ورزشونه دوه قسمه وي
اېروبک ورزشونه Aerobic Exercise
پۀ دې کښې بدن د توانائي د پاره د اکسيجن استعمال کوي - لکه قدم وهنه ، زر زر تلل ، منډه وهل ، سائکل چلول ، لامبو ، فټبال ، باسکټ بال او ټېنس وغېره -
دا ميټابالک رفتار تېزوي - د زړۀ او پړپوسانو صحت ښۀ کوي - بلډ پرېشر کنټرول کوي او کوليسټرول کموي - پۀ شوګر کنټرول ساتلو کښې هم مدد کوي - د مزغو د پاره اکسيجن زياتوي، حافظه او مزاج ښۀ کوي - چربي ختموي او وزن کموي -
چې کله انسان ورزش کوي نو د ګلوکوز نه پس د توانائي له پاره د چربي موجوده ذخيره استعماليږي - د دې وجې نه دا قسمه ورزشونه د ديرش منټو نه زيات وخت له پاره پکار وي -
اېناروبک ورزشونه Anaerobic Exercise
پۀ دې قسمه ورزش کښې وجود د توانائي له پاره اول د ګلايکوجن استعمال کوي خو وروسته چې عضلات زيات شي يا مضبوط شي نو د بدن بنيادي ميتاباليک رفتار زياتوي يعني بيا د آرام پۀ وخت هم ډېر کېلوريز سوځېږي -
دا ورزشونه د لنډ وخت لپاره وي خو ډېر زور غواړي - لکه وزن اوچتول، تېزه منډه وهل او نور دغسې چټک ورزشونه - دا د عضلاتو مقدار او قوت زياتوي - د بدن ميتاباليزم تېزوي - پۀ لنډ وخت کښې ډېر کېلوريز سوځوي - د هډوکو قوت زياتوي او د وجود طبعي جوړښت ښۀ کوي -
د ورزش سره يواځې د بدن کيميا نۀ بدلېږي بلکه د ذهن کيميا هم بدليږي - د خوشالۍ او سکون هارمونز لکه ډوپامين، سېراټونين او اينډورفين طبعي اخراج زياتيږي - ځکه ورزش بدن له طاقت او ذهن له سکون ورکوي -