د محترم حکمتيار صاحب کتاب: غزه - د ايمان مضبوط او مقاوم سنگر مؤمن چاپ شوه
غزه د ايمان مضبوط او مقاوم سنگر مؤمن – مؤمن او منافق، صادق او کاذب ئې جوت کړل
ما هڅه كړې د فلسطين قضيه په لږ تفصيل سره وڅېړم، وښيم چي دا لانجه څنگه او كله رامنځته شوې؟ صهيونستي دولت كله او د چا له لوري او د كومو موخو لپاره جوړ شوى؛ يهودان د چا د منصوبې مطابق د نړۍ له گوټ گوټ فلسطين ته راانتقال شوي؟ حاميان، مدافعان او مرستندويان ئې څوك دي، له دې دفاع او مرستو څه ترلاسه كول غواړي؟ فلسطينيانو د اشغال خلاف څه كړي، د خپلواكي ترلاسه كولو لپاره ئې كومي تگلاري آزمويلې، له كومو كومو پړاوونو تېر شوي او اوسني حالت ته رارسېدلى؟ په داسي حالت كي چي فلسطينيان پرون او نن ورسره مخامخ دي؛ د دوى ديني وجيبه او مسئوليت څه دئ؟ د دوى په وړاندي د ټول اسلامي امت شرعي دنده او فريضه څه ده؟ ما ته غزه او دردناك وضعيت ئې يوه ستره الهي آزموينه برېښي؛ په دې سره مؤمن او منافق، د ايمان په دعوى كي صادق او كاذب، د اسلام او مسلمانانو پټ او څرگند دښمنان؛ او اسلام ته ژمن ډلي او شخصيتونه پېژندل شوي او تفكيك شوي. د فلسطينيانو د واقعي او عاجلي بريا لپاره دعاء كوم او له الله تعالى د خپلو ايماني مسئوليتونو اداء كولو توفيق او سعادت غواړم. آمين
حكمتيار