زموږ فلسفې څومره هوایي وې

اپریل 2, 2026 - 19:11
 0  24
زموږ فلسفې څومره هوایي وې

احمد ارشاد احرار

 

چېرې چې زه ژوند کوم د دې سیمې ښونځي د دې هېواد تر نورو سیمو لوړې نمرې لري. داسې ښونځي هم شته چې هغې کې د زدکړې لپاره خلک له نورو سیمو کډه راوړي تر څو اولادونه یې هلته ومنل شي. زه چې کله د ښونځي په لومړۍ ورځ د خپل زوی صنف ته ننوتم، هر څه راته د حیرانتیا و. ما افغانستان کې د ښوونې او روزنې برخه کې ډېر ټریننګونه ورکړي او اخیستي و خو دلته یوازې د صنف فضا ته په لیدو پوه شوم چې زموږ فلسفې څومره هوایي وې. له ځانه سره مې ویل کاش چې څه موده مې دلته کار کړی وی شاید کوم وخت دا تجربه وطن ته نقل کړی شم. د دې هیلې ۲۰ ورځې پوره نه وې چې د تعلیمي حوزې نه راته د کار وړاندیز راکړل شو. په لنډه موده کې راته معلومه شوه چې د تعلیم فلسفه دلته فرق لري، دلته خلک ماغزه په حفظ کولو نه خوري، دلته بې ځایه اضافي مضامین نشته، دلته ماشوم ته تصمیم نیونه ښودل کیږي، موږ به موسساتو کې ایموشنل انتیلیجنس ټریننګونه ورکول، دلته یې دریم صنف کې ورښیي، دلته ماشوم پریزنتشن ورکوي، دلته ماشوم آزاد دی، سل ځله غلطي کوي خو قضاوت کیږي نه، امتحانونه بوج ندي ډېر عادي دي، دلته ماشوم ته د نظر اختلاف او د مخالف نظر زغم ورښودل کیږي، دلته فرهنګي تنوع د اصل په توګه منل شوې او ټول ماشومان پرې قایل دي. تر ټولو مهمه دا چې دلته هر ماشوم ځان ته شخصیت لري او په ټول تعلیمي بهیر کې دا مستقل شخصیت په نظر کې نیول کیږي. دلته ماشومان منظمه مطالعه کوي او د هغې لپاره خاص میتودونه لري. هېڅ معلم نشي کولی د خوښې شاګرد ولري، د ټولو سره به یو شان چلند کوي ټولو ته به یو برابر وخت ورکوي او هېڅ څوک حق نلري د کوم شاګرد منفي کړنې بل شاګرد او یا تعلیمي ماحول کې یادې کړي.

خبرې او تجربې ډېرې دي کله وایم چې یا مې ښې ډېرې پیسې پیدا کړې وی چې یو مستقل تعلیمي نظام مې جوړ کړی وی تر څو ټول هېواد ترې ګټه اخیستې وی او یا خو کله د معارف وزارت یې مکمل راسپارلی وی.

ما ته دا یاد شول چې موږ هغه ټامیان له کومه راوستي و؟ دلته خو بلا تجربې پرتې دي او موږ ایله پکې رنګینه او د هغې په شان احمقان پیدا کړې و چې په دې هېوادونو کې ټول په فضولاتو کې شمېرل کېدل.