نو د دې لپاره چي هغوی خپل تړون مات کړ؛ موږ پر هغوی لعنت وکړ

جوونی 18, 2026 - 17:33
 0  0
نو د دې لپاره چي هغوی خپل تړون مات کړ؛ موږ پر هغوی لعنت وکړ

دا د سورة المائدې د ۱۳ آیت د یوې برخي ژباړه ده؛ د مفسرینو په اتفاق دلته مخاطب بني از.رائـ.یل (ملعون قام) دي. په مخکني آیت ۱۲ کي الله تعالی له دوی سره د میثاق یادونه کوي او بیا په ۱۳م آیت کي فرمایي چي د همدې میثاق د ماتولو له امله نفرین پرې سوی. د دوی د میثاق ماتولو بېلگي په قرآن کي ډېري یادي سوي دي؛ مثلاً دوی:

  د الله د احکامو مخالفت کړی

  د پیغمبرانو نافرماني ئې کړې

  ځیني پیغمبران ئې شهـ.یدان کړي

  الهي کتابونه ئې تحریف کړي

  حق ئې پټ کړی

  له الله سره سوي ژمني ئې نه دي پوره کړي

  د الله تعالی پر نعمتونو ئې ناشکري کړې

او نور گڼ شمېر جرائم؛ د دوی په جرائمو کي تر ټولو ستر جرم ئې خیانت، درغلي او وعده خلافي ده؛ دا جرم د دوی په خټه اغښل سوی دئ؛ دوی تړون کوي، بیا ئې ماتوي. چي کمزوري سي تسلیم سي، سر ټیټ کړي، ورو ورو ځواک ترلاسه کوي؛ د دوی اوسنۍ پالیسي بیا دا ده چي: لومړی يوه سیمه قبصه کړي، بیا ئې نوم بدل کړي، وروسته خپل بیرغ ورباندي ورپوي او بیا غیر قانوني کلي ورباندي آبادوي.

د ملگرو ملتونو په گډون بشپړه نړۍ پر دې اعتراف کوي چي هرزلستان چي څه کوي هغه وحشت دئ. دا چي د دوی په گډون اکثریت ادارې او سازمانونه خپل بیانونه ښه نه هایلائټ کوي او په تشي لفاظۍ سره غواړي له ځان نه مسؤلیت ساقط کړي؛ هغه جلا بحث دئ