دا مارکيټنګ دے

دسمبر 28, 2025 - 15:35
 0  3
دا مارکيټنګ دے

مجاهد ملته تاسو ته پته شته - چې کومو خلکو پۀ تاسو پۀ خوراک کښې کوره غوړي بند کړل او پۀ بازاري تېلو ئې راواړولئ هغو اوس بيا خپلو غوړو ته کښېناستۀ -

د هر بازاري تېل اشتهار چې ګورې وائي چې کوليسټرول نۀ لري نو دوي ته سړے اووائي چې پۀ تېلو کښې د کوليسټرولو د ترۀ ځوے ټرائي ګليسرائډ موجود وي چې هغه د زړۀ د مرض د پاره د کوليسټرولو نه هم خطرناک دے خو دوي به د هغې ذکر نۀ کوي - ځکه چې مارکيټنګ‌ دے -

بيا وائي خوند ئې ښۀ دے ، صفا دي ، پۀ کلونو نۀ خرابيږي - خو دا نۀ وائي چې د دې د پاره دا تېل د پراسسنګ د کومو مرحلو نۀ تېر کړے شوي دي - کوم کوم پرېزوېټو پکښې اېډ شوي دي - دا به هم نۀ وائي ټول منرلز او نامياتي مرکبات ئې دوړه شوي دي او دا خو به بيخي نۀ وائي  چې زهريله مواد پکښې پېدا  شوي دي ځکه چې مارکيټنګ دے -

بيا وائي چې د خام تېلو نه د دې سموک پوائنټ زيات دے يعني هر قسمه فرائي پخلے پرې هم کولے شئ خو دا نۀ وائي چې پۀ صفا کولو کښې ورله دومره ګرمائش ورکړے شوے دے - چې سموک پوائنټ ئې اول سر خوړلے دے او پۀ سهي توګه اوس د تړم درجه حرارت د زغملو هم نۀ دي - ځکه چې مارکيټنګ دے -

د شړشمو د پخلي تېل ئې پۀ مونږ بند کړل - وې ئې دا د زړۀ د عضلاتو بيماري جوړوي - بيا چې پۀ خپلو کښې وران شو نو وې ئې دا منږکانو له پۀ زيات مقدار کښې ورکړے شوي وو پۀ عام مقدار کښې هېڅ نۀ کوي - خو تر هغې ئې پۀ دنيا خپل د پخلي تېل پۀ مارکټ قابض شوي وو - دا هم د مارکيټنګ تکنيک وۀ -

اوس زمونږ نوے نسل شړشم  کرل او د لاسو ګاڼۍ له سره نۀ پېژني هغې هر څۀ سر اوخوړۀ - کۀ څوک شړشم کري هم , خو هغه ئې هم بازار ته وړي - وائي د کوره ګاڼۍ د تېلو خوند خراب دے - دې ته نۀ ګوري چې طبعي خوند ئې ټول منرلز او مرکبات لري - حالانکه دلته اوس هم ډېر انګرېزان د لاسو ګاڼۍ لري او د خوراک سوچه تېل ترې اوباسي -

مجاهد ملته ستاسو سره چې کوم فراډ روان دے هغه ستاسو پۀ مزغو کښې نۀ کښيني - او بيا لا د دوي خوراکونه ، فاسټ فوډز ، جنک فوډز ، سنېک انډسټري ، ډېرې پراډکټس خو بل شان حال راخستے - يو ورور ئې د خوراک پۀ نوم بيمارۍ خرڅوي او بل ورور ئې د‌ علاج پۀ نوم دوايانې - ارمان به زما د خبرو درشي خو وخت به تېر وي -