ماشومان ته د خوب شربت ورکول
کله چې ماشوم ژاړي او خوب نۀ ورځي نو ميندې د ځان خلاصوني له پاره دوي له فېنرګان شربت ورکوي او مطلب ئې دا وي چې ماشوم له خوب ورشي او اودۀ شي -
اوله خبره خو دا ده چې دا شربت د دوۀ کالو نه کم ماشوم له پاره بالکل منع دے - او دوئمه خبره دا ده چې دا د خوب شربت نۀ دے - فېنرګان شربت چې پروميتازين لري دا عموماً د الرجي د پاره لکه پوزه بهېدل ، پرنجي ، د سترګو خارښ يا عام د وجود خارښ له پاره کارولے کيږي -
د دې نه علاوه چې کومو ماشومانو ته د سفر پۀ وخت زړۀ ويشيږي هغو له هم ښۀ وي او د اپرېشن نه وروستو د درد کمولو او نشې له پاره هم پۀ استعمال کښې راوستے کيږي -
د دې بې ځايه او ډېر استعمال د ماشومانو نظر پۀ ځائے ودرولے شي، نظر خړ کولے شي , پۀ متيازو کښې ورته تکليف کېدے شي، رپېدل پرې راتلے شي او د ټولو نه خطرناکه خبره دا ده چې د دې دوائي اثر نېغ پۀ نېغه پۀ مزغو وي نو د مزغو ډېر کېمياوي عملونه متاثره کوي -