مهم ترین های امروز شنبه

جولای 25, 2026 - 18:55
 0  1
مهم ترین های امروز شنبه

🖌️: ‏د خوست امنیه قومنداني وايي، پولیسو هغه کس نیولی چې د بشري مرستو او د خیریه موسسو مرستو کې د نوم‌لیکنې په پلمه یې له خلکو پیسې اخیستې.

‏یاد کس په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې په دغه ډول له خلکو زرګونه افغانۍ ترلاسه کړې دي.

🖌️: ‏نن (شنبه د جولای ۲۵مه) په اوبو کې د ډوبېدو مخنیوي له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویلي، د ۱۴۰۴ لمریز کال پرمهال، په ټول هېواد کې په اوبو کې د ډوبېدو ۵۲ پېښې ثبت شوې چې له امله یې ۱۲۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳ نور ژغورل شوي دي.

‏د یادې ادارې د شمېرو له مخې، په مړو شویو کسانو کې ۷۱ نارینه، ۱۱ ښځې، ۶۶ ماشومان او څلور نادرکه کسان شامل دي.

🖌️: د اوزبېکستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ د دغه هېواد ۱۷۰ کسیز پلاوی چې نن کابل ته را ورسېده، د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر، نورالدین عزیزي او د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې له مشر سره یې لیدلي دي.

🖌️: ‏وزارت انرژی و آب اعلام کرده که بر اساس پیش‌بینی‌های هواشناسی، از ۴ تا ۵ اسد احتمال بارندگی نسبتاً شدید، وقوع سیلاب‌های آنی و افزایش سطح آب دریاها در بخش‌هایی از حوزه دریایی کابل و برخی سیل‌برهای مربوط وجود دارد.

‏بربنیاد خبرنامه این وزارت، ولایت‌های پکتیکا، پکتیا، خوست، لوگر، میدان وردک، کاپیسا، لغمان، ننگرهار، کنر و نورستان در معرض خطر سیلاب و افزایش سطح آب دریاها قرار دارند.

🖌️: ‏ذبیح‌الله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی، در واکنش به اظهارات اخیر اسحاق‌دار، معاون نخست‌وزیر و وزیر امور خارجه پاکستان، درباره تهدیدهای امنیتی برخاسته از خاک افغانستان، به طلوع‌نیوز می‌گوید که امارت اسلامی به هیچ فرد یا گروهی اجازه نمی‌دهد از خاک افغانستان برابر کشورهای دیگر استفاده کند.

🖌️: ‏معین غذا و ادویه وزارت صحت‌عامه و هیات همراهش در جریان سفر رسمی به اوزبیکستان، با مسوولان بخش صحت آن کشور در باره گسترش همکاری‌ها در زمینه‌های صحت، دوا و محصولات صحی گفت‌وگو کردند.

‏بربنیاد خبرنامه این وزارت، حمدالله زاهد، معین وزارت صحت در دیدار با الهام‌جان عمرزاکوف، معین وزارت صحت اوزبیکستان، در باره تبادل تجارب تخصصی، همکاری در زمینه تداوی بیماران افغان، به‌ویژه تداوی بیماری‌های سرطان، قلب و سایر بیماری‌های مشابه، بحث کرده است.

🖌️: ‏معاون سخنگوی اداره آمادگی مبارزه با حوادث می‌گوید که در نتیجه لغزش کوه، باران شدید، طوفان و سیلاب طی ۴۸ ساعت گذشته در نقاط مختلف افغانستان، ۱۰ نفر جان باخته و شش تن دیگر زخمی شده اند.

‏تاج محمد همت گفته است این حوادث در ولایت‌های کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوگر، غزنی، زابل، بدخشان، ننگرهار، لغمان، کنر و میدان وردک رخ داده است.

‏وی افزود که ۲۱۵ خانه به گونه کلی و ۴۳۰ خانه به گونه قسمی تخریب شده است.

🖌️: ‏دیدار رئیس‌جمهور سوریه با دبیرکل سازمان ملل در ‫دمشق.

‏احمد الشرع، رئیس‌جمهور سوریه در دمشق با آنتونیو گوترش، دبیرکل سازمان ملل متحد و هیات همراه او دیدار و گفت‌وگو کرد.

‏بر اساس گزارش رسانه‌های دولتی سوریه، این دیدار در کاخ الشعب دمشق برگزار شد.

‏گوترش با این سفر، نخستین دبیرکل سازمان ملل است که پس از 17 سال از سوریه دیدن می‌کند.

🖌️: ‏موفقیت دختر 18 ساله ‫فلسطینی قربانی جنگ غزه در آزمون ورودی ‫دانشگاه

‏شیرین ابوالقاس، دختر 18 ساله فلسطینی که در جریان حملات هوایی اسرائیل به نوار غزه تمام اعضای خانواده خود را از دست داد و دچار قطع عضو از ناحیه هر دو پا شد، با وجود جراحات شدید، در آزمون پایان دوره متوسطه موفق به کسب مجوز ورود به دانشگاه شد.

‏خانه این خانواده در 25 مه 2025 در محله التفاح شهر غزه هدف حمله قرار گرفت که در نتیجه آن 17 عضو خانواده شیرین جان باختند و او نیز به شدت مجروح شد

‏او با تقدیم این موفقیت به ارواح اعضای جان‌باخته خانواده‌اش، ابراز امیدواری کرد که جهت دریافت پروتز پا به خارج از غزه منتقل شده و در رشته مورد علاقه‌اش ادامه تحصیل دهد.

🖌️: ‏د راپورونو له مخې؛ د سعودي عربستان په مشرۍ ګډو ځواکونو د یمن په حدیده ولایت کې د حوثیانو پر هغو پوځي مرکزونو بریدونه کړي چې د سوداګریزو بېړیو د ګواښلو لپاره ترې کار اخیستل کېده.

‏د حوثیانو اړوند «المسیره» ټلوېزیون بیا ویلي چې سعودي بریدونو په حدیده ښار کې د دولتي مخابراتي شرکت تاسیسات په نښه کړي او سعودي ځواکونو د یمن د لویدیځې ساحل په څنډه کې د کامران ټاپو هم هدف ګرځولی دی.

🖌️: ‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ایران کې د افغانانو پر اعدام خواشيني ښودلې او دغه اقدام یې غندلی دی.

‏بېنېټ پر خپله اېکسپاڼه کښلي چې ایران کې افغان کډوال تر ټولو ډېر زیانمنونکي دي او ډېری وخت په پټه ژوند کوي.

🖌️: ‏د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، تر هغو چې سعودي عربستان د ابراهم تړون له مخې له اسراییل سره اړیکې عادي نه کړي، د ریاض او واشنګټن ترمنځ به اټومي هوکړه پلي نشي.

‏دا په داسې حال کې ده چې تازه امریکا او سعودي عربستان داسې تړون لاسلیک کړی، چې له مخې یې سعودي عربستان کولی شي د امریکایي ټکنالوژۍ په کارونې اټومي بټۍ جوړې او یورانیم غني کړي.

‏ډانلډ ټرمپ د دې تړون د پلي کېدو لپاره سعودي عربستان ته له اسراییل سره د اړیکو عادي کولو شرط وړاندې کړی دی.

🖌️: ‏د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د روسیې، اسراییل او امریکا د مخالفت سربېره، په ۱۴۴ مثبتو، ۱۰ منفي او ۱۳ ممتنع رایو د دغه سازمان د بشري حقونو د عالي کمېشنر ولکر ترک کاري موده د څلورو نورو کلونو لپاره وغځوله.

‏رویټرز راپور ورکړی چې امریکا له دې پرېکړې وروسته خبرداری ورکړی چې له ملګرو ملتونو سره به پر خپلې مالي همکارۍ بیا غور وکړي.

‏د ولکر ترک له لوري په اوکراین کې د روسیې پر جګړې، په غزه کې د اسراییل پر کړنو او د امریکا د کډوالۍ په توقیف‌ځایونو کې د ځینو کسانو پر مړینې پراخو نیوکو د روسیې، اسراییل او امریکا مخالفتونه راپارولي دي.

🖌️: ‏د جرمونو نړۍوالې محکمې د غړو هېوادونو ټولنې د "جنسي ځورونې" په تور د دغې محکمې د څارنوال کریم خان د لرې کولو پرېکړې ته رایه ورکړه.

‏د الجزیرې د راپور له مخې، کریم خان حقوقي ټیم دغه پرېکړه سیاسي بللې ده.

‏تر دې وړاندې د سارا په نوم یوې ښځې پر کریم خان تور لګولی و چې ګواکې هغه یې له اجازې پرته څو ځله لمس کړې، خو کریم خان او وکیلانو یې دغه تور رد کړی او ویلي یې دي چې نوموړې د خپلو ادعاو لپاره کافي شواهد نه لري.

‏د جرمونو نړۍواله محکمه وروسته له هغې د امریکا او اسراییل له لوري له فشارونو سره مخ شوه چې کریم خان په ۲۰۲۴ کال کې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یواف ګالانت د نیولو حکم صادر کړ.

🖌️: ‏نړۍوالې رسنۍ وايي، په امریکا کې کډوال او د حقونو فعالان د فدرالي حکومت د هغه راپور شوي پلان په اړه اندېښمن دي چې له شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوالو سره مرکې ترسره کړي.

‏د راپورونو له مخې، په دغو مرکو کې به د هویت، په امریکايي ټولنه کې د ادغام او د کورنۍ د غړو د کډوالۍ وضعیت په اړه پوښتنې وشي، او راټول شوي معلومات ښايي تر ۱۵ کلونو پورې وساتل شي.

‏له دغو مرکو ویره دا ده چې ښايي د افغان کډوالو د احتمالي را ایستلو لامل شي.

🖌️: ‏د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ تایید کړې چې د اسراییل لومړی وزیر، بنیامین نتنیاهو به راتلونکې اونۍ واشنګټن ته ولاړ شي.

‏ټاکل شوې دواړه مشران په سپینه ماڼۍ کې د ایران له جګړې وروسته د سیمې امنیتي وضعیت، د غزې جګړه، د یرغمل شویو کسانو موضوع او د امریکا-اسراییل د سټراټیژیکو همکاریو په اړه خبرې وکړي.

🖌️: ‏د رسنیو د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان جازان ښار کې له پنځو ډېرې چاودنې شوې دي.

‏یمني سرچینې ادعا کوي چې د جازان په صنعتي سیمه یې برید کړی خو تر اوسه سعودي چارواکو د دغو راپورونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

🖌️: ‏د هند د پوهنې وزیر دھرمندرا پردهان د ازموینو د پوښتن‌پاڼو د پرله‌پسې افشا کېدو پر ضد له څو اوونیو پراخو او توندو لاریونونو وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه.

‏نوموړي نن (شنبه) ویلي چې خپله استعفا یې د لومړي وزیر دفتر ته استولې ده.

‏هلته عتراض کوونکو د پوښتن‌پاڼو د افشا کېدو مسوولیت د وزیر پر غاړه اچولی و او د هغه د استعفا غوښتنه یې کوله.