د الله تعالیٰ قدرت دئ؛ نن نه سناتور گراهام سته او نه جوبایډن

جولای 20, 2026 - 15:42
 0  17
د الله تعالیٰ قدرت دئ؛ نن نه سناتور گراهام سته او نه جوبایډن

د الله تعالیٰ قدرت دئ؛ نن نه سناتور گراهام سته او نه جوبایډن؛ گراهام تر خاورو لاندي سو او بایډن له اقتداره محروم؛ خو حماس او فلسطین ژوندي او بریالي دي؛ رب تعالي دې وساتي!

زموږ ایمان او عقيده دا ده چي د ژوند، مرگ، عزت، ذلت، رزق او بريا ټولي پرېکړي د الله تعالیٰ په ارادې او تقدير پوري تړلي دي.

الله تعالی فرمايي: قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاءُ وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَن تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَاءُ ۖ بِيَدِكَ الْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ.

او د مرگ او ژوند په اړه فرمايي: هُوَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ.

لنډه دا چي د مرگ او ژوند، عزت او ذلت او کامیابۍ او ناکامۍ پرېکړه یوازي د الله تعالیٰ په واک کي ده. گراهام تر مرگ وړاندي جالبه دعوه کړې وه؛ نوموړي ویلي وو: "اوس به زه نه مرم. لا باید پر روسیې بندیزونه بشپړ کړم، د ایران موضوع حل کړم او د اسرائیل او سعودي اړیکي هم عادي کړم."

نوموړي تر مرگ وړاندي له ولسمشر ټرمپ سره وروستۍ ټیلیفوني خبري کړي وې. ویل کېږي چي په دې خبرو کي د یوکراین جگړه، پر روسیې د بندیزونو لایحه او پر ایران د امریکا د احتمالي نویو بریدونو موضوعات مطرح سول. د اکسیوس د راپور له مخي تر دې ټیلیفوني اړیکي وروسته گراهام یوه کس ته ویلي وو چي د ناروغۍ احساس کوي خو اراده ئې لرله چي د یکشنبې ورځي له ټاکل سوي تلویزیوني مرکې وروسته به ډاکټر ته مراجعه وکړي.

همداسي د امریکا پخوانی ولسمشر جوبایډن د سرطان ناروغي لري. د وروستیو راپورونو له مخي هغه په پرمختللي پروسټاټ سرطان Stage4 اخته دئ چي هډوکو ته هم ورسېدلی دئ. د دې تر څنگ د هېرولو په خطرناکه ناروغۍ اخته دئ؛ لا هم راپور رسنیز سوی نه دئ چي دا ناروغي ئې "الزایمر" ده او که "ډیمنشیا"؟!

په هر صورت؛ غالباً چي اوس به فلسطین ترې هېر وي؛ د دومره مختصري مودې لپاره انسان فرعون سي!

د غزې د جگړي اوس نږدې درې کلونه پوره کېږي؛ د امریکايي فرعونانو اخطارونه همغه دي؛ یوازي د دوی څېرې بدلي سوي؛ نور ئې کثیفي ژبي او شیطاني کړني همغه بلکي تر هغو بدتری سوي دي؛ دوی به هم د گوتو په شمېر کلونه وروسته لکه غرق کېدونکی فرعون د نجات نعرې وهي؛ خو څه به نجات نه ورکوي؛ بیا به هم غزه، فلسطین او د هغوی مقدس مقاومت ژوندی وي. ان شاء الله العزیز