مورنۍ ژبه د ماشوم ‌د ذهني، جذباتي او سماجي پرمختګ بنياد دے

جنوري 11, 2026 - 16:28
 0  4
مورنۍ ژبه د ماشوم ‌د ذهني، جذباتي او سماجي پرمختګ بنياد دے

دا ځينې خلک چې وائي تاسو څۀ پښتو پښتو کوئ - د تعليم د پاره اېډوانس ژبه پکار ده يعني د يو ماشوم خالص مورنۍ ژبه پۀ پردۍ مصنوعي ژبه بدلوي - دا داسې ده لکه خپل خالص خوراک چې مو پۀ جنک او فاسټ فوډز بدل کړۀ نو څۀ درسره اوشو -

د دنيا پوهان، سائنسدانان او څيړنکار وائي چې د ماشوم تعلیم پۀ مورنۍ ژبه کښې پکار دے ځکه چې مورنۍ ژبه د ماشوم ‌د ذهني، جذباتي او سماجي پرمختګ بنياد دے - مورنۍ ژبه د مزغو جوړښت، ذهني صحت او سټرېس کمولو کښې مهم کردار لري - امريکن نفسياتي اېسوسېشن (اے پي اے ) وائي چې مورنۍ ژبه د تنقيدي فکر روزنه کوي او نورې ژبې زده کول هم اسانوي -

ماشوم پۀ اولني کال کښې ۵ ټکي اووائي او ۵۰۰  ټکي وپېژني - پۀ دويم کال کښې د ۵۰ - ۳۰۰ پورې ټکي وئيلے شي او جملې جوړول شورو کړي - پۀ دريم کال کښې ۱۵۰۰، پۀ څلورم کال کښې ۲۵۰۰ او پۀ پنځم کال چې سکول ته ځي نو تر ۴۰۰۰ پورې ټکي ئې زده کړي وي -

 دا يواځې ټکي يا جملې نۀ وي بلکه د دې شاته د ماشوم پۀ مزغو کښې د معنو او تفسير د ربط يو پوره چېن جوړ شوے وي - د هر ټکي شاته مختلفې معنې، د معنو شاته د تخيل احساس، د مافي الضمير بيانولو انداز، د هغې انداز سره فکري تړون او د هغې پۀ شا جذباتي وابستګي، دا هر څۀ د ماشوم د شعوري شحصيت بنياد کېږدي -

ماشوم چې د دې پنګې سره سکول ته روان شي او هلته پوهه شي چې هر څۀ جدا دي، د هغه ټوله اثاثه صفر ده نو هغه داسې ګونګ شي لکه چې پۀ اوله ورځ پېدا وۀ - چې پۀ کتاب کښې د پيشو تصوير اوويني نو هغه ته ئې بلي ليکلے وي، بيزې ته بکري لیک وي نو دلته ماشوم کنفيوز شي چې دا خو هر څۀ خطا دي او د سکول نه ئې نفرت پېدا شي -

د يورپ د خلکو مازغۀ زمونږ نه زيات نۀ دي او نۀ زمونږ نه قابلان دي خو ټول واړۀ واړۀ ملکونه ماشومانو له پۀ خپله مورنۍ ژبه کښې تعليم ورکوي - ځکه چې هغو ته پته ده چې هم د دې بنياد نه پۀ ماشوم کښې د تنقيدي فکر او علمي تجسس ماده پېدا کيږي او وروستو هغه بيا لوئے لوئے ايجادات کوي -

مورنۍ_ژبې_د_نصاب_برخه_کړئ