مهم ترین های امروز چهارشنبه
🖌️: د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د واخان دهلېز د پروژې د لومړي فاز کار ۶۰ سلنې او د دویم فاز ودانیزې چارې ۷۴ سلنې بشپړې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، لومړی فاز د بدخشان د بروغیل له سرحده تر یمګان پورې او دویم فاز له یمګان د چین تر پولې پورې غځېدلی، چې دواړه برخې د سړک جوړولو مهمې پروژې بلل کېږي.
🖌️: د عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي، د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې د الوخېل په کلي کې څهباندې ۸۴۱ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د پرېکړې لهمخې دولتي ثابته شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دغه ځمکه په دوو کادستري قطعو کې شامله ده او له اسنادو، املاکي ریکارډونو او اړوندو ادارو د معلوماتو له ارزونې وروسته د دولت په نوم تثبیت شوې ده.
🖌️: وروسته له هغه چې د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز اسعداباد او پر سید جمالالدین افغان پوهنتون توغندیز بریدونه وکړل او ګڼو ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله، اوس یو ځل بیا د پاکستان پوځي رژیم په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ډیورنډ فرضي کرښو ته پر څېرمه سیمو توغندیز بریدونه کړي دي.
🖌️: وزارت فواید عامه اعلام کرده است که کار ساخت جاده پنجشیر–تخار به طول ۲۵ کیلومتر، امروز (چهارشنبه) به ارزش ۴۵۱اعشاریه ۶میلیون افغانی آغاز شد.
این جاده از کوتل خاواک در ولسوالی پریان ولایت پنجشیر آغاز شده و تا ولسوالی ورسج ولایت تخار امتداد مییابد.
محمد اشرف حقشناس، سخنگوی این وزارت، گفته است که جاده پنجشیر–تخار میتواند بدیل مناسبی برای شاهراه سالنگ باشد.
🖌️: ایراني رسنیو د دغه هېواد د هوايي چلن ادارې (هما) له قوله ویلي، چې له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته نن بېرته د ایران- روسیې او ایران- چین ترمنځ الوتنې پیل شوې دي.
په راپورونو کې راغلي، چې یادې ادارې تېره ورځ په دې اړه د چمتووالي خبر ورکړی و.
🖌️: د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام، خوړو او کرنې سازمان او لبنان کرنې وزارت په یوې ګډې اعلامیه کې ویلي په لبنان کې به د جګړې له امله له ۱.۲میلیون زیات خلک له شدیدې لوږې سره مخ شي.
د راپور پر بنسټ دغه وضعیت د جګړې، بېځایه کېدو او اقتصادي فشارونه له امله رامنځته شوی دی.
🖌️: د امریکا متحده ایالاتو د جګړې وزیر پیټ هیګسټ د ایران پر وړاندې د جګړې تر پیل وروسته د لومړي ځواب د کانګرس نظامي کمېټې غړو له پوښتنو سره مخ کېږي.
ویل کېږي په دغې ناسته کې د امریکا متحده ایالاتو ۲۰۲۷ کال نظامي بودجې وړاندیز هم و ارزول شي چې پکې دفاعي لګښتونه په بېساري ډول ۱.۵ تریلیونه امریکايي ډالرو ته لوړ شوي دي.
🖌️: د امریکایي اکسیوس رسنۍ د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ د ایران جګړې له امله په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیو لوړېدو په اړه له خپلو اجرايیوي مشرانو او د تېلو یو شمېر شرکتونو له مسوولینو سره لیدلي دي.
راپور کې راغلي چې د امریکا او ایران جګړې په نړیواله کچه د تېلو بیې په هر بېرل کې شاوخوا ۴.۱۸ ډالره لوړې کړې او دې چارې د ټرمپ پر اداره سیاسي فشارونه زیات کړي دي.