مهم ترین های امروز سه شنبه

اپریل 7, 2026 - 18:52
 0  6
مهم ترین های امروز سه شنبه

🖌️: ‏د شهاب‌الدین دلاور په مشرۍ له افغان شخصیتونو سره د تماس او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون رهبرۍ خپل‌منځي ناسته کړې ده.

‏له یاد کمېسیون خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې، په ناسته کې د کمېسیون پر وروستیو فعالیتونو او هڅو په اړه جزییات شریک شوي او همدارنګه د اړوندو وړاندېزونو په اړه خبرې او مشورې شوې دي.

🖌️: ‏له بهرنیو چارو وزارت خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ، نن (سه‌شنبه) د دغه وزارت له وزیر، امیرخان متقي سره د دوو ‌اړخیزو همکاریو، سیمه‌ییزو بدلونونو او د چین اورمچي ښار کې د روانو مذاکراتو د بهیر په اړه خبرې کړې دي.

‏د چین سفیر ویلي، هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي او په خبره یې چې دغه بهیر یې په بې‌طرفۍ او همکارۍ سره پیل کړی دی.

🖌️: ‏د ننګرهار د رسنیو له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې د وروستيو ورښتونو پرمهال، یو شمېر کورونه نړېدلي چې له امله یې ۱۵ کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

🖌️: ‏له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې ویاند، یوسف حماد ویلي، د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو، تندر غورځېدو او د کورونو نړېدو له امله ۲۲ کسان مړه او ۳۲ ټپيان شوي دي. د هغه په خبره، یاده موده کې څه‌باندې ۳۰۰ کورونه هم زیانمن شوي دي.

🖌️: ‏حامد کرزی، رییس‌جمهور پیشین کشور، در نامه‌ای به انتونیو گوترش، دبیرکل سازمان ملل متحد، حمله‌های پاکستان بر خاک افغانستان را که به گفته او سبب تلفات انسانی و خسارات چشم‌گیر به تاسیسات ملی افغانستان شده است، نقض قوانین بین‌المللی و مغایر با اصول و اهداف ملل متحد دانسته است.

‏کرزی خواستار محکومیت این حمله‌ها از سوی سازمان ملل شده و تاکید کرده که «پالیسی پاکستان در بیش از چهار دهه، استفاده ابزاری از ستیزه‌جویی و افراط‌گرایی به‌عنوان ابزار نفوذ در منطقه بوده است.» همچنین، او از گوترش خواسته که از تکرار حمله‌های پاکستان جلوگیری کرده و با حمایت از حاکمیت و تمامیت ارضی افغانستان، به باور او «با کاهش تنش‌ها، منطقه را از چرخه خشونت رهایی بخشد».

🖌️: ‏د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس وايي، د سالنګونو لویه لار د دوامدارې واورې ورېدو، توپان او پرلپسی برف کوچونو له امله او د کابل–جلال‌آباد لویه لار د پرله‌پسې غرښوویېدنې له امله، لا هم د ټرافیکو پرمخ تړلې دي.

🖌️: هلمند کې لسګونه تنه په سېلابونو کې بند پاتي کسان ژغورل شوي.

‏دفاع وزارت وايي، تېره شپه د هلمند د موسی کلا او سنګین ولسوالیو په مربوطاتو کې، لسګونه تنه هېوادوال چې په سېلابونو کې بند پاتې وو، د کندهار لواء هوایي ځواک له لوري وژغورل شول.

🖌️: تاشقرغان تنګی له تېرې شپې راهیسې د ټرافیکو پر مخ تړلی دی.

‏ځايي سرچینې له طلوع‌نیوز سره په خبرو کې وايي، د بلخ ـ کابل لویه لار له تېرې شپې (دوشنبې) راهیسې د تاشقرغان په تنګي کې د سېلابونو د راوتلو له امله د موټرو د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

دوی زیاتوي چې په دې لاره کې د بند پاتې موټرو شمېر زرګونو ته رسېږي او له مسوولانو غواړي چې دا لاره هر څه ژر بېرته پرانیزي.

🖌️: ‏د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان او اوزبېکستان د خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګریز تواصل غونډه د اوزبیکستان په فرغانه کې جوړه شوه.

‏د دغې خونې په وینا، غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د ټوکر، خامو موادو او درملو په برخه کې ۲۰ هوکړه‌لیکونه د څه باندې ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شول.

🖌️: ‏په استانبول کې د اسرائیلو قونسلګرۍ ته نږدې د ډزو له کبله ۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې.

‏د ترکیې په استانبول کې د اسرائیلو د قونسلګرۍ ودانۍ ته نږدې په یوه خونړۍ پېښه کې درې بریدګر ووژل شول او دوه پولیس افسران ټپیان شوي دي.

‏ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې بریدګر له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي. راپورونه ښیي، چې په اړوند ودانۍ کې هیڅ اسرائیلي ډیپلومات نه‌و.

‏د ترکیې کورنیو چارو وزیر ویلي، چې بریدګر پېژندل شوي او استانبول ته په یوه کرایي شوي موټر کې له ازمیر ښار څخه راغلي وه.

‏د استانبول والي دا پېښه یو پاروونکی عمل» بللی دی.

🖌️: ‏د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ایران پر وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نورو سختو بریدونو نېټې ته د نږدې کېدا په درشل کې ویلي، چې د هېواد د دفاع لپاره چمتو دی خپل ځان ځار کړي.

‏پزشکیان په ایکس‌پاڼه کې لیکلي: « تر دې دمه له ۱۴ میلیون ډېرو مېړنيو ایرانيانو  له ایران څخه د دفاع لپاره خپله قرباني اعلان کړې ده. ځان مې له ایران ځار دی، و او وي به

🖌️: ‏په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر ویلي چې پر ډېورنډ فرضي کرښه د وروستیو نښتو له امله ۹۴ زره افغانان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

‏د ټام فلیچر په خبره، پر دې سربېره، د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې سېلابونو هم ۷۱ تنه مړه کړي او زرګونه استوګنیز کورونه یې ویجاړ کړي دي.

🖌️: ‏د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، هغه خبریال به بندي کړي چې په ایران کې یې د امریکایي پیلوټ د نادرکه کېدو خبر ورکړی دی.

‏ټرمپ وایي، دغې چارې د پیلوټ د ژغورنې عملیات له ننګونو سره مخ کړل او که خبریال خپله سرچینه روښانه نه کړي، نو بندي به شي.

🖌️: ‏سي‌بي‌اس نیوز راپور ورکړی چې کویټ کې د علي السالم پر هوايي اډې د ایران په برید کې ۱۵ امریکایي پوځیان ټپیان شوي دي.

‏ایران تازه پر کویټ، بحرین، سعودي عربستان او اسراییل توغندیز بریدونه کړي چې د راپورونو له مخې، په اسراییل کې هم څلور تنه وژل شوي دي.

‏د سعودي عربستان دفاع وزارت هم ویلي چې د ایراني توغندیو د پاتې شونو له امله د اوښتو زیانونو ارزونه کوي.

🖌️: ‏تمه ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (سه‌شنبه) هرمز تنګي کې د کښتیو د خوندي تګ راتګ لپاره د بحرین له لوري چمتو شوي پرېکړه‌لیک ته رایه ورکړي.

‏دغه پرېکړه‌لیک هرمز تنګي کې د کښتیو د خوندیتوب لپاره هېوادونو ته د ایران د هر راز برید پر وړاندې د ځواب اجازه ورکوي.

‏چین، چې امنیت شورا کې د ویټو حق لري، له دغه پرېکړه‌لیک سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې د زور له لارې د هېڅ ډول اقدام ملاتړ نه کوي.دا په داسې حال کې ده چې د ایران سپاه پاسدارانو تېره ورځ ویلي چې هرمز تنګی به بیا هېڅکله هم پخواني حالت ته ور ونه ګرځي.

🖌️: ‏شورای امنیت سازمان ملل نشستی درباره تنگه هرمز برگزار کرد که در آن، پیش‌نویس قطع‌نامه بحرین درباره این مسیر تجاری رد شد.

‏در این نشست، روسیه و چین قطع‌نامه پیشنهادی بحرین در شورای امنیت سازمان ملل درباره تنگه هرمز را وتو کردند.

‏بحرین که ریاست شورای ۱۵ عضوی را بر عهده دارد بر دستیابی به یک قطع‌نامه شامل چندین پیش‌نویس بوده تلاش دارد تا بتواند مخالفت چین، روسیه و دیگران را برطرف کند.

🖌️: ‏نړۍوالې فضايي ادارې (ناسا) ویلي، سپوږمۍ ته استولو څلورو ستورمزلو یې سپوږمۍ ته نږدې له سپوږمۍ څرخېدل بشپړ کړل. د دغه ماموریت موخه یوازې سپوږمۍ ته نږدې له سپوږمۍ څرخېدل او مطالعه یې ده، نه ور ښکته کېدل.

🖌️: ‏د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې د اسټرالیا پخوانی ځانګړی سرتېری، بن رابرټس-سمېت د افغانستان په جګړه کې د بې وسلې کسانو د وژنې په تور ونیول شو او ټاکل شوې محکمه کې حاضر شي.

‏که څه هم هغه دغه تورونه ردوي او مخکې یې دا ادعاوې «ناوړه او له کینې ډکې» بللې دي. پر هغه تور دی چې یا یې خپله پر بندیانو ډزې کړي او یا یې تر امر لاندې نورو سرتېرو ته د ډزو امر کړی دی.

🖌️: ‏رسانه امریکایی فاکس‌نیوز به نقل از یک مقام ارشد این کشور گزارش داده که ایالات متحده ناوقت شب دوشنبه «ده‌ها» حمله بر اهداف نظامی در جزیره خارگ ایران انجام داده است.

‏بر بنیاد گزارش، تاکنون گزارشی مبنی بر اعزام نیروهای امریکایی برای حمله به این جزیره منتشر نشده است.

‏در سوی دیگر، رسانه‌های ایرانی گزارش داده‌اند که سپاه پاسداران به کشورهای همسایه هشدار داده که «خویشتنداری تمام شد» و این کشور با زیرساخت‌های ایالات متحده و شرکایش به‌گونه‌ای برخورد خواهد کرد که «امریکا و متحدانش تا سال‌ها از نفت و گاز منطقه محروم شوند

‏در این هشدار همچنین آمده است که «شرکای منطقه‌ای امریکا نیز بدانند که ما تا امروز به‌دلیل حسن همجواری، خویشتنداری زیادی نشان داده‌ایم

🖌️: ‏دانلد ترمپ، رییس‌جمهور امریکا، با نشر پُستی در شبکه تروث سوشال، خطاب به ایران هشدار داده که «یک تمدن کامل امشب نابود خواهد شد و هرگز دوباره باز نخواهد گشت

‏ترمپ گفته است که نمی‌خواهد چنین اتفاقی بیفتد، اما به گفته او، این امر «احتمالاً رخ خواهد داد

‏او در این پُست، ایران را به «۴۷ سال باج‌گیری، فساد و مرگ» متهم کرده و افزوده است: «شاید چیزی به‌گونه‌ای انقلابی و شگفت‌انگیز رخ دهد، چه کسی می‌داند؟ امشب خواهیم فهمید؛ یکی از مهم‌ترین لحظات در تاریخ طولانی و پیچیده جهان.» این در حالی است که پیش‌تر، ایران تهدیدهای امریکا علیه این کشور را بی‌اساس خوانده بود.