د محترم حکمتيار صاحب کتاب: بوسنيا او له عبرتونو ډک تاريخ ئې
که مو بوسنيا و پېژنده غزه هم پېژندی شو
مسلمانان بايد پوه شي چي د 21مي پېړۍ نښتي او جگړي؛ د غرب سيكولر او دين دښمن تمدن او د اسلام ديني او معنوي تمدن تر منځ رواني دي، له فكري پلوه د قرآن او بايبل پلويانو تر منځ؛ او له نظامي او سياسي پلوه د اسلامي امت او غرب تر منځ؛ په دې جگړي كي له دې دواړو لوريو پرته؛ بله ډله او غړي به ئې فقط منافقين او د قرآن په اصطلاح مذبذبين بين ذلك وي؛ مهمه نه ده چي پر خپل ځان څه نوم ږدي او د خپلي تگلاري او مذهب په اړه څه تصور او نظر لري.
څه چي په بالكان او په ځانگړې توگه په مظلومي بوسنيا كي تېر شول؛ نن په غزه كي تكرارېږي؛ په دومره توپير سره چي هلته يرغلگر ځواكونه د صليب تر بيرغ لاندي جنگېدل خو نن همغه ځواكونه؛ صهيونستان د كرايي جنگياليو په توگه د فلسطينيانو خلاف جنگوي؛ هغه مهال د بوسنيا مسلمانان يوازي پرېښودل شوي او په ټولي نړۍ كي ئې هيڅ مرستندوى نه درلود؛ خو نن د غزې مقاوم او سرلوړي مجاهدين؛ د داسي سختي محاصرې په دوران كي يوازي پرېښودل شوي چي د فضاء، وچي او بحر ټولي لاري پرې تړل شوې، داسي سخته قحطي پرې تپل شوې چي د لوږي له كبله ئې د مړو شمېر زرگونو ته رسېدلى.
حکمتیار