افغان مېرمنې؛ د کورنیو حساسیتونو او بهرنیو سیالیو ترمنځ

جوونی 10, 2026 - 18:41
 0  2
افغان مېرمنې؛ د کورنیو حساسیتونو او بهرنیو سیالیو ترمنځ

د افغانستان په معاصر سیاسي تاریخ کې د مېرمنو اړوند موضوعات تل له هغو حساسو او اغېزناکو مسایلو څخه پاتې شوي چې نه یوازې یې ټولنیز او فرهنګي ابعاد درلودلي، بلکې سیاسي او امنیتي اړخونه یې هم د پام وړ اهمیت خپل کړی دی. تعلیم، حجاب، کار او د ښځو ټولنیز حضور هغه موضوعات دي چې د افغاني ټولنې د دودیز جوړښت، دیني باورونو او کلتوري ارزښتونو له امله په خورا حساسه فضا کې مطرح کېږي. د دیني پوهاوي کمښت، د دودونو او شرعي احکامو ترمنځ د کرښو ګډوډي، او د بېلابېلو سیاسي لوریو تبلیغاتي سیالۍ د دې لامل شوي چې د ښځو اړوند هر بحث په چټکۍ سره د ټولنیز تشنج او سیاسي اختلافاتو بڼه خپله کړي.

همدا حساسیت د دې سبب شوی چې د افغانستان د مخالفینو او بهرنیو لوبغاړو لپاره د ښځو مسئله د نفوذ او فشار یوه اغېزمنه وسیله وګرځي. د افغانستان په اړه د نړیوالو بحثونو لویه برخه نن د ښځو د وضعیت پر محور راڅرخي، او دا موضوع کله د بشري حقونو د دفاع تر عنوان لاندې او کله د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کارول کېږي. په داسې حال کې چې د ښځو د حقونو او ټولنیز مشارکت مسئله د هرې ټولنې د پرمختګ یو مهم اصل ګڼل کېږي، خو په افغانستان کې د دې موضوع سیاسي کېدل او د بهرنیو موخو لپاره ترې استفاده د ټولنیز ثبات لپاره جدي ننګونې زېږوي.

په همدې لړ کې د هرات وروستۍ پېښې او د ښځو د حجاب په اړه سخت چلندونه د ګڼو سیاسي شنونکو پام ځانته اړولی دی. ځینې تحلیلونه دا اقدامات یوازې د ټولنیزو مقرراتو د تطبیق موضوع نه ګڼي، بلکې د واکمن نظام دننه د فکري او سیاسي اختلافاتو له زاویې ورته ګوري. د دوی په اند، دغه ډول اقدامات ښایي د هغو کړیو له لوري ترسره شوي وي چې غواړي د نظام د بهرني سیاست او سیمه‌ییزو اړیکو په اړه خپل مخالفت یا ناخوښي په غیر مستقیم ډول څرګنده کړي. که څه هم د دغو تحلیلونو د تایید لپاره قاطع شواهد نشته، خو د افغانستان سیاسي واقعیتونه ښيي چې ټولنیزې مسئلې ډېر ځله د سیاسي پیغامونو د لېږد وسیله ګرځي.

په همدې پس‌منظر کې د افغانستان او روسیې ترمنځ وروستۍ تفاهمنامې ته هم د ځانګړي اهمیت په سترګه کتل کېږي. د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، سرحدي امنیت او ملي حاکمیت د ساتنې لپاره هر هغه اقدام چې د سیمه‌ییزو قدرتونو سره د امنیتي همغږۍ زمینه برابره کړي، د ستراتیژیک ضرورت حیثیت لري. د نړیوالو او سیمه‌ییزو ګواښونو په موجودیت کې افغانستان نشي کولای ځان له امنیتي تعاملاتو او سیمه‌ییزو تفاهمونو لرې وساتي. له همدې امله د ملي امنیت له نظره دا ډول تفاهمنامې د اړتیا محصول ګڼل کېږي، که څه هم د اوږدمهالو سیاسي او جیوپولیټیکي اغېزو په اړه اندېښنې ورسره مل وي.

د افغانستان تجربه ښيي چې هرکله داخلي اختلافات د ټولنیزو او مذهبي موضوعاتو له لارې راڅرګند شوي، د هېواد د ثبات او ملي یووالي پر وړاندې نوي خنډونه رامنځته شوي دي. له همدې امله د ښځو، تعلیم، حجاب او نورو حساسو مسایلو مدیریت باید د احساساتو، سیاسي رقابتونو او بهرنیو اغېزو پر ځای د ملي ګټو، اسلامي اصولو او ټولنیز واقعیت پر بنسټ ترسره شي. ځکه چې د دې موضوعاتو سیاسي کېدل نه یوازې د ټولنې دننه د بې‌باورۍ فضا پراخوي، بلکې بهرنیو لوریو ته هم د مداخلې او نفوذ زمینه برابروي.

په اصل که افغان مېرمنې باید نه د داخلي سیاسي رقابتونو قرباني شي او نه هم د بهرنیو استخباراتي او تبلیغاتي لوبو وسیله وګرځي. د افغانستان ثبات، ملي حاکمیت او ټولنیز یووالی هغه مهال تضمینېدای شي چې د ښځو اړوند موضوعات د سیاسي شخړو له ډګره وایستل شي او د اسلامي ارزښتونو، ملي مصلحت او ټولنیز تفاهم په رڼا کې ورته حللارې ولټول شي. همدا توازن کولای شي هېواد له نوو بحرانونو وژغوري او د یو باثباته او خپلواک افغانستان لپاره زمینه برابره کړی.