پۀ ځوانانو کښې د زړۀ بندېډل تر خطرناکه حده زيات شوي دي

اپریل 4, 2026 - 16:01
 0  11
پۀ ځوانانو کښې د زړۀ بندېډل تر خطرناکه حده زيات شوي دي

خبر شوم چې پرون يو شل کلن ځوان د زړۀ د دورې د لاسه مړ دے - ما ئې تپوس وکړۀ - نو پته ولګېده چې هېڅ درد يا تکليف ورته نۀ وۀ خو ناڅاپه راولوېدۀ او مړ شۀ - دې ته عام‌ خلک د زړۀ دوره وائي خو دا د زړۀ دوره نۀ وي بلکه د زړۀ بندېدل cardiac arrest وي - پۀ ځوانانو کښې د زړۀ بندېډل تر خطرناکه حده زيات شوي دي -

د زړۀ دوره بیا هم انسان له وخت ورکوي - پۀ دې کښې درد يو انتباهي علامت يا وارننګ سائن وي چې angina ورته وائي - د دې درد بنيادي وجه زړۀ ته د اکسيجن کمے دے - کۀ ټېسټونه اوشي نو اکثر د زړۀ د مسلز لږه حصه متاثره شوي وي هغې ته MI وائي -

د زړۀ د دورې ډېر وجوهات کېدے شي لکه سټريس ، زيات کوليسټرول ، شوګر ، څینې دوايانې او نشې وغېره - کۀ انسان جنک فوډ پرېږدي او خپل لائف سټائل بدل کړي نو دا برني وچوهات هم‌ ختم‌ شي او زړۀ هم برابر وي -

خو کارډيک اريسټ د زړۀ د دورې نه زيات اېمرجنسي حالت وي ځکه چې پۀ دې کښې زړۀ ناڅاپه بند شي او انسان خپل هوش اوبائيلي - مزغو ته وينه بنده شي نو انسان درد محسوسولو ته هم جوړ نشي - ناڅاپه د زړۀ رفتار زيات او بې ترتیبه شي - دا بې ترتیبي اول بره خانې متاثره کړي چې AF ورته وائي - بيا د لاندې خانې بې ترتیبه کړي چې VA ورته وائي او بيا زړۀ بند شي -

د نورو وجوهاتو نه علاوه پۀ دې بې ترتیبۍ کښې د زیات کېفين ډېر کردار وي - لږ ډېر کېفين فرق نۀ کوي ځکه چې کافي دومره کېفين نۀ لري خو د کله نه چې انرجي ډرنکس راغلي پۀ کارډيک اريسټ کښې ډېره اضافه شوې ده - پۀ دې کښې د زیات کېفين سره چې کوم نور اجزا وي - هغه د زړۀ پۀ بې ترتیبۍ يا اردميا کښې ډېر کردار لري -