مهم ترین های امروز چهارشنبه
🖌️: منبعهای محلی در ولایت فراه میگویند که عصر امروز (چهارشنبه) در گمرک شیخ ابونصرفراهی، یک آتشسوزی گسترده رخ داده است.
به گفته این منبعها، این آتشسوزی در جوار گمرک در یک تایر فروشی رخ داده است.
🖌️: د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ضیاء احمد تکل ویلي، د چین په اورمچي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې اترې چې په رغنده فضا کې ترسره شوې، د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي موضوعاتو، او د سیمهییز ټیکاو اړوندو مسایلو په اړه پهکې هر اړخیز بحثونه شوي دي.
هغه ویلي، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د چین له ښه نيت او کوربهتوب مننه کوي او هیله څرګندوي چې دغه بهیر به د باورجوړونې، دوامدارو اړیکو، تفاهم او اغیزناکو همکاریو د لا پیاوړتیا لامل شي.
🖌️: ټولګټو وزارت وايي، د کابل - جلالاباد لویه لاره چې له تېرې جمعې ورځي راهیسې د ورښت، سېلابونو راوتلو او غر ښویېدنې له امله د تنګي غارو سیمه کې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه نن مازیګر د هر ډول تګ - راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
🖌️: پېښو سره د مبارزې چمتووالې ادارې ویاند، محمدیوسف حماد وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د ورښتونو، سېلابونو، غرښوېدنې او د کورونو نړېدو له امله ۱۵ کسان مړه شوي، ۱۸ ټپيان شوي او یو تن لا هم نادرکه دی.
🖌️: د کډوالو او راستنېدونکو وزارت ویلي چې د ناروې د کډوالو نړۍوال بنسټ سره یې هېواد ته د راستنو شویو لپاره د مرسته رسولو په موخه د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک کړې ده.
🖌️: په پېښور کې د ا.ا د لویې کونسلګرۍ ډیپلوماټانو د ښار له کمېشنر ریاض خان محسود سره لیدلي او د حمزه بابا ټرانزیټ مرکز ستونزو، د راستنېدونکو افغانانو وضعیت، د ټرانزیټي مرکزونو زیاتوالي او د افغان بندیانو پر موضوعاتو خبرې شوې دي.
🖌️: د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس، عبدالباري راشد وايي، دغه بند د وروستیو ورښتونو له امله له اوبو ډک او نن پارچاو شو.
🖌️: هفدهمین نشست شورای وزیران امروز (چهارشنبه) به ریاست ملا محمد حسن آخند، رئیس الوزرای امارت اسلامی افغانستان، در کابل برگزار شد.
حمدالله فطرت، معاون سخنگوی امارت اسلامی، گفته است که این نشست به بررسی مسائل مهم اقتصادی، امنیتی، اجتماعی و فرهنگی کشور پرداخته و برخی تصمیمگیریها اتخاذ گردید.
🖌️: د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ويلي، چې اوربند هېوادنۍ غوښتنه او د پخواني رهبر علي خامنهيي د وینې او په صحنه کې د ایرانیانو د شتون او حضور لاسته راوړنه ده.
پزشکیان په ایکسپاڼه کې لیکلي: « "له همدې نن څخه به د یو بل ترڅنګ پاتې وو؛ که د ډیپلوماسۍ ډګر وي، که د دفاع، که په سړکونو کې وي او که د خدمت رسونې په ډګر کې.»د یادونې ده، چې ایران له امریکا سره د دوه اونیو پر اوربند هوکړه کړې ده.
🖌️: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ويلي، چې نن ماسپښین(چارشنبه د وري نولسمه) یې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د ټیلیفوني خبرو په لړ کې، چې له ۴۵ دقیقو څخه ډېرې اوږدې شوې؛ د پاکستان لومړي وزیر د اوربند په منلو کې د ایراني مشرتابه هوښیاري وستایله او وایي، چې د روانې اوونۍ په وروستیو کې یې د اسلامآباد پر کوربتوب د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو وړاندیز هم ومانه.
شهباز شریف زیاته کړې؛ پزشکیان له هغه څخه مننه کړې او د ایران او امریکا ترمنځ یې د لنډمهاله اوربند په رامنځته کولو کې د پاکستاني مشرتابه له هڅو ستاینه وکړه.
د پاکستان لومړي وزیر تائید کړې، چې ایران به د اسلامآباد په خبرو کې ګډون وکړي.