د "ماریانا که صفاء؟!" له مقالې نه!

جولای 20, 2026 - 15:00
 0  3
د "ماریانا که صفاء؟!" له مقالې نه!

۲۰۲۶م کال د جولای ۱۳

 

لیکوال: د کتائب العزّالدین القسّام قومندان عبدالله البرغوثي فل الله أسره

 

تر هغو کلونو وروسته چي زه، زما مېرمن، لور مي تالا او زوی مي اسامه د دښمن تر سخت تعقیب لاندي وو؛ د الله تعالی په تقدیر زما مېرمن په هماغو خورا سختو شرایطو کي امېندواره سوه.

 

د انتفاضې په لومړیو ورځو کي زه شتمن وم؛ بلکي ډېري زیاتې پیسې مي لرلې. خو کله چي د فلسطیني ادارې امنیتي ځواکونو ونیولم او ټولي پیسې ئې رانه لوټ کړې؛ اړ سوم چي هر هغه سره زر وپلورم چي د پلور وړ وو او هم هغه سپما مصرف کړم چي زما مېرمن له ځان سره لرله. خو انتفاضه او مقاومت دومره لوی حرکت وو چي یوه انسان ئې د اړتیاوو یوه کوچنۍ برخه هم نه سوه پوره کولی.

 

په هغه وخت کي د یوې مرمۍ بیه درې ډالرو ته رسېدلې وه؛ هو! درې ډالره؛ او د مرمۍ او وسلې د ډول له مخي کله ناکله تر پنځو ډالرو هم رسېدله. که یوه ساده محاسبه وکړو؛ په هره هغه وسله‌ واله نښته کي چي موږ گډون کاوه؛ سلگونه مرمۍ به مو ویشتلې؛ یعني یوازي د یوې نښتې لگښت به زرگونو ډالرو ته رسېده.

 

له دې پرته؛ د وسلو اخیستل هم خورا ستونزمن سوي وو. وسلې کمي سوي وې او بیي ئې بې‌ ساري لوړي سوي وې. لوېدیځه غاړه کلابنده وه او وسلې یوازي د ۱۹۴۸م کال د اشغال سوي فلسطین له سیمو څخه د وسلو له قاچاقبرو او د مافیا له کسانو اخیستل کېدې. د انتفاضې له اوږدېدو سره؛ کال په کال دا بیي لا لوړېدلې.

 

په همدې پړاو کي ابو علي السلوادي د مقاومت د ټولو دغو لگښتونو تمویل پر غاړه واخیست. نه یوازي د قسّام د کنډکونو نظامي اړتیاوي ئې برابرولې بلکي د هغو مجاهدینو د کورنیو لگښتونه ئې هم ورکول چي تر تعقیب لاندي به وو.

 

په همدې موده کي مقاومت له مالي پلوه د ثبات او ځواک مرحلې ته داخل سو. وسلې، مهمات، موټر، د اوسېدو کورونه او د فوځي صنایعو لپاره اړین توکي په اسانۍ برابرېدل.

 

خو دې ثبات ډېر دوام ونه کړ. اشغالگرو ځواکونو پر بانکونو، مالي ادارو او د پیسو د تبادلې پر مرکزونو پراخ عملیات وکړل؛ هر هغه څوک ئې ونیول چي د فلسطیني مقاومت د تمویل شک پرې کېده او په میلیونونو پیسې ئې ضبط کړې. له دې امله موږ تر پخوا لا له سخت مالي کړکېچ سره مخ سوو؛ په ځانگړي ډول داسي مهال چي زموږ فعالیتونه ډېر پراخ سوي وو او گڼ مالي مسؤلیتونه مو درلودل؛ لکه د کرايي کورونو کرایې، د تعقیب سوو مجاهدینو لگښتونه او د هغوی د کورنیو مصارف.

 

په همدې سختو ورځو کي؛ گرانې لور مي! الله تعالی وغوښتل چي ستا خور دې نړۍ ته راسي.

 

د پراخو نیونو له امله زما تگ راتگ ډېر ستونزمن سوی وو او زموږ د ملگرو حرکت لا پسې ناممکن سوی وو. سید شیخ قاسم او ابو احمد الخطیب هم د اشغالگرو له لوري مطلوب اعلان سوي وو او ابو علي السلوادي هم نور په ازاد ډول تگ راتگ نه سو کولی.

 

هماغه مهال درنې واوري وسوې؛ د رام الله ښار کوڅې د څو ورځو لپاره وتړل سوې او همدې وضعیت د فلسطین د ازادۍ لپاره د ولسي جبهې یو شمېر غړو ته دا زمینه برابره کړه چي د رام الله تر څنگ له "عوفر" زندان څخه وتښتي.

 

اشغالگرو پر ښار گرځبندیز ولگاوه او زغره‌ وال موټر ئې پر هغو واورو پوښلو سړکونو گرځېدل چي ټول ښار ئې سپین کړی وو.

 

د ۲۰۰۳م کال د جنورۍ د ۱۳مي د جمعې په ماښام ستا مور باید روغتون ته انتقال سوې وای. په هغه شپه د هماغو سختو شرایطو په منځ کي زموږ په کور کي یوازي زه، ستا مور، ته (تالا) او ستا وړوکی ورور اسامه وو.

 

ما د خپلي کوچنۍ لور د زېږون لپاره یو پلان جوړ کړی وو؛ خو د جگړي شرایطو اجازه ورنه کړه چي عملي سي. خو الله تعالی تل د فلسطین د مقاومت له سرتېرو سره مل دئ؛ ځکه فلسطین د رباط او مرابطینو خاوره ده.

 

ما تا ته وویل چي د خپل وړوکي ورور ساتنه وکړه. که څه هم ستا عمر لا درې نیم کاله هم نه و بشپړ سوی خو تا په ډېره مینه او مسؤلیت سره هم د خپل ورور او هم د خپل ځان ساتنه وکړه.

 

زه او ستا مور له کوره ووتلو؛ غوښتل مو د البیره ښار د هلال احمر روغتون ته ولاړ سو خو موټر د واورو له امله پر بندو سړکونو نه سو تللی.

 

اشغالگرو یوازي په زغره‌ والو موټرو تگ راتگ کاوه؛ نو ما د هغوی د زغره‌ والو د پټو نښو له مخي هغه لاري وپېژندلې چي پرې تېر سوي وو. هغوی د گرځبندیز د پلي کولو او د "عوفر" زندان د تښتېدلو بندیانو د لټون لپاره گرځېدل.

 

ځکه چي "عوفر" زندان، رام الله او البیره ښارونه یو بل ته ډېر نږدې دي؛ د تېښتې ساحه پراخه وه او همدا پراخوالی د هغه زړوري تېښتي د بریا لامل سو.

 

زما مېرمن په واورو کي په پښو روانه وه، څو روغتون ته ورسېږي. هلته ئې زما لور وزېږوله... "ماریانا"... نه، "صفاء".

 

ما د هغې د زېږون ثبت د جعلي نکاح‌ لیک او جعلي پېژندپاڼو په وسیله ترسره کړ؛ تر څو نه اشغالگرو ته خبر ورسېږي او نه هم د فلسطیني ادارې امنیتي ځواکونو ته.

 

کله چي ستا مور ماشومه وزېږوله؛ زه بېرته کور ته ستون سوم چي د خپلو ماشومانو حال واخلم. څو ساعته مي د روغتون او کور تر منځ تگ راتگ کاوه؛ تر هغه چي سهار سو او د البیره ښاروالۍ بلدوزرونو د اشغالگرو د زغره‌ والو له وتلو وروسته لاري پرانیستل پیل کړې. کله چي لاري خلاصي سوې؛ خپل موټر مي راوست او ستا مور مي له روغتونه کور ته راوسته.

 

په هغه شپه په ټول روغتون کي یوازې د گوتو په شمېر ناروغان وو؛ نو هر څه په ارامۍ ترسره سول. ستا مور، سره له دې چي له سخت درد سره مخ وه خو الله تعالی ئې زېږون اسان کړ.

 

لور مي! یوه جالبه خبره دا ده چي په هغو جعلي اسنادو کي د صفاء نوم "ماریانا" وو. هغه هلته مسلمانه نه بلکي د بیت لحم یوه عیسوۍ نجلۍ ښودل سوې وه.

 

دا یوازي یو له هغو جعلي هویتونو څخه وو چي د تعقیب پر مهال مو کاراوه. په هغو اسنادو کي زه هم عیسوی وم، ستا مور هم، ته هم او ستا ورور هم. ستا نوم هلته "ساره" وو او د اسامه نوم "الیاس".

 

له نیول کېدو شاوخوا یو کال وروسته راپه یاد سول چي ستا خور لا هم د خپل اصلي نوم، زما د اصلي نوم او د خپلي مور د اصلي نوم په اسنادو د زېږون سند نه لري.

 

ما وکیلي "بثینې" ته دنده وسپارله او د بندیانو د چارو د "مانډیلا" ټولني مشره وتوانېده چي د "ماریانا" د زېږون سند په رسمي ډول اصلاح کړي؛ ترڅو بالاخره هغه د صفاء عبدالله البرغوثي په نوم ثبت سي.

 

کله چي زه ونیول سوم؛ د نړۍ هېڅوک نه پوهېدل چي زه د درېیو ماشومانو پلار سوی یم. مور مي زما د نیول کېدو له امله ډېره خواشینې وه خو کله چي ئې واورېدل نوې لمسۍ ئې د هغې په نوم "صفاء" نومول سوې ده؛ نو ډېره خوشحاله سوه.

 

صفاء البرغوثي د خپل لمسۍ؛ صفاء عبدالله البرغوثي په زېږېدو خوښي وکړه.

 

زما مېرمن چي د تعقیب په ټوله موده کي زما تر ټولو ستره ملگرې او ملاتړې وه، هېڅکله زما لپاره بار نه وه؛ بلکې د هغې صبر، استقامت او پر هغه لاره ایمان چې ما غوره کړې وه، ماته لا ډېر قوت راکاوه.

 

هغې چي پخوا ئې د سوکالۍ او هوسایني ژوند درلود، وروسته ئې داسي ژوند پیل کړ چي نه ئې ثابت کور درلود او نه د ارام ځای.

 

موږ په هغو کلونو کي له یوه ښاره بل ښار ته او له یوه کوره بل کور ته کډه کېدلو؛ تر دې چي اوس ئې شمېر هم نه سم یادولی.

 

کله چي تالا وزېږېده؛ د ژوند په لومړیو سلو ورځو کي ئې تر سلو ډېري جامې واغوستې او د سرو زرو گاڼې ئې هم پر ځان کړې. خو صفاء؛ د مالي تنگسې له امله یوازي دوې جوړې جامې واغوستې او د سرو زرو د گاڼو پر ځای ئې یوازي د روغتون هغه پلاستیکي لاسبند په لاس کي وو چي پرې لیکل سوي وو: "ماریانا؛ د انطوان لور."