ګپ مې لګوۀ

جنوري 3, 2026 - 13:04
 0  11
ګپ مې لګوۀ

نن د نوي کال پۀ اوله ورځ پۀ يو دعوت کښې پېښ ووم - کوربنو زياتره فاسټ فوډز راغوښتي وو - ما ځان له لږ ماستۀ ، چولې او سلاد را پېدا کړل او د يو دوۀ ملګرو پۀ مینځ کښې کښېناستم - هغه يو ته مې پۀ ګپ کښې وې کۀ خبر وے نو کور به مې ډوډۍ خوړلې وه -

پۀ دې کښې مې يو تن مې خوا له راغے - پۀ پلېټ کښې ئې دوه برګرې او سينډوچ غوندې اېښي وو - او پۀ بل لاس کښې ورسره يخ انرجي ډرنک وۀ - يو برګر ئې ماته پۀ پلېټ کښې کېښودۀ - ما وې مننه خو زۀ دا څيزونه نۀ خورم - هغه وې الله دې صحت درکړي - هغه دوه ملګرو وخاندل وې ئې ټيک ټاک دے خو دا څيزونه نۀ خوري -

هغه وې دا خو بهترين څيزونه دي - شکر دے ، زما خو شوګر او بلډ پرېشر نشته خو بس خېټه مې لږه غټه شوې ده -  ما ورسره وخاندل وې مې شوګر او بلډ پرېشر به درته هم ولګي او کېدے شي قبض درته لګېدلے وي - د قبض د نوم سره هغه ماته متوجې غوندې شۀ -  ماته ئې وې قبض خو مې شته او د هغې ګولۍ خورمه خو د دې قبض سره څوئمه ده ؟

 ما وې ډېره غټه رشته داري ئې ده ورسره - دا فاسټ فوډز فائبر نۀ لري نو د کولمو حرکت ورو کوي او قبض جوړوي - دا زياته مالګه لري او زياته مالګه د بدن نه اوبۀ اوباسي پۀ نتېجه کښې کولمې وچيږي او فضله سخته شي نو قبض جوړ کړي -

دا زيات شوګر لري او زيات شوګر د کولمو د بېکټېريا توزان خرابوي ، هاضمه ورو کوي نو قبض شي - دا خرابه‌ چربي ټرانس فېټ لري او دغه غوړ د کولمو حرکت سستوي نو قبض شي - او بله دا انرجې درنک چې دې پۀ ګس لاس کښې نيولے دا هم د شوګر نه علاوه قبض جوړوي -

نور درته اووائم کۀ دا پوره دي ؟ هغه وې نۀ مړه دا فاسټ فوډز خو د پاکستان د هغې پۀ شان مضر صحت نۀ دي - دا خو باقاعده پۀ سهي طريقه تياريږي او د فوډ انډسټرۍ نه پاس کيږي - کۀ دا دومره خراب وے نو ولې به خرڅېدل ؟ ما وې سګرېټ او شراب هم پۀ قانوني توګه خرڅيږي - د هغې پۀ باره کښې دې څۀ خيال دے دا خو بزنس دے -

هغه پۀ مشکوک انداز کښې اووې - څۀ اووايم نو دلته خو ئې ټوله دنيا خوري او ډاکټر راته هم د دې د قبض پۀ حواله څۀ نۀ دي وئيلي - ما وې چا به درته د بواسير پۀ حواله هم څۀ نۀ وي وئيلي - هغه وې ولې ؟  ما وې هېڅ نۀ ! د قبص پۀ حواله مې هسې ګپ لګوۀ - هغه وې ظالمه ساه دې رانه اوويستۀ داسې ګپ څوک لګوي -