د اخوان لپاره ځای نشته!
لیکوال: ډاکټر محمد الصغیر
ژباړه: محمد هاشم شاهین
کیسه د ۲۰۱۳م کال د جولای له درېیمي نه بلکي د ۱۹۵۲م کال د جولای له ۲۳مي پیل سوې ده. له هغې ورځې راهیسي چي فوځي افسرانو پر پاچا فاروق کودتا وکړه؛ مصر د یوې نوي کورنۍ د واکمنۍ پړاو ته داخل سو. هماغه کورنۍ چي د محمد علي کورنۍ ئې له واکه لیري کړه او د فوځي سلطنت بنسټ ئې کېښود. د قام د زامنو پر ځای د فوځ د قطعې زامن واکمن سول او د واک موروثي نظام نور د نسبي اړیکو پر بنسټ نه بلکي د فوځي شالید پر بنسټ روان سو.
لکه څنگه چي پاچاهي د شاهي کورنۍ له غړو نه بهر نه وځي؛ همداسي واک هم د فوځي جنرالانو له جوړ کړي چوکاټه بهر نه وځي. کله چي د همدې فوځي نظام په دېوال کي لومړی دَرز پیدا سو؛ د جنورۍ ۲۵مي انقلاب وکولی سول له هماغه درز نه دننه ننوځي. دا هغه مهال وو چې د حسني مبارک د زوی؛ جمال مبارک د واک د میراث پروژه پیل سوه او د خپل پلار د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې له هغه سره د ولیعهد په څېر چلن کاوه.
خو د واک تنده او د سلطنت ځواک د مصلحت او نرمښت ژبه نه پېژني. د فوځ مشرانو په یوه خوله پرېکړه وکړه چې د واک د میراث دا پلان باید شنډ کړي. هغوی خپله اراده پټه وساتله او مناسب فرصت ته په تمه سول؛ کله چي د جنورۍ د ځوانانو خوځښت (د عربو پسرلی) راپورته سو هماغه شېبه ئې مناسب فرصت وگاڼه؛ څو ملکي وارث له خپلي لاري ليري کړي.
دلته نو فوځي شوریٰ له حُسني مبارک څخه لږ څه لاس پورته کړ او په هماغه اندازه ئې انقلابي ځوانانو ته هم لاره خلاصه کړه. له هغوی سره هغه ولسي ډلي هم یو ځای سوې چي د آزادۍ او بدلون تږي وې.
دلته د ستونزي دَرز نور هم پراخ سو. دولتي ادارو هڅه وکړه چي وضعیت بېرته تر خپل کنټرول لاندي راولي او د پاڅون کوونکو مخه ونیسي؛ ځکه د دوی په اند د انقلاب د ځوانانو دنده پای ته رسېدلې وه؛ هغه دنده چي د لنډ وخت لپاره د فوځي مشرانو له نیت سره برابره سوې وه؛ په ځانگړي ډول وروسته له هغې چي حسني مبارک د ولسمشرۍ له دندي استعفیٰ اعلان کړه او واک ئې فوځ ته وسپاره. حسني مبارک ډېر ناوخته درک کړه چي د جمال مبارک د واک خوبونه تش خیالونه ول او هماغه خیالونو د ده د واکمنۍ او کورنۍ پاته ورځو ته هم ستر زیان واړاوه.
وروسته د فوځي شوریٰ انتقالي دوره پیل سوه. دا هغه ورځي وې چي د فوځي شوریٰ او د انقلاب د ډلو تر منځ د نښتو او شاتگونو لړۍ روانه وه. د انقلاب ډېری ډلي د لاسته راوړنو په هیله وغولېدې، د "الرماة غره" (یعني د تحریر میدان) سنگر ئې پرېښود او د غنیمتونو په وېش بوختي سوې. زه په دې برخه کي هیڅ څوک مستثنیٰ نه گڼم.
فوځي شوریٰ د "ووېشه او حکومت وکړه" سیاست خپل کړ او د انقلاب د بېلابېلو ډلو تر منځ په موجودو اختلافاتو ئې خپله دنده اسانه کړه. آن د یوې واحدي ډلي د غړو تر منځ هم څرگند اختلافات راپیدا سول. موږ ولیدل چي د اسلامي بهیر استازیتوب څو بېلابېلو گوندونو کاوه او دا تقسیم یوازي د اخوان المسلمین او سلفیانو تر منځ باقي پاته نه سو.
د دې پړاو پایله په دوو مهمو نتیجو پای ته ورسېده:
لومړۍ: ډاکټر محمد مرسي د مصر د لومړي هغه ولسمشر په توگه بریالی سو چي د ولس په آزادي ارادې او آزادو ټاکنو کي ټاکل سوی وو.
دویمه: د تحریر میدان پخواني ملگري د انقلاب په سیالانو واوښتل. هري ډلي داسي انگېرله چي فوځي شوریٰ تر خپل انقلابي ورور ورنږدې ده او دا چي له فوځ سره ائتلاف کول واک ته د رسېدو یوازینۍ لار ده.
تر ټولو لومړی اسلامي بهیر (حزب النور) په همدې پایلي باور وکړ. هغوی ډاډه ول چي ولس به ئې لکه څنگه چي په ټولو ټاکنیزو پړاوونو کي ئې ملاتړ کړی وو بیا هم غوره کړي او فوځ به د دې ضامن وي چي ټاکني ترسره شي او صندوقونو ته د رسېدو لاره خوندي پاته سي.
همداسي وسول؛ اسلامي بهیر د ولسي جرگې (مجلس الشعب) په ټاکنو کي په څرگند اکثریت بریالی سو. خو د "شاتو میاشت" ډېر دوام ونه کړ؛ ځکه فوځي فکر مشروعیت د رایو په صندوق کي نه ویني بلکي د مرمیو او مهماتو په صندوق کي ئې ویني.
وروسته مدني بهیر او د ژغورني جبهه هم په همدې دام کي ولوېدل. هغوی داسي گومان وکړ چي فوځ به د "اخوانیانو واکمني" نسکوره کړي او واک به دوی ته وسپاري.
خو حقیقت دا دئ چي د فوځیانو دریځ د ملکي حکومتونو په اړه یو شان دئ؛ که هغه حکومت اسلامي وي او که کمونیستي؛ فوځ دا مدني بهیر یوازی د لنډمهالي پردې په توگه وکاراوه. ځینو دا حقیقت ژر درک کړ خو ځیني نور بیا د غرور او ځانغوښتني ښکار سول؛ تر دې چي یا په خپلو پخلنځیو کي بند پاته سول او یا د خپلو خوېندو ملگري سول!
که د منتخب ولسمشر او د هغه د ډلي له منځه وړل یو بشپړ کال ونیوی؛ نو د مدني پوښښ او موقت ولسمشر له منځه وړل هم یو بل کال وغوښت. په دې توگه د عدلي منصور د یو کلن سېوري تر پای ته رسېدلو وروسته فوځي کورنۍ بېرته خپله واکمني بشپړه ترلاسه کړه. ځینو شنونکو عدلي منصور د دې لپاره یوازي یوه موقته څېره بلله چي فوځي واکمني بېرته خپل اصلي ځای ته پرې راوگرځي.
د مصر د دولت د زوال او د هغه د امکاناتو د سپکاوي لړۍ له هغه وخته پیل سوه چي له سوډان څخه جلا سو؛ هغه هېواد چي له مصر سره ئې تاریخ، جغرافیه، خپلوي، د نیل سیند، ژبه او دین گډ دي.
وروسته جمال عبدالناصر له سوریې سره د وحدت اعلان وکړ؛ داسي یو وحدت چپ د لاسلیک تر مخه ئې هم د ناکامۍ نښې څرگندي وې. وروسته پرلپسې ماتي راغلې؛ د هغو ماجراجو فوځي افسرانو په لاس چي ټول تر څلوېښتو کلونو کم عمره ول؛ نه ئې سیاسي مخینه لرله او نه د رهبرۍ تجربه.
د واک لپاره د دوی سیالي ډېر ژر ښکاره سوه. هغوی پر خپل مشر محمد نجیب هم کودتا وکړه او هغه ئې تر مرگه پوري منزوي او بندي وساته؛ چي په پای کي د حسني مبارک د واکمنۍ پر مهال ومړ.
دا هر څه ثابتوي چي دا ټول یو واحد نظام دئ؛ داسي نظام چي دښمني له یوه نسل څخه بل نسل ته په میراث پرېږدي او ساتي.
د جمال عبدالناصر د سوسیالیزم څخه د سادات د اقتصادي پرانیستې (انفتاح) پوري؛ ستړی ولس د داسي اقتصادي پرانیستې شاهد پاته سوی چي ډېره برخه ئې خیالي وه. اصلي گټه ئې یوازي د قدرت مرکزونو او نفوذ لرونکو کسانو ته ورسېده او د شتمنو نوې طبقه راپیدا سوه؛ هغه طبقه چي د "غټو کبانو" او "چاغو پیشوگانو" په نوم یاده سوه.
خلکو د ژوند سختۍ او تنگسې په دې هیله وزغملې چي بریا به ترلاسه سي، اشغال سوې زمکه به آزاده سي او د دښمن تېری به دفعه شږسي.
د مصر د فوځ قومندانانو وکولی سول چي په جگړه کي بریا ترلاسه کړي، د بارلیف کرښه ماته کړي او تر سویز کانال واوړي. هغوی د ۱۳۹۳ هـ ق د رمضان لسمه / د ۱۹۷۳م کال د اکتوبر شپږمه د عزت او کرامت د بېرته را گرځېدو ورځ وگرځوله او اسرائیلي دښمن ته ئې سخت درس ورکړ.
خو د دې بریا خوښۍ ډېر دوام ونه کړ؛ ځکه انور سادات په کمپ ډېوېډ کۍ هغه څه له لاسه ورکړل چي سرتېرو ئې په جگړه کي ترلاسه کړي وو.
د دې ستري فاجعې د ژورتیا یوه نښه دا ده چي د کمپ ډېوېډ تړون د سادات د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو د درېیو وزیرانو د استعفیٰ لامل سو. هغوی اسماعیل فهمي، محمد ریاض او محمد ابراهیم کامل ول او دا ښيي چي د مصر د بهرنیو چارو د وزارت لوړپوړي کسان ټول د دې تړون مخالف ول.
په پای کي د مصر د لوی درستیز او د کانال د اوښتو د عملیاتو قومندان؛ ډگر جنرال سعد الشاذلي اړ سو چي الجزایر ته پناه یوسي.
لکه څنگه چي سادات د محمد نجیب په وړاندي د عبدالناصر لاره تعقیب کړه؛ هماغسي حسني مبارک هم هغه ظالمانه حکم پر خپل ځای پرېښود چي سادات د سعد الشاذلي پر ضد صادر کړی وو. حسني مبارک هغه بېرته مصر ته له راستنېدو وروسته زندان ته ولېږه تر څو خپله محکومه سزا تېره کړي؛ حال دا چي همدغه سعد الشاذلي د اکتوبر د جگړي پر مهال د حسني مبارک مستقیم مشر وو.
د فوځي کورنۍ واکمني د حسني مبارک د دېرش کلني دورې تر پایه روانه پاته سوه. مبارک د خپلو مخکینیو د واکمنۍ په اصولو کي هېڅ بدلون را نه وست بلکي حتیٰ هغه لږي آزادۍ ئې هم محدودي کړې چي سادات خلکو ته ورکړي وې.
هغه ځیني هغه دولتي دندي چي پخوا ملکي کسانو پر غاړه لرلې؛ لکه د ځینو ولایتونو والیان او د ادارو مشران؛ بېرته د فړځ جنرالانو ته وسپارلې.
په دې توگه د هېواد ټولي کورنۍ چاري د امنیتي مشرانو تر واک لاندي راغلې او د '"دولت د امنیت د پلټنو اداره" د دولت د ټولو مهمو برخو اصلي مسؤله وگرځېده. د پولیسو او فوځ لوړپوړي افسران د وزارتونو او دولتي ادارو د رهبرۍ په جوړښت کي ځای پر ځای سول.
زما مطلب یوازي د لرغونو آثارو، گرځندوی یا رېـل پټلۍ پولیس نه دي بلکي هغه جنرالان او لوړپوړي افسران دي چي د وزارتونو او ادارو په لوړو پوستونو کي وگومارل سول.
د دې تر ټولو څرگند مثال هغه وخت وو چي کله د جنورۍ تر انقلاب وروسته موږ د اوقافو وزارت ته داخل سوو. هلته مو ولیدل چي د وزارت اووه اصلي سکتورونه ټول د فوځ او پولیسو د اوو جنرالانو تر مشرۍ لاندي وو.
که د دعوت او جوماتونو په وزارت کي وضعیت همداسي وي نو تاسو خپله اټکل کولی سئ چي په نورو وزارتونو کي به څه حال وي.
کېدی سي د واکمنۍ د چلولو په طریقه کي ظاهري توپیرونه راڅرگند سي، یا وفادارۍ بدلي سي او خلک له یوه کمپ څخه بل کمپ ته ولاړ سي؛ خو فوځي کورنۍ تل د هماغو بنسټیزو اصولو ساتنه کړې چي لومړیو فوځي واکمنانو ایښي وو.
د دغو اصولو تر ټولو مهم ئې دا دي: د وړتیاوو او مسلکي اشخاصو له پامه غورځول، د وفاداریو لومړیتوب، د فساد او استبداد د نظام ساتنه او د همدې منظومې دوام.
د فوځي ولیعهدانو د پرلپسې واکمنۍ په ترڅ کي د مصر نړئوال او سیمه ییز رول هم په پرلپسې ډول کمزوری سو. گڼو نورو هېوادونو هڅه وکړه چي د "امالدنیا" (مصر) تاریخي ځای خپل کړي.
بلکي انځور په بشپړه توگه تغییر وکړ؛ لوی مصر د نندارچیانو په څوکیو کي کښېناست او داسي حالت ته ورسېدی چي د بل چا انتظار باسي څو "فاتحه" ولولي او دی یوازي "آمین" ووایي.
خو هغه څه چي د حیرانتیا پای نه لري؛ دا دي چي هغه فوځي دولت چي له ۱۹۵۲م کال راهېسي تر نن ورځي واکمن دئ غواړي د ملکي واکمنۍ یوازینی یو کلن پړاو (د مرسي بو کلن نظام) د تېرو او راتلونکو اویا کلونو د ټولو ناکامیو مسؤل وښيي.
سره له دې چي د فوځي کورنۍ له بیا واک ته رسېدو څخه دیارلس کلونه تېر سوي؛ بیا هم د دوی ټولي خبري یوازي د اخوان المسلمین د هماغه یو کلن حکومت په اړه دي.
حتیٰ ځیني ئې د غرور، کمي تجربې او ناپوهۍ له امله دې حد ته رسېدلي چي هره ستونزه چي نن دولت ورسره مخ دئ او هر هغه کړاو چي ولس ئې زغمي؛ ټول د اخوان المسلمین پر غاړه اچوي.
خو د مصریانو غبرگونونه دومره توند او حتیٰ د غچ اخیستني په څېر وو چي د اوقافو اوسنی وزیر په ستونزه کي ولوېد او اړ سو وروسته هماغه لیکنه د وزارت له رسمي پاڼي حذف کړي.
د جولای د درېیمي د کودتا د کلیزې پر مهال چي څومره اوازې، بې معنا خبري او بې اساسه ادعاوي خپرې سوې؛ دا ټول ښيي چي د جون دېرشم نظام (د سیسي کودتا) د بریا لپاره کوم نوی انځور نه لري او خپلو وگړو ته د وړاندي کولو لپاره له "اخوان المسلمین نه د وېرولو" پرته بل څه نه لري.
ایا دا د منلو وړ ده چي د جون دېرشمي د "مبارکي انقلاب" د دیارلسمي کلیزې پر مهال وویل شي چي د ډالر بیه له اوو مصري پونډو څخه پنځوسو پونډو ته د جنورۍ د انقلاب له امله لوړه سوې ده؟!
تر ټولو ساده پوښتنه دا ده: آیا د جون دېرشمي "ستر انقلاب" په دیارلسو کلونو کي ونه توانېد چي د جنورۍ "بدمرغه انقلاب" د یوه کال اغېزي له منځه یوسي؟!!
له دیارلسو کلونو یو اړخیزي واکمنۍ وروسته لا هم ستاسو ټولي خبري یوازي د اخوان المسلمین په اړه دي؛ دا چي څنگه مو هغوی له واکه لیري کړل. د دې خبري معنیٰ دا ده چي له دې "لاسته راوړني" (که ورته لاسته راوړنه وویل سي) وروسته مو هیڅ داسي څه نه دي وړاندي کړي چي پرې وویاړئ!! نو ځکه بېرته د اخوانیانو د موضوع راژوندي کول؛ د ستاسو د ناکامیو د پټولو یوه ناکامه هڅه ده.
ستاسو لخوا د اخوان المسلمین په اړه خبري به د غریب انسان لوږه ماته نه کړي، که اوبه ککړې وي د هغوی ککړتیا به ختمه نه کړي، د ښوونځیو د ټولگیو گڼه گوڼه به کمه نه کړي او د زده کړو کیفیت به هم لوړ نه کړي.
مصري وگړی غواړي واوري چي زاړه او وېجاړ روغتونونه اصلاح کېږي، یا د وژونکو نشه يي توکو د خپرېدو مخه نیول کېږي. هغوی غواړي د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره د خپلي بېوسۍ حل پیدا کړي.
د نهضت (اخوان المسلمین) خبرونه ـ په لفظي معنیٰ ـ نه لوږه مړولی سي او نه کومه گټه رسوي. مصري وگړی د خوراک او څښاک خبرونه غواړي؛ نه د مرشد د فضیلت کیسې.
منتخب ولسمشر محمد مرسي یوازي یو کال حکومت وکړ او تاسو په رښتیا هم وتوانېدئ چي د هغه تجربه په هماغه لومړي کال کي له بېخه او له منځه یوسئ. نو ولي د خپلي واکمنۍ د هر کال لپاره یو داسې هدف ونه ټاکئ چي بیا ئې عملي کړئ؛ لکه څنگه چي مو د اخوان المسلمین پر وړاندي خپله کینه سړه کړه؟!!
که په تېرو لسو کلونو کي مو د روغتیا، زده کړي او د بشري اساسي حقونو دوسیو ته همغومره پاملرنه کړې وای څومره چي مو اخوان المسلمین ته کړې ده؛ نن به مو هېواد د پرمختللو دولتونو په کتار کي ولاړ وای.
د جولای د درېیمي د کودتا د کلیزې په مناسبت د اوازو او بې معنیٰ خبرو هغه لویه اندازه چي خپره سوه؛ دا ثابتوي چي د جون دېرشم نظام (سیسي نظام) د بریا کوم نوی انځور نه لري او خپلو وگړو ته د وړاندي کولو لپاره د اخوان المسلمین له "بوگي" پرته بل څه نه لري.
د نظام له کمزورو وزرونو سره ځیني داسي کسان هم یو ځای سول چي اوږده موده پرې تېره سوې وه، زړونه ئې سخت سوي وو، د پردېسۍ زنگ پرې لگېدلی وو او د بېرته راستنېدو خوبونه ئې لیدل. نو هغوی هم د نظام هماغه زړې خبري بیا تکرار کړې او د اخوان المسلمین د مخالفت سندره ئې بیا پیل کړه؛ په دې هیله چي دې لاري ته به ورسېږي.
ځکه هغوی لیدلي وو چي تر دوی وړاندي ځینو نورو هم همدا نسخه ازمویلې وه او بریالي سوي وو. نو جادویي نسخه داسي سوه: "د فوځي قطعې زړه ته تر ټولو لنډه لار؛ د اخوان المسلمین سره دښمني ده."
او که څوک غواړي له لومړۍ ورځي خپله جگړه وگټي؛ یوازي یوه وسله ورته بس ده؛ هغه دا چي په دوو استاذانو کي دي پر یوه برید وکړي:
یا پر استاذ مؤسس حسن البناء او یا هم پر استاذ مفکر سید قطب رحهمه الله.
زه دلته د تاریخ لپاره دا هم ثبتوم چي د نظام راتلونکې جگړه به له اخوان المسلمین یا د خپلو دودیزو سیالانو سره نه وي؛ ځکه هغوی ته اوس داسي څه ورپېښ سوي چي په خپلو ستونزو بوخت دي. د پخوانۍ بڼې د جماعتونو او تنظیمونو مفکوره نور د وخت له غوښتنو تېره سوې ده. زه نه ورته ځانگړې پاملرنه لرم او نه پرې تکیه کوم.
خو ستاسو دا زړې او زنگ وهلي طریقې به هېڅکله هم د مصنوعي ځیرکتیا Artificial Intelligence د نسل او د ډیجیټلي رسنیو د اتلانو پر وړاندي بریالۍ نه سي.
له همدې نوي پلازمېني څخه به ستاسو پر وړاندي یو نوی موسیٰ راووځي.
سرچینه: عربي ۲۱
پای