پيزا شاپ، انرجي ډرنکس، فاسټ فوډز کاروبارونه

دسمبر 28, 2025 - 15:31
 0  2
پيزا شاپ، انرجي ډرنکس، فاسټ فوډز کاروبارونه

نن سبا هر دويم کس پيزا شاپ، انرجي ډرنکس، فاسټ فوډز او دغسې نور بلها کاروبارونه شورو کوي او ډېرې پېسې پرې لګوي - دغه يو کاروبار هم د صحت پۀ حواله ګټه ور نۀ دے -

زمونږ پښتانۀ زياتره کلي والو علاقو کښې اوسي - کۀ هلته پۀ خپلو پټو کښې شړشم وکري او د لاسو ګاڼۍ ولګوي نو خرچه پرې هم ډېره نۀ راځي او کاروبار به ئې هم ښۀ وچليږي - دويمه خبره دا ده چې زړۀ به ئې هم ډېر مطمئن وي ځکه چې خلک به د بيمارو نه بچ کيږي نو ثواب به ئې هم کيږي بلکه صدقه جاریه به وي -

کۀ څوک د لاسو د ګاڼۍ پۀ ځائے د بجلۍ موټر استعمالوي - نو بيا هم د بازاري تېلو نه ډېر غوره دے - د شړشمو د خام تېلو د سوزېدو درجه يا سموک پواينټ د ۱۹۰ -۲۰۵ ډګري سينټي ګرېډ پورې وي - او د بجلۍ موټر کښې به دا ۴۵ - ۵۰ ډګري پورې ګرمائش اخلي - ياده دې وي سموک پوائنټ هغه درجه ده چې د هغې نه پس تېل استعمالول فايده نۀ کوي او زيات استعمال ئې تاوان کوي -

کۀ د ګاڼۍ يا د بجلۍ پۀ موټر ويستے شوي تېل کور د استعمال نه مخکښې ګرم هم شي نو زياتو نه زيات به سلو ته ورسی او ډېر نامياتي مرکبات به پکښې بيا هم پاتې وي - تاسو ته پته شته چې دغه د شړشمو تېل چې کله پراسس شي نو سموک پوائنټ ئې ۲۵۰ ته ورسي يعني زيات شي او دغه خبره تېل انډسټري پۀ تاسو خرڅوي -

خو دا به درته نۀ وائي چې د پراسس د مرحلو نه پۀ تېرېدو کښې دې له څومره ګرمائش ورکړے شوے وۀ - دې له تقريباً  ۲۸۰ ډګري سينټي ګرېډ پورې ګرمي ورکړے کيږي ځکه چې هسې ترې خوند نۀ اوځي ، صفا کيږي نۀ او شېلف لائف ئې نه زياتيږي - نو سموک پوائنټ کۀ هډو ۲۵۰ شۀ نو هغې د اول نه سر خوړلے وي -

ــــــــــــــــــــــــــــــ

ډېرو ملګرو پۀ دې تېر پوسټ سوالونه کړي وو - پۀ څۀ خبرو کنفيوز ښکارېدل نو لنډ جوابونه ئې کووم

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

کوره غوړي د استعمال د پاره ښۀ دي او بيا د مېښې نه د غوا غوړي ښۀ دي خو زيات استعمال ئې د زړۀ او وزن مسيلې پېدا کولے شي - د ګاڼۍ تېل کۀ هر نمونه وي هغه د بازاري د پخلي تېلو نه زر چنده ښۀ دي - ډالډا غوړي د ټولو خطرناک دي - د تازه حلال کړي څاروي پۀ وازګه کښې پخلے ښۀ دے - ګرمه کړے شوے وازګه (ډل ) د صحت د پاره ښۀ نۀ دي -