مهم ترین های امروز سه شنبه
🖌️: د نورستان والي، زینالعابدین عابد طلوعنیوز سره په خبرو کې و ویل، د پارون د ښاروال جنازه یې له خاورو را ایستلې او د جنازې مراسم هم ادا شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د دغو سېلابونو له امله د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو لاندې اوس هم ځینې جسدونه شته چې په چټکۍ سره یې د را ایستلو بهیر دوام لري.
🖌️: د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید ټول تخنیکي وسایل پېرل او چمتو دي.
د عزیزي انرژۍ شرکت مشر میرویس عزیزي د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر ته ویلي، د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ټول تخنیکي وسایل پېرل شوي او ژر به هېواد ته ولېږدول شي.
هغه د سرطاني ناروغیو د درملنې د لوی روغتون د جوړېدو د نږدې پیل خبر هم ورکړ.
همداراز، د کابل (۱۰۰MW)، پروان (۱۰۰MW) او غزني (۱۳۱MW) د لمریزو برېښنا پروژو د امکانسنجۍ چارې بشپړې او د برېښنا د پېر تړونونه لاسلیک شوي، او عملي کارونه یې پیل شوي دي.
د تخار (۱۶۵MW) او بغلان (۳۵۰MW) د سکرو پر بنسټ برېښنا، سبسټېشنونو او انتقالي مزي پروژو تخنیکي چارې هم د وروستي کېدو په پړاو کې دي.
🖌️: مالیې وزارت اعلان کړی چې د افغانستان لاس بې اسنادو (یو کیلي) موټرو د ثبت او محصول بهیر د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال تر پایه وغځول شو.
د وزارت په وینا، دا پرېکړه د خلکو اقتصادي وضعیت ته په پام شوې او د کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندز او خوست/پکتیا زونونو کې به سر له اوسه عملي کېږي.
همدارنګه د ۱۹۹۰–۲۰۰۴ ماډل موټرو ته د ۳۵ سلنې، او له ۲۰۰۵ تر وروستي ماډل موټرو ته د ۶۰ سلنې تعرفې پر بنسټ تخفیف هم ورکول کېږي.
🖌️: سید کریم هاشمی، رییس عمومی اتاق تجارت و سرمایهگذاری افغانستان، امروز (سهشنبه، ۳۰ سرطان) در رأس هیاتی بلندپایه متشکل از بیش از ۱۰۰ تن از تاجران و سرمایهگذاران کشور، عازم تاشکند، پایتخت اوزبیکستان، شد.
بر بنیاد خبرنامه این اتاق، قرار است رییس این اتاق و هیات همراهش، افزون بر دیدار با والی و مقامهای محلی ولایت سیردریا، در نشستهای مشترک با بازرگانان و سرمایهگذاران اوزبیکستان درباره گسترش روابط تجاری، افزایش همکاریهای اقتصادی و فرصتهای سرمایهگذاری مشترک گفتوگو کنند.
🖌️: پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې مرستیال وایي، د نورستان په سیلابونو کې تر دې دمه ۲۳ کسان مړه او ۸۰ نور ټپیان شوي چې یوازې د ۱۵ هغو جسدونه موندل شوي دي.
تاج محمد همت زیاته کړې، په دغو سېلابونو کې شاوخوا سل تنه لا هم نادرکه دي. د نورستان پارون ښار په سیلابونو کې همداراز ۳۰ کورونه او ۱۱ رستورانتونه په بشپړه یا نسبي توګه ویجاړ شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د پارون ښار د وضعیت ارزونې او د مرستو همغږۍ په موخه یو پلاوی له کابله نورستان ته تللی دی.
🖌️: شرکت دولتی نفت و گاز میگوید که بهمنظور حفظ ثبات بازار و تامین نیاز شهروندان، عرضه گاز مایع با نرخ مناسب را در شماری از ولایتها ادامه داده است.
این شرکت در صفحه ایکس خود اعلام کرده است که قیمت هر کیلوگرام گاز مایع در کابل و پروان ۶۶ افغانی، در بدخشان ۶۷ افغانی، در بلخ ۶۴ افغانی و در هرات ۶۰ افغانی تعیین شده است.
🖌️: پلازمېنې کابل او د هېواد په نورو سیمو کې د نفتو او ګازو بیې د تېر په پرتله لوړې شوې او له امله یې خلک له ستونزو سره مخ شوي.
د کابل ښار د تېلو او مایع ګازو پلورنې د یوه پمپ سټېشن کارکوونکي وايي، د بیو له لوړېدو راهیسې یې پېرودونکي کم شوي.
په کابل ښار کې یو شمیر موټرچلوونکي بیا وايي، پخوا به یې یو لېټر پېټرول، ډیزل او یاهم یو کیلو ګازه په ټیټه بیه رانیول چې ورسره به یې د موټر ورځیني عوایدهم ښه و، خو اوس چې د دغو توکو بیې لوړې شوې دي، ورسره د دوی د مزدورۍ کچه هم ټیټه شوې او هېڅ نه ورته پاتې کېږي.
🖌️: دونالد ترامپ درباره جمهوری اسلامی گفت: «اگر همین حالا هم منطقه را ترک کنیم، تهران برای بازسازی توان خود به ۲۰ تا ۲۵ سال زمان نیاز دارد. البته ما هنوز کارمان تمام نشده است. با این حال، فعلا قصد خروج از منطقه را نداریم.»
او افزود: «کسانی که این کشور را رهبری میکنند، افراد بسیار شروری هستند. دیدید که آنها چه تعداد از معترضان را کشتند؛ بیش از ۵۲ هزار نفر. آنها مردم را چنان میکشند که انگار هیچ ارزشی برای جان انسانها قائل نیستند.»
او درباره برنامه هستهای تهران گفت: «اگر آنها یک سایت هستهای را دوباره راهاندازی کنند، آن را هدف قرار خواهیم داد. هر مکانی که حتی فکر کنیم در آن فعالیت هستهای در حال انجام است، خیلی سریع هدف حمله قرار خواهد گرفت.»
🖌️: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال، د دې ټولنې استوګن استازي او د بشري چارو همغږي کوونکي برونو لمرکي د ختیځ افغانستان د مرګونو سېلابونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او ملاتړ ډاډ څرګنده کړی دی. نوموړي ویلي، چې د نورستان ولایت مرکز پارون تر ټولو ډېر زیان لیدلی او یو شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. په داسې حال کې، چې ګڼ نور اوس هم ورک دي.
🖌️: د یمن حوثیانو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په بابالمندب تنګي کې به د سعودي عربستان پر وړاندې سمندري محاصره پیل کړي.
حوثیانو ویلي، دا اقدام یې د "یمن پر وړاندې د سعودي عربستان د غیرعادلانه محاصرې" په ځواب کې کړی دی.
د سعودي عربستان د نفتو صادرات چې وار دمخه د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله له ننګونو سره مخ شوي، ښايي د بابالمندب تنګي د احتمالي تړل کېدو له امله نور هم اغېزمن شي او دا به د نړۍ د نفتو پر بازار هم پراخ اغېز وکړي. د نړۍ شاوخوا ۵ تر ۷ سلنې نفت د بابالمندب تنګي له لارې لېږدول کیږي.
🖌️: د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) وایي، د دوشنبې په شپه ناوخته یې پر ایران خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
ایراني رسنیو هم راپور ورکړی چې د دغه هېواد په شیراز، چابهار، کنارک، بندر عباس، سیریک، قشم او اصفهان ښارونو کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
له بلې خوا، د کویټ دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د هوايي دفاع سیسټم د ایران د توغندیزو او ډرون بریدونو د شنډولو هڅې کوي.
🖌️: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د یوه فرمان په لاسلیکولو سره پر ځینو کاناډایي توکو ۵۰ سلنې تعرفه لګولې چې د راتلونکې اګسټ میاشتې په ۱۹مه به پلې شي.
د رویټرز د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ ویلي چې دا پرېکړه یې په کاناډا کې د امریکایي موټرو، الکولي څښاکو او لبنیاتو د کارونې په برخه کې د توپیري چلن په غبرګون کې کړې ده.
سپینې ماڼۍ زیاته کړې چې کاناډا پر امریکایي موټرو د تعرفې لګولو سربېره، په تېر شاوخوا یوه کال کې د امریکایي موټرو واردات ۲۲ سلنې کم کړي، په داسې حال کې چې له نورو هېوادونو یې د موټرو واردات زیات شوي او د دغه هېواد په ډېری ښارونو کې یوازې پر امریکایي شرابو بندیز لګېدلی دی.
🖌️: د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې چې امریکا ته یې پر افغانستان د یرغل زمینه برابره کړې وه او امریکایي الوتکو به د پاکستان له فضا په تېرېدو پر افغانستان بریدونه کول.
مولانا فضل الرحمن زیاته کړې چې پاکستان افغانستان ته د هېڅ وسلهوال د تګ مخه نه ده نیولې.
نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې، د پاکستان د حکومت له لوري د دیني مدرسو د نه ثبتولو په غبرګون کې ویلي چې دغه حکومت په یوه ډول د مدرسو زدهکوونکي هڅوي چې لاریون وکړي او وسلو ته لاس کړي، څو بیا یې پوځ ته د وسلو پر مټ د مهارولو زمینه برابره شي.
🖌️: سازمان بینالمللی مهاجرت (IOM) در گزارشی میگوید که از ۱۵ سپتامبر ۲۰۲۳ تا ۳۰ جون ۲۰۲۶، بیش از ۲.۵ میلیون شهروند افغان از طریق گذرگاهها از پاکستان به کشور بازگشتهاند.
بر بنیاد این گزارش، از اول اپریل ۲۰۲۵ تاکنون، یک میلیون و ۶۹۲ هزار و ۱۴۷ شهروند افغان از پاکستان به کشور بازگشتهاند.
این سازمان افزوده است که ترس از بازداشت همچنان مهمترین دلیل بازگشت شهروندان افغانستان به کشور بوده است.
🖌️: سفارت ایران در کابل در پی سیلابهای ناشی از بارندگیهای شدید در شهر پارون، مرکز ولایت نورستان، مراتب تسلیت عمیق خود را ابراز کرده است.
این سفارت در صفحه ایکس خود با خانوادههای قربانیان ابراز همدردی کرده و برای زخمیهای این رویداد آرزوی بهبودی عاجل کرده است.
🖌️: پولیک اوک سری، رییس دفتر مبارزه با مواد مخدر و جرایم سازمان ملل متحد (UNODC) در افغانستان، با آتشه امنیتی سفارت اوزبیکستان در کابل دیدار کرده است.
این دفتر در صفحه اکس خود نوشته است که دو طرف در این دیدار درباره تقویت همکاریهای منطقهای و گسترش تلاشهای مشترک برای مبارزه با مواد مخدر، جرایم فراملی و تهدیدهای امنیتی گفتوگو کردهاند.
🖌️: سفارت جاپان در افغانستان اعلام کرده است که، سفیر این کشور از جانباختن و زخمی شدن شماری از شهروندان در پی سیلابهای اخیر در نورستان ابراز اندوه کرده است.
این سفارت در ایکس خود نوشته که، سفیر جاپان ماساموتو مراتب تسلیت خود را به خانوادههای قربانیان ابراز کرده و برای تمامی آسیبدیدگان این رویداد، بهبودی هرچه زودتر آرزو کرده است.
🖌️: د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کې په افغانستان کې د کریمیا-کانګو تبې ۴۸۳ شکمنې پېښې او ۲۱ مړینې ثبت شوې دي. د راپور له مخې، دا د می میاشتې پرتله ۱۷۴.۴ سلنې زیاتوالی ښيي.
سازمان وایي، د لوی اختر پر مهال له څارویو سره زیاتې اړیکې او د حلالولو چارې ښايي د پېښو د زیاتېدو لامل شوې وي.
🖌️: په کابل کې د ترکیې سفارت پر اېکس لیکلي، چې په نورستان کې د مرګونو سېلابونو له امله د اوښتې مرګژوبلې خبر خواشیني کړي دي.
سفارت د افغانستان له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې، قربانیانو ته یې د مغفرت او ټپیانو ته د ژر روغتیا دعا کړې ده.
🖌️: در پی سیلابهای ویرانگر در نورستان، رندهیر جیسوال، سخنگوی وزارت امور خارجه هند، اعلام کرده که این کشور محمولهای از کمکهای بشردوستانه، شامل مواد غذایی و خیمه، را به اداره ملی آمادگی مبارزه با رویدادهای طبیعی امارت اسلامی تحویل داده است.
هند همچنین تاکید کرده است که در این شرایط دشوار، در کنار مردم افغانستان خواهد ایستاد.