د پېشمني خوراک

فبروري 19, 2026 - 15:14
 0  4
د پېشمني خوراک

وجود له د توانائي مسلسل ذريعه پکار وي او چونکه پۀ روژه کښې خوراک څښاک بند وي نو داسې ترتيب پکار وي چې وجود ته مسلسل توانائي مېلاويږي - د يو روغ انسان د پاره د پېشمني خوراک پۀ څلورو برخو مشتمل پکار دے - 

يوه برخه صحت مند کاربوهائيډرېټ لکه د سرو غنمو whole wheat ډوډۍ او سبزيانې

دويمه برخه پروټين لکه غوښه ، چرګ او دالونه

درئمه برخه صحتمنده چربي لرونکي خوراکونه لکه اګۍ ، کوره پۍ ، ماستۀ ، کوچ او لږ اصيل غوړي

څلورمه برخه فائبر لکه سلاد

کاربوهائډرېټ وجود له د ۴ - ۶ ګنټو پورې توانائي ورکوي - پروټين د ۸ ګنټو نه پس استعمال شي او د چربي د خوراک استعمال يا ماتېدل د ټولو نه وروستو شورو کيږي - چربي وجود له د راروانو ۱۲ - ۱۸ ګنټو پورې توانائي ورکوي او د شوګر لېول کمېدو ته نۀ پرېږدي -

کۀ څوک وزن زياتول غواړي نو د چربي مقدار دې لږ زيات کړي او کۀ وزن کمول غواړي نو د چربي مقدار دې کم کړي -