مهم ترین های امروز چهارشنبه

جوونی 11, 2026 - 11:43
 0  2
مهم ترین های امروز چهارشنبه

🖌️: ‏د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد پر اېکس لیکلي چې پاکستان تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان حریم نقض کړی دی. هغه زیاته کړې چې پر کونړ، خوست او پکتیکا د پاکستان په هوايي بریدونو کې ملکي کورونه په نښه شوي دي.

‏ښاغلي مجاهد ویلي، په دغو بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری شهیدان او ۱۴ تنه نور چې ښځې او ماشومان دي، ټپیان دي. د اسلامي امارت ویاند دغه بریدونه بشري جنایت یاد کړی او غندلی یې دی.

🖌️: ‏سرچینې طلوع‌نیوز ته وايي، د خوست د سپېرې ولسوالۍ مڼې کلي کې د پاکستاني جيټ الوتکو په بمبار کې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون پنځه کسان شهیدان شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

‏سرچینې زیاتوي، برید پرون چهارشنبه شپه شاوخوا ۸ بجې د ببري په نوم د یوه ولسي وګړي پر کور شوی چې له امله یې دوه کورونه هم نړېدلي دي. د ټپیانو او شهیدانو کره شمېر لا نه دی روښانه شوی.

🖌️: د خوست سپېره کې د پاکستاني برید مرګ‌ژوبله ۱۹ تنو ته رسېدلې.

‏سرچینه طلوع‌نیوز ته وايي، د خوست د سپېرې ولسوالۍ د مڼې کلي په پاکستاني هوايي برید کې ۹ کسان شهیدان شوي چې په کې یوه ښځه او اته ماشومان شامل دي.

‏د دغو ماشومانو عمرونه د اوو او لسو کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.

🖌️: ‏د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي د پاکستان له لوري د افغانستان د هوايي حریم نقض او په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو نښه په سختو ټکو غندلي دي.

‏ښاغلي کرزي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې پاکستان باید د افغانستان پر وړاندې د جګړې او ویجاړۍ له سیاست لاس واخلي او د ښه ګاونډیتوب او متمدنو اړیکو لاره خپله کړي.

🖌️: ‏سرچینه وایي، د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د کجي خېلو په سیمه کې د پاکستاني هوايي برید پر مهال دوه کورونه په نښه شوي دي.

‏د سرچینې په وینا، په دغه برید کې درې ماشومان شهیدان شوي چې یوه نجلۍ او دوه هلکان پکې شامل دي. ویل کېږي د ټولو ماشومانو عمرونه له لسو کلونو کم وو.

🖌️:  امان‌الدین منصور، والی هلمند که در یک نشست در ولسوالی وردوج بدخشان، صحبت می‌کرد گفت که نیروهای امارت‌اسلامی آماده اند تا در برابر هرگونه اقدام مخالفان و آنچه او «بغاوت و اغتشاش» خواند، واکنش نشان دهند.

‏والی هلمند می‌گوید که «مجاهدین امارت اسلامی آمادگی دارند تا در برابر هرگونه تهدید علیه نظام ایستادگی کنند

🖌️: ‏په مالیزیا کې د اسلامي امارت سفارت لیکلي، چې په کوالالمپور کې د سفارت سرپرست نقیب‌الله احمدي د مالیزیا د دفاع وزارت د سکرتر جنرال له مرستیال، داتوک محمد یاني سره لیدلي دي.

‏د سفارت په وینا، په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، د ظرفیت لوړونې او تخنیکي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

‏دواړو لورو د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکاریو د لا پراختیا هیله هم څرګنده کړې ده.

🖌️: ‏د ملي پراختیا شرکت د سوداګرو او صنعت‌کارانو لپاره د سرپل، د بلخاب ولسوالۍ د تګاب تخت، ګلورز او ګواخ د حوزو د سکرو د پلور اعلان کړی دی.

‏د شرکت په وینا، دغه سکاره له ۷۰۰۰ لوړه تودوخه (GCV) تولیدوي او په ټیټو تعرفو او مالیو بازار ته وړاندې کېږي، څو د تولیدي لګښتونو په کمولو او د سوداګرۍ په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

🖌️: ‏اریانا افغان هوايي شرکت د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په ښار کې رسماً خپله د خرڅلاو عمومي څانګه پرانیسته.

‏دغه دفتر به د ټکټونو پلور، د مسافرو او کارګو خدمتونو وړاندې کول، د پېرودونکو لارښوونه او د سوداګریزو اړیکو پراختیا پر مخ وړي. د دغه شرکت په وینا، د دې څانګې پرانیسته د نړۍوال حضور د پیاوړتیا او د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره مهم ګام دی.

🖌️: ‏وزارت امور خارجه امارت اسلامی افغانستان در بیانیه‌ای از احضار شارژدافیر سفارت پاکستان در کابل خبر داده و اعتراض «شدید و قاطع» خود را در مورد نقض حریم هوایی افغانستان و بمباران خانه‌های غیرنظامیان بی‌گناه به او ابلاغ کرده است.

‏براساس این بیانیه، رژیم نظامی پاکستان بار دیگر شب گذشته به‌طور آشکار حریم هوایی افغانستان را نقض کرده و در برخی مناطق ولایت‌های خوست، پکتیکا و کنر خانه‌های غیرنظامیان افغان را بمباران کرده است که در نتیجه آن ۱۱ کودک، یک زن و یک مرد مسن به شهادت رسیده و ۱۴ غیرنظامی دیگر، شامل زنان و کودکان، زخمی شده‌اند.

‏وزارت خارجه افزوده است که امارت اسلامی این تجاوز و جنایت بشری را نقض آشکار اصول و قوانین بین‌المللی دانسته، آن را به‌شدت محکوم می‌کند و بار دیگر تأکید می‌نماید که دفاع از خاک و تأمین امنیت مردم را مسئولیت شرعی خود می‌داند.

🖌️: ‏ترکیه: دروغ‌های نتانیاهو نمی‌تواند مسئولیت او را در قبال جنایات سنگینی که مرتکب شده پنهان کند.

‫وزارت امور خارجه ‫ترکیه در واکنش به اظهارات بنیامین نتانیاهو اعلام کرد دروغ‌هایی که نتانیاهو، متخصص نسل‌کشی، برای سرپوش گذاشتن بر حقیقت به آنها متوسل می‌شود، نمی‌تواند مسئولیت او را در قبال جنایات سنگینی که مرتکب شده است، پنهان کند.

🖌️: ‏د راپورونو له مخې، د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ د مال سیمه کې د تېلو لېږدونکو ۶۰ موټرو برید شوی، چې په پایله کې یې ۱۰ موټر په بشپړه توګه سوځول شوي دي.

‏په راپورونو کې راغلي، بریدګرو لومړی پر دغه کاروان ډزې کړې او وروسته یې اور وراچولی دی. تر دا مهاله د دغې پېښې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې او د بریدکوونکو د هویت په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

 

🖌️: ‏د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړی چې منځنی ختیځ ژور کړکېچ کې ښکېل شوی او د سیمې اوسېدونکي د جګړې وحشتناکه بیه پرې کوي او په خبره یې د جګړې اغېزې د سیمې له پولې اوښتې دي.

‏نوموړي د امنیت شورا ناستې ته د خبرو پرمهال زیاتوي دا اوونۍ د پراخو بریدونو او وضعیت لاخرابېدا شاهدان وو.

‏ګوترېش ټینګار کړی چې د ترینګلتیا دوام کولای شي د اوږدمهال لپاره د نړۍ ثبات اغېزمن کړي.

🖌️: ‏دونالد ترمپ، رئیس‌جمهور ایالات متحده امریکا، می‌گوید که ایران برای دستیابی به توافقی که می‌توانست برای این کشور بسیار سودمند باشد، بیش از حد وقت تلف کرده و اکنون باید بهای آن را بپردازد. ترمپ در پیامی تازه در تروث سوشال نوشته است که نیروهای نظامی ایران در وضعیت آشفته‌ای قرار دارند.

‏او مدعی شده است که بخش بزرگی از توان نظامی ایران، از جمله نیروی دریایی و نیروی هوایی این کشور، از بین رفته و شکست سنگینی را متحمل شده‌اند.

‏به گفته ترمپ، ایران تنها به بیان اظهارات بسنده می‌کند و اقدام عملی انجام نمی‌دهد.

‏او نیز گفته است: «زورگوی خاورمیانه مرده است

🖌️: ‏رسانه‌های پاکستانی به نقل از ارتش این کشور گزارش داده‌اند که یک چرخبال نوع Mi-17 به دلیل مشکل تخنیکی هنگام پرواز در منطقه مظفرآبادِ کشمیر تحت کنترول پاکستان سقوط کرده است.

‏ارتش پاکستان، بدون آن‌که شمار سرنشینان این چرخبال را مشخص کند، افزوده است که تمامی سرنشینان آن جان باخته‌اند.

🖌️: ‏افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د پاکستان له لوري پر افغان خاوره وروستی برید غندلی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې د ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

‏ هغه د پاکستان اوسنۍ تګلاره ناکامه بللې او د جدي ډیپلوماسۍ غوښتنه یې کړې ده.

‏نوموړي ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې د پوځي اقداماتو له لارې نه حل کېږي او پاکستان او افغانستان باید د یوه باور وړ درېیم لوري په منځګړیتوب د خبرو اترو له لارې داسې هوکړې ته ورسېږي چې د یوه او بل پر ضد د وسلوالو ډلو د فعالیت مخه ونیسي.

🖌️: ‏د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) د «جریان څارنې» په تازه جدول کې ویلي، چې د می میاشتې له ۲۴مې د جون تر ۶مې پورې ۸۵ زره او ۴۲۰ کسان له ایران او پاکستانه افغانستان ته راغلي دي.

‏د وړاندې شوي جدول له‌مخې د دغو کسانو له منځه څه باندې ۴۴ نیم زره له ایران او ۴۰ زره او ۸۲۴ تنه له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.

🖌️: ‏عباس عراقچی، وزیر خارجه ایران، در واکنش به حمله‌های اخیر علیه این کشور، به امریکا هشدار داده است که «اگر می‌خواهد در امان باشد، منطقه را ترک کند

‏او در صفحه ایکس خود نوشته که امریکا با وجود شکست‌هایش در میدان نبرد، اراده ایران را آزمایش کرده و تأکید کرده است که نیروهای مسلح ایران هیچ حمله یا تهدیدی را بی‌پاسخ نخواهند گذاشت.

🖌️: ‏فرماندهی مرکزی ایالات متحده امریکا (سنتکام) اعلام کرده که در پاسخ به سرنگونی یک چرخبال امریکایی در تنگه هرمز، حمله‌هایی را علیه ایران آغاز کرده است.

‏رسانه‌های ایرانی گزارش داده‌اند که جزیره قشم هدف حمله قرار گرفته و صدای انفجار در بخش‌هایی از ولایت هرمزگان نیز شنیده شده است.

🖌️: ‏عباس عراقچی، وزیر خارجه ایران، بار دیگر تأکید کرده است که تنگه هرمز آب‌راه بین‌المللی محسوب نمی‌شود و تحت حاکمیت مشترک ایران و عمان قرار دارد.

‏او افزوده است که مرزهای دریایی در این منطقه کاملاً روشن و مشخص‌اند و تنگه هرمز هزاران کیلومتر از سواحل ایالات متحده فاصله دارد.

🖌️: ‏دانلد ترمپ، رییس‌جمهور امریکا، گفته است که نیروهای ایرانی یک چرخبال اپاچی امریکایی را که در حال گشت‌زنی بر فراز تنگه هرمز بود، سرنگون کرده‌اند.

‏ترمپ در شبکه اجتماعی تروث سوشیال خود نوشته است که دو خلبان این چرخبال آسیبی ندیده‌اند.

‏او هشدار داده است که امریکا به این حمله پاسخ خواهد داد.