د يو قطبي نړۍ د زوال نغمه او د بدلون توپاني څېرې
په نړيوال سياست کې کله ناکله داسې توپانونه راولاړېږي چې نه يوازې د زمانې دوړې پورته کوي، بلکې د قدرتونو زړې نقشې هم له سره رسموي. د همدې توپاني څېرو له جملې څخه يو هم ډونالډ ټرمپ ګڼل کېدای شي؛ يو داسې سړی چې د يو قطبي نظم پر ارام سمندر يې د شک، مخالفت او ځانمحورۍ څپې راپارولې.
هغه نړۍ چې کلونه د يوې واحدې قطب تر سيوري لاندې تنفس کاوه، د ټرمپ په تګلاره کې لکه د ماتېدونکې ښيښې په څېر رپېږي. ده د نړيوالو تړونونو زنځيرونه يو په بل پسې پرې کړل، د ملګرو ترمنځ يې د باور ديوالونه درز کړل، او د سياسي ژبې پر ځای يې د سوداګرۍ د معاملې ساړه منطق ته ځای ورکړ. دا ټول هغه نښې دي چې نړۍ د يو نوي توازن پر لور ټېل وهي—يو داسې توازن چې په کې به ځواک يوازې په يوه لاس کې نه وي.
په بل لور کې، ميخايل ګورباچوف هم د خپل وخت د يخې جګړې پر کنګل شوې فضا د بدلون لمر راوخوت. خو د هغه لمر تودوخه دومره زياته وه چې نه يوازې يخ يې وېلې کړ، بلکې د يوه ستر نظام بنسټونه يې هم له منځه يوړل. که ګورباچوف د يوې امپراتورۍ له دننه د بدلون اور بل کړ، ټرمپ د نړۍ په کچه د نظم پر ستنو د شک تندر راپرېښود.
دلته د دواړو ترمنځ بشپړ ورته والی نشته، خو د بدلون هغه ژوره انګېزه—هغه بېقراري چې زاړه چوکاټونه نه شي زغملی—په دواړو کې په پوره قوت سره ښکاري. يو يې د اصلاح په نوم بنسټونه ولړزول، بل يې د «ملي ګټو» تر شعار لاندې نړيوال نظم ته ټکان ورکړ.
که د ټرمپ تګلاره همداسې دوام وکړي، نو نړۍ به ورو ورو له يو قطبي انحصار څخه د څو قطبي سيالۍ پر لور واوړي. هلته به ځواک د څو لويو مرکزونو ترمنځ ووېشل شي؛ هلته به هر قطب د خپل نفوذ د پراخولو لپاره نوې لوبې پيل کړي، او نړيوال سياست به د يوې واحدې ارادې پر ځای د څو متضادو ارادو ميدان وګرځي.
په دې مانا، ټرمپ نه د ګورباچوف سيوری دی او نه يې تکرار؛ خو دواړه د تاريخ هغه څپې دي چې د بدلون په ژبه خبرې کوي—يوه څپه چې امپراتوري نسکوره کړه، او بله چې ښايي د نړيوال نظم بڼه بدله کړي.