د قانون له مخي به اوس کانگرس د ۴۵ ورځو لپاره دا پرېکړه وڅېړي
د سوریې د عبوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني هغه انځور خپور کړی چي دی او ولسمشر احمد الشرع په الوتکه کي دننه ناست ښکاري. په دې انځور کي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه لیک هم مل وو چي د ناټو د سرمشریزي په څنډه کي ئې ولسمشر الشرع ته ورکړی وو. په دې لیک کي راغلي چي د امریکا کانگرس ته په رسمي ډول د هغي پرېکړي خبر ورکړل سوی چي له مخي به ئې د سوریې د "ترهرگرۍ د ملاتړي دولت" په لیست کي ترتیب سوې درجه بندي لغوه سي او تر دې وروسته به د ۴۵ ورځو قانوني بیا ارزوني موده هم پیل سي.
د لیک متن:
جلالتمآب ولسمشر احمد الشرع
د سوریې عربي جمهوریت ولسمشر
دمشق
گران ولسمشره!
ما نن کانگرس ته د خپلي هغې پرېکړي خبر ورکړ چي د سوریې د "ترھگرۍ د ملاتړي دولت" درجه بندي لغوه کړم. د قانون له مخي به اوس کانگرس د ۴۵ ورځو لپاره دا پرېکړه وڅېړي؛ تر څو بالاخره نافذه سي.
ما ژمنه کړې وه چي هغه ټول خنډونه به لیري کړم چي ستاسو د هېواد د بیارغوني مخه نیسي او ډېر ژر به تاسو بالاخر وکولی سئ دا کار ترسره کړئ.
موږ امریکايي شرکتونه لرو چي په سوریه کي پانگوني ته چمتو دي او غواړي مرسته وکړي چي ستاسو هېواد تر پخوا لا ستر، پرمختللی او سوکاله سي.
زه د دې پرېکړې هغه مثبت اغېز ته لېوال یم چي د سوریې پر خلکو به ئې ولري او هم د دې هیله لرم چي زموږ د دواړو هېوادونو تر منځ شراکت نور هم ژور او پیاوړی سي.
په درنښت!
ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر