مهم ترین های امروز چهارشنبه
🖌️: د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویلي، د نورستان کامدېش او برګمټال کې له شپږ اونیزې بېبرخۍ وروسته شاوخوا ۱۳۶ زره کسانو ته خوراکي، طبي او نورې حیاتي مرستې رسېږي. دغه مرستې د ICRC، افغاني سرې میاشتې او د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري برابرېږي.
🖌️: د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزی په تاشکند کې د اوزبېکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره کتلي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او افغان صادراتو اسانتیاو، بلخ کې د صادراتي مرکز جوړېدو او د ولایتي چارواکو د سفرونو پر تنظیم خبرې وکړې.
🖌️: د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال، محمدنعیم د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي جیلز برټرنډ سره کتلي دي.
د وزارت د خبرپاڼې لهمخې دواړو لورو د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او دوامدارو همکاریو خبرې کړې دي.
محمد نعیم د بشري مرستو مننه کړې او غوښتنه یې کړې چې مرستې دې پر دوامدارو پراختیایي پروګرامونو بدلې شي.
🖌️: د روسیې سفیر، دېمیتري ژېرنوف او مل پلاوي یې د عامې روغتیا له وزیر، نورجلال جلالي سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو ټینګار کړی دی.
د ژېرنوف او جلالي ترمنځ کتنو کې د افغان متخصصینو روزلو او ظرفیت لوړولو، د تجربو شریکولو په موخه روسیې ته د افغان پلاوي د سفر زمینې برابرولو، د لنډ مهال لپاره روسیې افغانستان ته په مناسب قیمت د باکیفته درملو وارېدولو او د درملو تولید برخه کې د روسیې هېواد د پانګوالو پانګه اچونې په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
🖌️: چهار تن از باشندگان ولسوالی کوفآب ولایت بدخشان، در پی وقوع برفکوچ در مسیر ولسوالی راغستان، جان باختهاند.
دفتر رسانههای فرماندهی امنیه بدخشان، میگوید این افراد که برای کار به ولسوالی راغستان میرفتند، در منطقه آقوبه شاله در برفکوچ گیر مانده و جانهایشان را از دست دادهاند.
🖌️: بهرنیو چارو وزارت وايي، امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سیدعباس عراقچي سره د سیمې پر روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه ټلیفوني خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزیر همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتېدو او په نورو برخو کې د همکاریو د پراخېدو هرکلی وکړ.
ښاغلي متقي د ایران او امریکا له لوري د ډیپلوماسۍ پر بنسټ چلند رغنده ګام وباله او د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې د مسایلو پر حل یې ټینګار وکړ.
🖌️: تاجمیر جواد، معاون ریاست استخبارات امارت اسلامی، در نشستی با مسوولان محلی در بدخشان گفته است که افغانستان خواهان جنگ با هیچ کشوری نیست.
آقای جواد افزوده است که حکومت کنونی افغانستان آماده است در حل مشکلهایی که پیش از به قدرت رسیدن امارت اسلامی در منطقه وجود داشت، همکاری کند.
🖌️: دغه سرمشریزه چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې پیل شوه، په کې د اسلامي امارت پلاوي، د سیمې یو شمېر هېوادونو ولسمشرانو، د یاد هېواد لوړوپوړو دولتي چارواکو، د ملګرو ملتونو استازو، نړیوالو بنسټونو او د چاپیریال ساتنې متخصصینو ګډون کړی وو.
په غونډه کې د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو لپاره د زرغون اقتصاد پر پراختیا، د نوې ټکنالوژۍ کارونه، د طبیعي سرچینو دوامداره مدیریت او د سیمهییزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی.