغه سنجيده انتخاب ؤ ، او داسې معنا يې لرله ؛ لکه نن چې د انرژي په دبلي د غوايي انځور راوړل کېږي ؛ معنا دا چې د څلور انچه ډبي مشروبات چاته د غوايي هومره ځواک ور بښلی شي !!
ډېری کمونيستانو د خپل اقتدار په دور کې په ورته تخلصونو افتخار کاؤ ؛ ځکه خو « اور » ، « توپان » ،
سېلاب » ، « تندر » او آن « بې خدا » پکې را پيدا شول!!
ويل کېږي چې د « کرهالې »د دوولس سوه بې ګناه انسانانو د قتل مُسبب هم پر ځان باندې « بې خدا » تخلص ايښی ؤ !! دوی ځکه دا ډول تخلصونه انتخابول چې له يوې خوا يې په ترحم او عاطفه باور نه لاره ، او له بلې خوا يې ګروهه له خدای څخه د انکار پر احساس ولاړه وه ؛ ځکه خو به يې بنديانو ته د تراټې په مهال ويل: «اوس دې خپل خدای ته غږ کړه چې تا رانه خلاص کړي» !! ننګرهار کې د خاد پخوانی ريس جنرال عمر هم همداسې سخت زړی کمونيست ؤ چې له خرې ورځې يې په ځان « خر » تخلص ايښی ؤ ، او سلګونه افغانان يې د ژوند له نعمته بې برخې کړل!! وړمه ورځ « خر » په کوپنهاګن او همغه غرب کې خاورو ته وسپارل شو چې نوموړي يې د انسلاک په تور هر افغان د مجازات وړ باله!! دوی د خپلې واکمنۍ په دور کې لکونه انسانان له لوېديځ سره د پېيلتوب په تور ووژل ؛ د بي بي سي راډيو ته غوږ نيول يې غربيتوب بلل ؛ خو نن يې ډېری کسان له غربه تغذيه کېږي ؛ هم يې په راډيوګانو کې کار کوي ؛ هم يې مړي د غرب پر لمنه سرونه ږدي !!