د استاذ راشد الغنوشي بندي ساتل؛ سره له دې چي روغتیايي حالت ئې ډېر د تشویش وړ دئ؛

مۍ 4, 2026 - 15:19
مۍ 4, 2026 - 16:35
 0  0
د استاذ راشد الغنوشي بندي ساتل؛ سره له دې چي روغتیايي حالت ئې ډېر د تشویش وړ دئ؛
د استاذ راشد الغنوشي بندي ساتل؛ سره له دې چي روغتیايي حالت ئې ډېر د تشویش وړ دئ؛ اصلاً د تونس د سترو اقدارو بندول دي: لکه د تونس تاریخ، ارزښتونه، مېړانه، د ظلم پر وړاندي ئې مقاوم دریځ او د ولس او وطن د غم بار پر اوږو وړل. دا ټول جنایات د تونس د تر ټولو بدو عناصرو له خوا ترسره کېږي: خیانت، فساد، استبداد، اخلاقي زوال او غلامي. هیڅ ملت تر هغه وخته غوره راتلونکی نه سي درلودلی تر څو ئې معزز کسان سپک کېږي او ازاد خلک ئې زنداني کېږي.