د اتلس کالو نه کم عمر ماشومانو له چرې هم د ډسپرين ګولۍ مۀ ورکوئ

جنوري 25, 2026 - 17:34
 0  3
د اتلس کالو نه کم عمر ماشومانو له چرې هم د ډسپرين ګولۍ مۀ ورکوئ

د اتلس کالو نه کم عمر ماشومانو له چرې هم د ډسپرين ګولۍ مۀ ورکوئ - ځکه چې دا د يوې ناڅاپي او شديدې ناروغۍ Reye’s syndrome سبب جوړېدے شي - دا ناروغې هغه وخت پېښيږي کله چې ماشوم ته پۀ وائرل انفکشن لکه نزله يا چکن پاکس وغېره کښې ډسپرين ورکړے شي -

پۀ دې بيمارۍ کښې مازغۀ اوپړسيږي او ځيګر کار پرېږدي - خواوشا ۲۰–۴۰ فيصدي ماشومانو کښې د مرګ‌ خطره وي او پاتې ژوندي ماشومانو کښې د ښۀ علاج باوجود د فالج ، ړوندوالي ، کوڼوالي او د عصبي ستونځو سبب ګرځي -

خصوصاً د ۵ - ۱۵ کالو پورې ماشومان د ډسپرين نه بيخي ساتئ -  کۀ ضرورت وي نو پېراسیټامول او بروفن ورله ورکولے شئ - خو ډسپرين ، اسپرین ، انکوفين او هر قسمه د چوش ګولۍ چې اسپرین لري د هغې نه ئې لرې ساتئ -