د ملا پړق
د ځينې خلکو پۀ ملا کښې اکثر ناڅاپه پړق اوشي او بالکل اېغ نېغ پاتې شي - ځکه چې د معمولي خوزېدو سره پکښې هم څړيکې کيږي - انسان داسې محسوسوي چې د ړق سره مې ملا ماتيږي او اکثر ساه هم نشي اخستے ـ
دا زياتره هاغه وخت کيږي کله چې څوک د زمکې نه د يو څيز را اوچتولو د پاره لاس ښکته کوي او پۀ بې خيالۍ کښې ملا ډېره کږه کړي ـ خو دا هر چاته نۀ کيږي - دا صرف هغه کسانو ته کيږي چې ورزش نۀ کوي نو د ملا د هډوکي خواته عضلات ئې کمزوري شي -
کله چې دغه انسان د کمزوري عضلاتو سره ملا ټېټه کړي نو د ملا د هډوکي د خواو شا عضلاتو نرۍ ريښې راښکلے شي او اوږدې شي - مزغو ته پېغام لاړ شي چې عضلات کمزوري دي او هسې نهد راښکلو سره دا نرۍ ريښې ونۀ شليږي نو د حفاظت له پاره مازغۀ د عصبي رګونو پۀ ذريعه ناڅاپي دغه عضلات واپس راغونډ کړي او لاک ئې کړي -
دې ته حفاظتي ريفليکس اېکشن وائي خو د ريښو د شلېدو د وېرې د واپس راښکلو دا عمل دومره ناڅاپي او زوراور وي چې انسان پۀ ځائے اېغ نېغ پاتې کړي - او بالکل ئې د ړق نه اوباسي -
علاج ئې څۀ دے
ـــــــــــــــــــــــــــ
د دې له پاره هېڅ ستنو دوايانو يا ملا مږلو ته ضرورت نۀ وي - د دې اسان علاج دا دے کۀ دغه کس کښېناستے نشي نو څملي دې او د ملا دغه ځائے له دې يخ ټکور ورکړي - پنځلس پنځلس منټه پس دې دوه درې ځله دا عمل وکړي نو بالکل به ټيک ټاک شي -
کۀ چاته بار بار د ملا پړق کيږي نو د هغو پټې او عضلات واقعي چې کمزوري وي نو ورزش دې خامخا کوي او بيا پۀ تېره تېره د ملا ورزشونه ډېر ضروري دي - داسې خلک دې پۀ غلط پوزيشن کښې د ناستې او د ټيټې د کار نۀ اجتناب کوي -
اوبۀ دې ډېرې څښي ځکه چې د اوبو کمے يا ډي هائيډرېشن پکښې هم غټ کردار لري او د وینې پۀ ټېسټ کښې دې د خپل کېلشیم ، پوټاشیم او مېګنيشم مقدار معلوم کړي - کۀ کم وي نو دغه کمے دې پۀ سهي خوراک يا پۀ سپليمنټس پوره کړي -