خپله سائکوتراپي پۀ خپله کوئ

دسمبر 28, 2025 - 15:42
 0  4
خپله سائکوتراپي پۀ خپله کوئ

ډېر خلک هر وخت د ځان سره منفي خيالونه تکراروي لکه زۀ بې وسه يم ، زما سره زياتے کيږي ، زۀ بيمار يم ، خدائے يواځې زۀ ليدلے يم ، پلانے ښۀ دے زۀ خراب يم يا د خپل ذات او حالاتو پۀ حواله نور منفي سوچونه کوي -

دغه قسم سوچونه ستاسو د شخصيت او ذهني صحت مسخ کولو بنياد ږدي ځکه چې مازغۀ پۀ حقيقت او پرسپشن کښې فرق نشي کولے - مازغۀ هغه هدايات رښتيا يا حقيقت ګڼي کوم چې ورته انسان پۀ خپل سوچ يا حواس خمسه ور رسوي -

د مزغو شعوري برخه پۀ دغه هداياتو عمل کوي او لاشعوري برخه مسلسل دغه‌ تاثر د ياداشتو پۀ شکل جمع کوي او بيا دغه خيالات د احساس ، خوب ، وېرې يا نفسياتي هېجان په شکل بهر را اوڅي -

پۀ ژوند کښې انسان پۀ اتيا فيصدي فېصلو يا کارونو هډو اختيار نۀ لري نو پۀ هغې خپلو مزغو د منفي تاثر ورکولو پۀ ځائے د صبر پېغام ورکول غواړي - پاتې شل فيصده اختياري کارونو د پاره ځان له حوصله او امید ورکول غواړي او عملي تګلارې جوړول غواړي -

پۀ بې اختياره بدو حالاتو صبر ، پۀ حاصل شوي کارونو /څيزونو شکر ، د چا ښېګړه ، د بل پۀ ښېګړه د هغه شکريه ، اختياري کارونو له تګلاره ، د خيالاتو مثبت ري فرېمنګ ، د ذهني سکون د پاره مراقبه دا ټولې د ځان د سائکوتراپي لارې دي - چې پۀ نتېجه کښې ئې د خوشالۍ او سکون د هارمون زياتيږي او سټرېس هارمون کميږي -  

پۀ بې اختياره کارونو ماتم کول يا د هغې د پاره ځان جواب ده يا ګناهګار ګڼل پۀ خپلو مزغو نفسياتي تششد کول دي چې پۀ نتېجه کښې انسان پۀ اختياري کارونو هم ګرفت وبائيلي - او د يو دوامداره سټريس سره مخامخ شي چې نتېجه ئې د مايوسۍ اخيري حد‌ ځان وژنه هم‌ کېدے شي -